دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د ایران او روسیې نږدې کېدل او پر افغانستان یې اغېزې

د ایران او روسیې نږدې کېدل او پر افغانستان یې اغېزې

ليکنه: حميدالله بسيا

په تېرو څو کلونو کې، د ایران او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې تر پخوا ډېرې نږدې شوي دي. دا نږدې والی په سیاسي، اقتصادي، او امنیتي برخو کې د ګډو ګټو پر اساس ولاړ دی. ایران او روسیه، چې په تاریخي ډول یې د افغانستان په سیاست او امنیت کې مهم رول لرلی، د خپلو اړیکو د پیاوړتیا له لارې په سیمه کې خپل نفوذ زیاتوي. د دې دواړو هېوادونو نږدې کېدل د افغانستان لپاره مهمې پایلې لري، چې په دې مقاله کې به د دې اغېزو مختلف اړخونه وڅېړو.

د ایران او روسیې اړیکې اوږده تاریخي مخینه لري. دواړه هېوادونه په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د نفوذ پراخولو لپاره تل هڅې کړي دي او کوي یې. که څه هم په ځینو پخوانیو دورو کې د دواړو تر منځ  ځينې  سیاسي اختلافات او کشمکشونه ول، خو په وروستیو لسیزو کې یې له یو بل سره د خپلو ملي او منطقوي ګټو پر بنسټ خپلې اړیکې پیاوړې کړي دي.

د ۲۰۱۵ کال په شاوخوا کې، ایران او روسیه د سوریې په جګړه کې د بشار الاسد د حکومت د ملاتړ په ترڅ کې یو بل ته لا نږدې شول. دا شراکت د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او همکارۍ د  یو نوی دور پیل وو.

همدارنګه د بريکس په نړيوال سازمان کې د ايران ورګډېدلو کې د روسيې او چين خورا ډېر لاس وو او نور غړي هېوادونه یې دې ته تشويق او وهڅول چې ايران دې د يوه دايمي غړي په توګه ومني او نه يوازې د يوه غړي په توګه بلکې په ټولو کوچنيو او سترو پرېکړو اوغونډو کې دې فعاله ګډون ورکړای شي چې هماغسې وشول او ايران د بريکس سازمان غړی شو، چې په همدې لړ کې یې  تېره اوونۍ (د اګست په اوويشتمه او اته ويشتمه) د بریکس د ښارواليو نړيوال فورم (IMBRICS) شپږمه نړيواله ناسته  کې هم ګډون وکړ چې د ۵ زره کسانو او د ۸۱ هېوادونو د استازو په شتون کې جوړ شوی وو.  د بريکس سازمان د ښارواليو او ښاري پراختيا ناسته ددې سازمان يو مهم ښاخ دی. دا ناسته ددې لپاره هم مهمه ده چې د بریکس هېوادونو ښارونه او محلي ادارې وکولای شي په ګډه د خپلو سیمو د پرمختګ، ښاري مدیریت، او د پایداره پرمختګ اهدافو ته د رسیدو لپاره کار وکړي.  ددې سازمان په دننه کې د هېوادونو د ښاروالیو او محلي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ، تجربو شریکولو، او د سیمیزو ستونزو حل لپاره ګډ کار کول یې د اجنډا او کړنلارې برخه ده.

دواړه هېوادونه په خپلو اړيکو کې اوسمهال دومره ژور تللي او نږدې شوي ي چې د اوسنۍ غونډې په څنډه کې د تهران د اسلامي شورا د مشر مهدي چمران لخوا د تهران او ماسکو ښارونو تر منځ  د خورګلوۍ تړون له روسي لوري سره لاسليک  شو، چې دواړو ښارونو مسوولين به د ښارونو د پاکوالي، ښاري نظم، کولتوري او نورو برخو کې د ښارونو په برخه کې خپلې تجربې شريکوي او يو له بل سره اړينې مرستې کوي  او د يو بل په ښارونو کې به د يو بل هېواد د کولتورونو او تاريخ په اړه خلکو ته معلومات وړاندې شي او د بريکس هېوادونو خلکو به د کولتورونو، اړيکو او فرهنګونو په برخه کې سره نږدې کړي.

دا ناسته د سیمه ایزو او ښاروالیو حکومتونو د استازو او د BRICS هیوادونو د علمي  ټولنو د استازو ترمنځ د تجربو او نظرونو د تبادلې لپاره هم یو مهم پلیټ فارم وو، او همدارنګه په روسیه او نورو غړو هیوادونو کې د متشبثینو سره د اغیزمنو سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره هم يوه مهم ناسته ده.

د فورم په يوه برخه کې ( د عصري ښارونو د پراختیا لپاره نړيواله اکاډميکه همکاري) تر عنوان لاندې ګردی مېز ترسره شو، چې د لویو ښارونو په پراختیا کې د علمي او تحصليي مرکزونو اغېزې او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د لوړو زده کړو د استادانو ترمنځ  مشترکو ستونزو ته وقف شوی وو. په دې غونډه کې د روسیې او بهرنیو هېوادونو  اکادمیک  مرکزونو مهمو استازو ګډون درلود. د روسيې د نړیوالو اکاډمیکو همکاریو د مرکز رییس الکساندر ګورباتوف، د ګانا د پلازمینې اکرا ښاروال سمویل جیمز نی ادجي تاویا، د RGUTIS تعلیمي موسسې رییس امبارتسم ګالستوف، د شمالي قطب د فدرالي پوهنتون رييس او د اصفهان پوهنتون استاد او د ايران د ولسمشر سلاکار اردلان نصرتي هم ناستې ته ويناوې وکړې او د اصفهان او پيترزبورګ ښارونو د ډيپلوماسي او مشترکاتو په اړه يې اوږدې خبرې وکړې.

سیاسي، اقتصادي او امنيتي اړيکې: 

ایران او روسیه په اوسمهال کې هڅه کوي چې په افغانستان کې د یو باثباته حکومت د رامنځته کولو لپاره خپل نفوذ زیات کړي ځکه يو بې ثباته افغانستان د دواړو لپاره په ضرر دی او دوی یې له بېلابېلو اړخونو تاوان ويني. د روسیې هڅې چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان سره اړيکو ته هڅوي ددې لپاره چې د منځنۍ اسيا هېوادونه لومړني هېوادونه چې د بې ثباته افغانستان له امله ځورېدلی او اغېزمن کېدلی شي ، او د ایران د هغو اندېښنو چې د افغانستان په لویدیځ کې ناامني خپره شي تاوان یې ايران ته رسېږي، د دواړو هېوادونو تر منځ د یو نوي ځواک جوړېدو سبب شوي دي. ایران او روسیه کولی شي چې د افغانستان سره په سوداګرۍ، انرژۍ، او ټرانسپورټي برخو کې ګډې پروژې پیل کړي او تجارت پراخ کړي. د چابهار بندر، چې د ایران په ملاتړ او د هند په مرسته جوړ شوی،  اوس مهال د افغانستان لپاره د کراچي بندر په پرتله ښه او ارزانه لاره ده ، چې روسیه یې هم د خپل ګټې لپاره کارولی شي.

ایران او روسیه دواړه په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې اندېښنې لري. د دواړو هېوادونو نږدې کېدل کولی شي د افغانستان په امنیتي وضعیت باندې مستقیم او غیرمستقیم اغېز ولري. ایران او روسیه کولای شي چې د افغان حکومت سره د امنیتي همکارۍ وکړي، چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره ګټور تمام شي.

افغانستان ته ننګونې او فرصتونه!

خو دا اړيکې او نږدې کېدل له ننګونو هم خالي نه دي  د ایران او روسیې نږدې اړیکې د افغانستان لپاره نوي فشارونه رامنځته کولی شي، په ځانګړې توګه د امریکا او لویدیځ سره د افغانستان په اړیکو کې. که چیرې د ایران او روسیې اغېز زیات شي، نو افغانستان به د خپلو نړیوالو شریکانو په انتخاب کې له ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې لا له وړاندې نړۍ په څو قطبي ډول د لويديځ او په ختيځ کې د روسيې، چين او هند پر محور په دوو قطبونو ويشل شوې ده. نو د افغانستان لپاره یو حساس وضعیت رامنځته کولی شي. د افغانستان زمامداران باید په هوښیارۍ سره د ایران او روسیې سره خپلې اړیکې مدیریت کړي، ترڅو د دوی له نږدې کېدو څخه په خپل ګټه کار واخلي او د هر ډول احتمالي ننګونو لپاره چمتو وي. په همدې ډول، د نړیوالو اړیکو په یوه نوي جغرافیايي چاپېریال کې، افغانستان باید د خپلواکۍ او ملي ګټو په ساتولو سره متوازنه او فعاله تګلاره پرمخ بوځي.

1 COMMENT

  1. دروند حمید الله بسیا، د تخیلاتو پر بڼسټ نظر لیکل سم کار نه دی! د نني افغانستان مسأله ۳۲۰۰ کالونو راهیسې د اسناد او تحقیاتو پر بڼسټ یو له خفګانو او غمونو نه ډکه مسأله ده! تحقیقات! دا مسأ ډېره اوږده قصه ده!
    هغه ورځ چه دویم نړیواله جنګ ختم شو د غربیانو اوله پته ناسته کې چرچیل نظر ورکړ چه پر نړۍ حکومت کولو له پاره بایدې ډېر مملکتونه ټوټې شي او له هند نه په اول قدم پنجاب بېل کړی شو او افغانستان او بلوچستان تجزیه شول او ورپسې ویتنام او نور او نر تجزیه شول، افغانستان پټ د انګریز، فرانسې او لا هم کم و زیات د آلمان استخباراتو لاس لاندې ؤ! تر هغه چه نانځکې راوړل شوې او در غربیانو استخباراتو له لارې له مینځه یوړل شول او څه وطنپالونکي یو له بله پسې ووژل شول تر هغه چه هغه غنایم یوسي چه ۳۲۰۰ کاله مخې کې ترګو لاندې نیول شوي ؤ!آسیایان په خوب کې نه ؤ! او د آسیا او افریقا د خلاصون له پاره د داود خان، نهرو او سوکارنو او جمال ناصر له خوا د «غیر منسلک» سازمان جوړ شو خو دوی یو له بله پسې له مینځه یوړل شول!تر داود خان ! روسیه او چین سره چه دا حال او د غرب پلانونه یې نظر لاندې ؤ بې له کومې پخواني هلېځلې اوچت د «بریکس» سازمان یې جوړ کړ او د غرب مقابل کې چه د افریقا او جنوبي امریکا او آسیا رړونه ورباندې شین دي یو له بله پسې بریکس کې شامل شول. دې له پاره که افغانستان غواړي چه ابدي آباد شي د اسیا غړو سره دې بایدې د آسیا د بریالیتوب له خاطره ځان ایران او روسیه او چین تا ورنژدې شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب