تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د بریتانیا یوه بزګر د نړۍ تر ټولو دروند کدو د کرلو د ګینس نړیوال ریکارډ مات کړ.
نوموړي داسې کدو کرلی چې وزن یې ۲۸۵۶.۸ پونډه، یا شاوخوا ۱۲۹۶ کیلوګرامه دی.
د ۶۵ کلن ایان پیټن دغه کدو، چې «بګیرا» نوم یې پرې ایښی، د برکشایر په وارګرو نرسري (د بوټو روزنځای) کې د غټو کدوانو د وزن کولو سیالۍ ته وړل شوی و. د اکتوبر پر درېیمه د ګینس نړیوالو ریکارډونو د یوه استازي تر څارنې لاندې یې رسمي وزن واخیستل شو.
پیټن او ورور یې سټوارټ تر دې مخکې په ۲۰۲۵ کال کې د «مګل» په نوم د ۲۸۱۹.۲۵ پونډه وزن لرونکي کدو په کرلو تر ټولو د دروند کدو نړیوال ریکارډ جوړ کړی و.
ایان پیټن ویلي، د دغه ستر کدو پالنې ته یې هره ورځ تر شپږو ساعتونو پورې وخت ځانګړی کاوه.
د ده په خبره، کدو ته یې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ ګیلنه، یا کابو ۴۹۲ لیټره اوبه ورکولې.
د راپور له مخې، بګیرا به په راتلونکو څو اوونیو کې ساوتهمپټن ښار ته نژدې په سني فیلډز فارم کې نندارې ته اېښودل کېږي. له هغې وروسته به د څارویو خوراک شي ځکه چې دومره غټ کدو انسانان نه خوري.