Homeخبرونهپه افغانستان کې له ۱۱ زره بندیانو څخه ۱۰۰ ښځې او ۸۰۰...

په افغانستان کې له ۱۱ زره بندیانو څخه ۱۰۰ ښځې او ۸۰۰ ماشومان دي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) طالبان وايي، د افغانستان په محبسونو کې له نژدې ۱۱ زره بندیانو څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰ یې ښځې دي.

د طالبانو د محابسو د ادارې عمومي ريیس محمد یوسف مستري نن (یکشنبې) په کابل کې په یوه خبری کنفرانس کې وویل چې د ۱۱۰۰۰ بندیانو په منځ کې نژدې ۸۰۰ ماشومان هم شامل دي.

مستري زیاته کړه چې شاوخوا ۱۲ زره نور کسان په توقیف ځایونو کې ساتل کیږي او د محکمې پریکړو ته انتظار باسي.

ده په افغانستان کې د بهرنیو بندي اتباعو شمېر ۱۵ تنه وښود.

د طالبانو د محابسو د عمومي ريیس په وینا، ۶۰۰۰ افغانان په ایران او ۲۵ په چین کې بندیان دي.

ګڼ شمېر افغانان په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان کې بندیان دي خو د طالبانو د محابسو ريیس یې په اړه څه ونه ویل.

هغه په ټینګار سره وویل چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د افغانستان په هېڅ زندان کې له بندیانو سره ناوړه چلند نه دی شوی او نه هم وهل او ډبول شوي دي؛ بلکې له ټولو سره یې انساني چلند کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...