پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهجرمني د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت ورکړی

جرمني د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت ورکړی

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۰ مه) په جرمني کې خبرو سرچینو تاند ته وویل چې د دغه هیواد حکومت افغانستان ته د ۲۸ تنو له لېږلو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بون کې قونسلګرۍ ته تر راتلونکې اوونۍ پورې وخت ورکړی چې یا له طالبانو سره تعامل وکړي او یا هم دغه ماموریتونه بند کړي.

د دغو سرچینو په وینا، د دې فشارونو هدف دا دی چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره لاره هواره کړي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني د جمعې په ورځ په کابل کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته په لومړی ځل د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ او ۲۸ “جنایتکار” افغان کډوال یې له لیپزګ هوایي ډګر څخه په یوه الوتکه کې کابل ته ولېږل.

ځینو خبري رسنیو ویلي چې دا کسان لومړی قطر اوبیا کابل ته لېږل شوي دي.

د جرمني حکومت په غیر مستقیم ډول له طالبانو سره د قطر په منځګړتوب د دغو افغانانو د ایستلو لپاره خبرې کړې وې.

د سرچینو په وینا، طالبانو ټول ۲۸ شړل شوي افغانان، چې په جرمني کې په بېلابېلو جرمونو نیول شوي وو، کابل ته له رسیدو وروسته نیولي دي.

ویل شوي چې طالبان به دا کسان محاکمه کړي او که مجرم وپیژندل شي، هغوی ته به د قانون له مخې سزا ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په اروپا کې یې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو په ځلونو د همکارۍ او تعامل غوښتنه کړې وه.

طالبانو ویلي چې اکثره ماموریتونه (سفارتونو او کونسلګریو) له کابل سره له همغږۍ پرته “په خپله خوښه او له منل شویو اصولو څخه په څرګنده سرغړونه” اقدامات کوي.

وروسته له دې چې طالبانو اعلان وکړ چې په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د ۱۴ کونسلګریو او سفارتونو اقدامات د دوی لپاره د منلو نه دي، د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د اروپايي هیوادونو د باندنیو چارو وزارتونو ته یو لیک ولېږه چې دا کونسلګرۍ او سفارتونه بند کړي.

په لندن، بلجیم، برلین، بون، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان ماموریتونه په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره له همکارۍ او همغږۍ څخه انکار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب