دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپاکستان د پوځ او آی اېس آی د شرموونکیو کارونو افشاکوونکی سناتور...

پاکستان د پوځ او آی اېس آی د شرموونکیو کارونو افشاکوونکی سناتور ونیو

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱مه): پاکستاني پولیسو خپل یو سناتور مشتاق د دغه هېواد د پوځ او پوځي استخباراتي ادارې (آی اېس آی) په هکله له شرموونکیو افشاګریو څخه وروسته په شرموونکي ډول نظامي موټر ته ورپورته کړ.

سناتور مشتاق چې د پاکستان د مشرانو جرګه (ایوان بالا پاکستان) کې د جماعت اسلامي ګوند سناتور و تېره اونۍ د دغه هېواد له یوه ژورنالست اسد تور سره په یوه مرکه کې د عافیه صدیقي په مسئله کې د پاکستان د پوځ او آی اېس آی په هکله شرموونکي افشاګرۍ وکړې.

سناتور مشتاق په خپله ویډیوي مرکه کې وویل، «۲۱ کاله مخکې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) عافیه صدیقي د هغې له درې بچیانو سره یو ځای وتښتوله، بیا یې افغانستان ته واړوله، او هلته یې د ټولو نړۍ والو اصولو خلاف امریکایانو ته په لاس ورکړه،»

ښاغلي مشتاق وویل چې دا خبرې په هغو اسنادو کې واضح ښکاره شوي چې د عافیه صدیقي امریکایي وکیل جمع کړي او دلته په اسلام اباد کې د پاکستان هایکورټ (مرافعه محکمې) ته وړاندې کړای شوي دي.

مشتاق د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، «محکمې د آی اېس آی لوی رئیس (ډي جي – ډایرېکټر جنرل آی اېس آی) هم پوښتلی چې د کومو شواهدو په اساس یې عافیه تښتولې وه او د کومو شواهدو په اساس یې امریکا ته وسپارله؟»

سناتور مشتاق وویل چې دا نهایت بې غیرتي ده، او زیاته یې کړه چې، «که شواهد وي هم، آیا یوه اداره دا حق لري چې د محکمې له حکم پرته خپل یو تبعه بل هېواد ته په لاس ورکړي؟»

مشتاق وویل، «ادارې نه یوازې عافیه بلکې د ملت دغه لور له درې بچیانو سره یو ځای وتښتوله چې دوه بچیان یې اته – لس کاله وروسته راخوشې شول، او یو بچی یې چې هغه وخت یې په غېږ کې و او د شپږو میاشتو و، اوس هم ورک دی او که ژوندی وي اوس به د ۲۲ کالونو ځوان وي،»

ښاغلي مشتاق وویل، «عافیه په اېف اېم سي کارسوېل فډرل میډیکل سنټر کارسوېل کې بندي ده چې د جنسي زورونې تر ټولو ډېرې پېښې په دغه زندان کې کېږي، او د جهنم کنده بلل کیږي،»

مشتاق د عافیه صدیقي د وکیل له خولې وویل چې همدا څو ورځې مخکې هم د زندان یوه ساتونکي هغه له جنسي پلوه زورولې ده.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو باندې تر دې مخکې هم د خپلو او نورو هېوادونو د اتباعو د خرڅولو تورونه لګول شوي دي خو دغو ادارو یې په هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو باندې داسې تورونه هم شته چې وایي د اسلام اباد د سره جومات او حفصه مدرسې له عملیاتو څخه وروسته یې د یادې مدرسې نجونې په غربي هېوادونو کې په فاحشه خانو باندې خرڅې کړې چې هلته ترې د جنسي خدمتونو لپاره کار اخیستل کیږي.

3 COMMENTS

  1. یو جنرال کله چي خپل ناموس خرڅوی او لا محدوده معامله ګری ولری نو دا به څنګه له ملت او خاوری دفاع وکړی ؟
    ملت وژنه ،غصب او معاملی د دی جنرالانو خاندانی ماهیت دی نو مظلوم بلوچ او پښتانه حق لری چي لدی بی ناموسو خپل غصب شوی حقوق په جهاد تر لاسه او خپل ملت د دوی له شر څخه نجات ورکړی او با ناموسه زعامت وټاکی نو آیا هغه څوک چي په خپل ناموس معامله کوی د بل ناموس ورته ته څه قدر لری ؟ یا اولی الالباب،افلا تعقلون ؟

  2. AAFIA SIDIQI IS ONE PAKISTANI MUSLIM WOMAN/SHE GOT DOCTOR OF SCIENCE.
    SHE ARREST BY ISI AND THEY GIVE TO AMERICANS IN AFGHANISTAN
    BUT FORMER AFGHAN JAMHURY IS PARTNER TOO., DONOT THINK ONLY PAKISTAN BUT
    AFGHANARMY/GOVERNMENT IS ALSO PART OF THIS SHYMFULL CRIME.
    SHE IS IN VERY PAINFULL SITUATION UNDER PUNISHMENT OF UNITED STATES
    MANY VIDEO IN YOUTUBE IS AVAILABLE IN NAME OF AAFIA SIDIQI
    IF YOU WATCH THE VIDEO YOU WILL THINK ABOUT PAKISTANI&AFGHANISTANI SOLDOUTS MUSLIM
    PLEASE WATCH VIDEOES OF AAFIA SIDIQI IN YOUTUBE.COM

  3. غربیانو ۳۲۰۰ کاله مخ کې د نړۍ اور یې بل کړ، څېړل شوی سند کوز! با خبر اوسئ چه دا به آخري اور د غربیانه هیله ده چه د پاکستان له لارې ټوله آسیا کې بل کړي! کله چه انګریز مات شو سره له خپل وتلو نه له آسیا نه پنجاب یې له هند نه بېل کړ او پښتانه یې لاس لاندې واچول او دا اور چه له کلونو راهیسې په افغانستان کې بل دی او لمبې به یې ټوله آسیا وسوځوي لا هم تند بل دی، د افغانستان آخر د تیګو دشتې کې به وي، کلونه پخوا مې د غم افغان فلم کې ښودلی دی چه له هغې زمانې نه دوی د افغانانو ګډوالو نجونو یې د جهادیایانو رهبرانو له لارې له صبغت الله نه نیولی تر ربانی او ۰لبدین او آخر مرده ګاو مسعود بز په مرسته خرڅولې!، د سویس د زیوریخ د تلویزیون غړي هم ما سره له ۱۹۸۶ کال نه راهیسې شاهدان دي! سند:زه تخییلات نه لیکم، یا شاهد او یا سندو سره!

    https://www.google.com/search?gs_ssp=eJzj4tVP1zc0TLeoyCpON00xYPQSNDQ0N1coyy9SSM4oyiwuKS0GAKvJCps&q=1177+vor+christus&oq=&gs_lcrp=EgZjaHJvbWUqCQgDEC4YJxjqAjIJCAAQIxgnGOoCMgkIARAjGCcY6gIyCQgCECMYJxjqAjIJCAMQLhgnGOoCMgkIBBAjGCcY6gIyCQgFECMYJxjqAjIJCAYQIxgnGOoCMgkIBxAjGCcY6gLSAQkzMDE1ajBqMTWoAgiwAgE&sourceid=chrome&ie=UTF-8

    https://www.youtube.com/watch?v=63l408qIwZs

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب