Homeخبرونهد کونړ زلزله ځپلې د یو کال له تېرېدو سره سره لا...

د کونړ زلزله ځپلې د یو کال له تېرېدو سره سره لا هم بې کوره دي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د ناروې د کډوالو شورا وايي، د کونړ له زلزلې یو کال اوړي خو زیانمنې کورنۍ د خپلو کورونو د بیارغونې او د څښاک پاکو اوبو ته د موندلو لپاره لا هم مرستو ته اړتیا لري.

دې شورا پرون (جمعه) وویل، ډېری زیانمن شوي کسان لا هم په خیمو او لنډمهالو سرپناوو کې اوسي.

د ناروې د کډوالو شورا په وینا، د دې ادارې کارکوونکو د زلزلې له پېښې یو کال وروسته کونړ ته سفر کړی او له زیانمنو کورنیو سره یې لیدلي دي.

په افغانستان کې د دې شورا سیمه‌ییز مشر، جاکوپو کاریډي، د جمعې په ورځ، د تلې پر ۱۷مه، وویل چې په کونړ کې د خلکو اړتیاوې لا هم ډېرې دي. د هغه په خبره، یوازې لږ شمېر کسانو سرپناه موندلې، خو ډېری زیانمنې کورنۍ لا هم په خیمو او موقتي سرپناوو کې ژوند کوي.

کاریډي د زلزلې له زیانمنو سره د مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «د بشري مرستو د موسسو او ادارو له ملاتړ پرته، د دې سیمو خلک نه شي کولی د دې ناورین له پایلو ځانونه وژغوري او خپل ژوند بېرته عادي حالت ته وګرځوي.»

د تېر کال د وږي میاشتې په لومړیو کې د څه باندې شپږ ریښتره زلزلې کونړ، ننګرهار، لغمان او د ګاونډیو سیمو ځینې برخې ولړزولې. د زلزلې له امله، په ځانګړي ډول په کونړ کې، د خټو او اومو خښتو ګڼ کورونه ونړېدل او لسګونه کورنۍ تر خاورو او کنډوالو لاندې شوې.

دغه ناورین د شپې په تیاره کې پر هغو خلکو راغی چې له دې مخکې یې هم له بېوزلۍ او د خوړو له سختې ناامنۍ سره لاس او ګرېوان وو. په دې زلزله کې تر دوو زرو ډېر کسان مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...