Homeخبرونهپه بلوچستان کې ۲۰ پولیس تښتول شوي

په بلوچستان کې ۲۰ پولیس تښتول شوي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې نامعلومو وسله‌والو شاوخوا ۲۰ تر روزنې لاندې پولیس سرتېري تښتولي دي.

د مستونګ پولیسو یوه جګپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته ویلي چې پېښه د جمعې په ورځ د مستونګ او نوشکي ترمنځ په ګورګېنه سیمه کې شوې ده.

د یوه بل پولیس چارواکي په وینا، تښتول شوي پولیس د قلات په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو او د اونۍ د رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته روان وو. هغه ویلي چې پر موټرسایکلونو سپرو وسله‌والو د دوی مسافر وړونکی موټر په لاره کې درولی او ټول سپاره کسان یې له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي دي.

د چارواکو په وینا، وسله‌والو وروسته درې ملکي مسافر او موټرچلوونکی خوشې کړي، خو پولیس سرتېري یې لا هم له ځان سره ساتلي دي. پولیس وايي، د تښتول شویو سرتېرو د موندلو هڅې روانې دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې مخکې د ورته پېښو مسوولیت بلوڅ وسله‌والو ډلو منلی دی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ، چې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، په بلوچستان کې ډېر فعال دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په تښتول شویو کسانو کې د خاران اته، د نوشکي پنځه، د چاغي څلور او د واشک درې سرتېري شامل دي. دغه کسان تر دې مخکې د لیویز ځواک غړي وو، خو د پولیسو او لیویز ځواکونو تر یوځای کېدو وروسته د پولیسو په لیکو کې شامل شوي وو.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې یوه ورځ مخکې د رخشان ډېوېژن کمېشنر اسدالله کاکړ هم د خاران له سیمې له خپل موټرچلوونکي او دوو موټرو سره یوځای تښتول شوی و. چارواکو تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...