دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاتریش هم افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

اتریش هم افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) له جرمني وروسته اتریش هم اعلان وکړ چې له خپلې خاورې څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیلوي.

د اتریش د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره وایي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د بدلون له کبله دغه هیواد ته د افغان کډوالو د استولو جواز شته.

د یورونیوز د راپور له مخې، اتریش له جرمني سره یوځای شوی او وایي چې په پام کې لري چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

جرمني ویلي چې یوازې هغه افغانان له خپلې خاورې باسي چې جرمونه یې کړي وي، خو اتریش په دې اړه وضاحت لا نه دی ورکړی چې ایا هغوی چې جرم یې کړی باسي او که هغه کډوال هم باسي چې د پناه غوښتنه منل شوې نه ده.

د جرمني د چارواکو په وینا، دغه هیواد د جمعې په ورځ ۲۸ افغان کډوال افغانستان ته واستول.

دا د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ترلاسه کولو راوروسته لومړی ځل دی چې جرمني یو شمېر افغانان خپل هیواد ته استوي.

 د اتریش حکومت وايي، په پام کې لري چې د افغانانو د ایستلو په برخه کې له جرمني سره په ګډه کار وکړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد  کارنر د جرمني اقدام «ډیر ښه» بللی دی.

ده د سږ کال په مارچ میاشت کې، پر هغې پرېکړې د بیا کتنې لپاره د خبرو غوښتنه کړې وه چې افغانستان او سوریې ته د کډوالو د استولو مخه نیسي.

1 COMMENT

  1. په دې مجرمینو کي يوازي لس سلنه یا ١٠% افغانان دي نور ټول دَ پاکستان خیبرپختونخوا پوخخخختانه، دَ بلوچیستان هزاره ګان او پشتانه دي او همدارنګه ایراني بربریان، خاوریان او فارسیان دي چي دَ افغانانو په نامه اروپا، امریکا، کانادا، استرالیا او نورو هیوادونو ته تللي او پناه اخیستي ده او د افغانانو دَ بدنامۍ دَ پاره جنايي جرمونه، غلاوي، انساني او د مخدرو موادو قاچاق او همدا رنګ نور شنیع او ناروا اعمال ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب