Homeخبرونهله ایران او پاکستانه په یوه ورځ ۱۵۱ کورنۍ افغانستان ته راغلې

له ایران او پاکستانه په یوه ورځ ۱۵۱ کورنۍ افغانستان ته راغلې

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، پرون (شنبې)، له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ تر یو نیم سل ډېرې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر اساس، ۶۹ کورنۍ له پاکستان څخه او ۸۲ کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته ستنې شوي دي.

 د پاکستان له لوری په ایستل شویو کسانو کې،۳۱ کورنۍ د تورخم له لارې او ۳۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې، ۴۸ کورنۍ، چې له ایران څخه ستنې شوي، په نیمروز کې د ورېښمو پُل له لارې، او ۳۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې بېرته راستنې شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې نېټې څخه د روان کال د جولای تر ۳۱مې پورې له پاکستان څخه تر ۶۸۳ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته په خپله خوښه یا په زوره تللي دي.

پاکستان د تیر کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده کډوال له خپلې خاورې باسي.

دې هیواد په وروستیو کې وویل چې د کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...