پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبپه پښتو لنډیو کې د ازادۍ څرک! | توفیق سهاک

په پښتو لنډیو کې د ازادۍ څرک! | توفیق سهاک

لنډۍ د پښتو ادب هغه شتمنه، ارزښمنه اوخوندوره برخه ده، چې په لنډه ځولۍ کې یو عالم مفاهیم په خپل هنري ځواک وړاندې کولای شي.

دا خوږ ژانر یواځې او یواځې پښتنو او پښتو ژبې پورې محدود دی، چې په نورو ژبو کې یې څرک هم نه لیدل کیږي. که څه هم د لنډيو شاعران مالوم نه دي، خو دا څرګنده ده، چې لنډۍ د ولس مال دی دولسونو افکار، تصورات، غمونه، دردونه، خوښۍ، احساسات ، مینې، د اتلانو د اتلولۍ ستاینې، کیسې، د یار د بې وفایۍ شکایتونه او د افغاني او پښتني کلتور مذهبي، سیاسي،عشقي،ټولنیز او فلسفي افکار او مضامینو ته پکې ځای ورکړل شوی دی. ختیځ پېژندونکی او د پښتنو پر فلکلور مئین ډار مسټر لنډۍ دپښتنو مطبوعات بولي او ځينې ختیځ پېژندونکي څیړونکي یې د پښتو ژبې زده کړې او پرپښتو ادبیاتو څېړنې ته هڅولي دي.

که د لنډيو تاریخ ته له سیاسي او ادبي اړخه کتنه وکړو دا به څرګنده شي، چې دې اورني او هنري ژانر په څو شېبو کې د یرغلګرو په وړاندې د غازیانو هېوادني احساسات را پارولي او میدانونه یې فتحه کړي دي، دبیلګې په توګه:

په هندوستان کې د انګریزانو پر وړاندې د ګاندي یو عمر مبارزه په ډیر زړه چاودون د ازادۍ ارمغان راوړي، خو  ۱۸۸۰م کال په میوند کې د ملالۍ یوه لنډۍ په څو شیبو د جګړې لوری بدلوي او د غازیانو په زړونو کې د پرنګي ښکیلاک ځپلو ولولې را پاروي:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

خال به د یار له وینو کيږدم

چې په شنه باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

د هیواد ساتنې او دغلیم په وړاندې توره راپورته کول د آزادۍ تر لاسه کولو لپاره وي، افغانانو هم د تاریخ په اوږدو کې د دوې په هیواد هر تیری کوونکی مات کړی او ځپلی دی.

کله چې افغان جنګیالي د میوند په جګړه کې د انګریز لخوا له ماتې سره د مخ کیدو په حال کې وو، پیغلې ملالې د یادو تاریخي لنډیو په ویلو سره د غزا بیرغ پورته کړ او د غازیانو وینه یې په جوش او ولولو راوسته، افغان زلمیانو وکولای شو دښمن ته داسې تاریخي او نه هیرېدونکې ماتې ورکړي، چې تر نن ورځې دمیوند ملالې نوم دخلکو په زړونو او دتاریخ په  پاڼو کې ځای لري.

لنډۍ چې ډيری وخت دښځینه وو له خوا نارینه وته په خطاب کې ویل شوي، خپل محبوب ته د میړانې کیسې کوي، له هیواده د سر ځارولو ورته وایي او جګړې ته یې هڅوي ترڅو جګړه وګټي او ازادي ترلاسه کړي.


د ازادۍ سندرې وایم

چې ځوانان ملا وتړي جنګ ته تیار شینه

د ازادۍ په لار کې مړ شه

چې جنازه  دې داسمان ملکې وړینه


همدارنګه خپل مئین ته ډاډ ورکوي او ځان ورسره په جګړه کې شریک بولي او وایي:

 

جانان به ولې توره نکړي

تر نیمایي سنګره زه ورسره ځمه

دازادۍ په ناوې جنګ دی

زلمي په مینه کې سرونه ورکوینه

د دې لنډيو په څیر په زرګونو داسې نورې لنډۍ هم لرو، چې د میندو لخوا یې زامنو، د میرمنو لخوا یې میړنو او آن د خویندو لخوا یې ورونو ته د وطن او ازادۍ ګټلو په پار ویل شوي او نارینه یې د پردي ښکیلاک سره د مبارزې لپاره هڅولي، تر دې چې خپل وطن د یرغلګرو له منګولو وژغوري او آزادي تر لاسه کړي.

ازادي د انسانانو حق دی الله ج او ټولو بشري قوانینو داحق انسان  ته ورکړی دی، دا کلمه د درنښت او ارزښت له پلوه دومره درنه او خوږ ده، چې لفظونه یې له لیکلو او ستایلو عاجز دي. هغه ملتونه دازدۍ  په قدر پوهیږي، چې له خپلواکۍ محروم وي.

 ستر خوشحال بابا ازا دي  له پاچاهیه هم لوړه او ارزښمنه بولي او وایي چې  دبل حکم لاندې ژوند کول زندان او زندان ته ورته والی لري

ازداي تر پاچاهیه لا تیری کا

چې دبل ترحکم لاندې شي زندان شي

پوره سل کاله وړاندې بریټانوي حکومت له افغانانو په درېمه جګړه کې تاریخي ماتې وخوړه او ملي اتل غازي امان الله خان د زمري په ٢٨ مه د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان او نړۍ ته یې افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه ور وپيژانده.

دافغانستان ټول میړني په هېواد او ازدۍ مئینو ولسونو ته دې د ازادۍ  سلمه کالیزه مبارک وي

د ودان افغانستان په هیله

1 COMMENT

  1. جانان مې سر پروطن کښېښود
    په تار دزلفو به کفن ورته ګنډمه
    ته په سنګر کې ځان شهيد کړه
    زه به سور شال ستاپر زيارت وغوړومه
    جانان په جنګ کې پر شاراغلې
    پر برنۍ ورکړي خوله پښيمانه يمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب