Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري په شپږو میاشتو کې دوه برابره...

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري په شپږو میاشتو کې دوه برابره شوې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري دوه برابره شوې ده.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۱۶مه، د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیت په اړه په یوه غونډه کې وکړې. دا غونډه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو ټولنې او د شانګهای همکارۍ سازمان له خوا جوړه شوې وه.

کابلوف وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري مخ پر زیاتېدو ده او د روان کال په لومړۍ نیمايي کې دوه برابره شوې ده.

هغه ومنله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مجموعي اندازه لا هم ټیټه ده، خو ویې ویل چې دا زیاتوالی د افغانستان لپاره د پام وړ دی. د نوموړي په وینا، افغانستان د امریکا او ناټو د شل کلن پوځي حضور له پای ته رسېدو وروسته د بېرته رغېدو په حال کې دی.

مسکو غواړي د سوداګرۍ د ودې بهیر وساتي

کابلوف ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې دوام مهم دی او روسیه به هڅه وکړي چې د پرمختګ اوسنی بهیر وساتي.

هغه زیاته کړه چې روسیه او افغانستان خپلې اړیکې د متقابلو ګټو او رغنده همکاریو پر بنسټ جوړوي.

د کابلوف څرګندونې ښيي چې مسکو غواړي له افغانستان سره اقتصادي همکاري پراخه کړي؛ په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

کابلوف دا هم وویل چې ژر به د روسیې د صدراعظم مرستیال له افغانستان سره د افتصادي او سیاسی همکاریو د لا پراختیا لپاره کابل ته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...