Homeخبرونهد افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره څو یو...

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره څو یو ورځنۍ لوبې کوي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشره لوبډله نن (شنبه/ د اکتوبر لسمه)عمان ته ځي چې له عمان او همداراز بنګله دېش سره څو سیالۍ وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هیواد تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله به له بنګله‌دېش او عمان سره ۷ یو ورځنۍ مسابقې وکړي.

دا لوبې د ۲۰۲۶ کال د نارینه‌وو د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د چمتووالي برخه ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، لوبډله به د عمان د سفر په لړ کې د کوربه هېواد او بنګله‌دېش تر نولس کلونو کشرو لوبډلو سره پنځه یو ورځنۍ لوبې وکړي. دغه سیالۍ به د اکتوبر په ۱۳مه، ۱۵مه، ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۳مه د عمان د کرکټ اکاډمۍ په لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان به وروسته د اکتوبر په ۲۷مه او ۳۰مه په همدې لوبغالي د عمان د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې دوه یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.

کرکټ بورډ وايي، دا سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي، څو د ۱۹ کلنو نارینه‌وو اسیا جام سیالیو ته چمتو شي. ټاکل شوې دا سیالۍ د نوومبر په لومړیو کې پیل شي.

د کرکټ بورډ له خوا د عمان سفر لپاره د لوبډلې نوملړ هم اعلان شوی چې سهیل خان یې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

فرید ځدراڼ، سبحان علي، نعمان سالارزی، فیصل مبارز، طاهر سروري، عابدالله عابد، حمزه علي‌خېل، امیر حمزه، سمیع مبارز، محمد علي، لطف‌الله، عبدالله همدرد، عمران محمدي او نورعلي نیازي د لوبډلې نور لوبغاړي دي.

همداراز هیبت خان، حکمت‌الله او بلال سلیمان‌خېل احتیاطي لوبغاړي ټاکل شوي دي.

افغانستان به د اسیا جام له پیل مخکې په مجموعي ډول اووه لوبې ترسره کړي؛ پنځه له بنګله‌دېش او دوه له عمان سره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ناشناس وروستۍ مرکه| ډاکترخوشحال حبيبي

ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن...