دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، واشنګټن نه غواړي چې افغانستان بیا په جګړه کې ښکېل...

امریکا وايي، واشنګټن نه غواړي چې افغانستان بیا په جګړه کې ښکېل شی

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) د امریکا متحدایالتونه په افغانستان کې د هر ډول وسله والې شخړې پر ضد د خپل دریځ پخلی کوي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له فاکس نیوز سره په مرکه کې وکړه او ویې ویل چې واشنګټن نه غواړي چې افغانستان بیا په جګړه کې ښکېل شي.

ده زیاته کړه: «دغه هېواد له ۴۴ کلونو راهیسې په جګړه کې دی. موږ نه غواړو چې افغانستان بېرته شخړې ته راوګرځوو، او موږ له افغانانو څخه اورو چې هغوی هم داسې نه کوي.”

فاکس نیوز د مقاومت ملي جبهې (NRF) د بهرنیو اړیکو د مشر میثم نظري له قوله ویلي چې یادې ډلې د جنورۍ له میاشتې راهیسې د طالبانو پر ضد تر ۲۰۰ ډېر بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایک مک کال، په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې اعلان وکړ چې په پام کې لري، د سپتمبر په ۱۰مه د ملي مقاومت جبهې له قوماندان سره وګوري. په داسې حال کې چې مک کال د غونډې ځای نه دی افشا کړی، هغه یادونه وکړه چې د ده ټیم او دی په خپله له ډیرو کلونو راهیسې په ملي مقاومت حبهې کې له احمد مسعود او د هغه له ټیم سره په پر له پسې تماس کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب