پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+درد | لیکوال: عبدالرشید سعادت

درد | لیکوال: عبدالرشید سعادت

دا دستور دی چې له درده زګېروي خېژي

که نه څه وو د رحمان له شاعرۍ

رحمان بابا په خپل شعر کې د درد تعریف کړی دی هغه وايي د درد له وجې شاعري کوم که درد نه و ما شاعري څه کوله، همدا درد زه دې ته اړ کړم چې لاشعور مې په چیغو کړم او د هغه چیغې د کاغذ پرمخ ولیکم.

نن سبا چې له هر چا سره مخ کېږې، نو له ژوند، روزګار او … ګیله من یي، دا ګیلي، د دوی د درد څخه سرچینې اخلي، یا به په ژوند کې ښه ملګری نه لري، چې دی فکري ورسره ګډ وي، یا به یې کوم څوک له لاسه ورکړي وي، په ټوله کې درد داسې یو څيز دی، چې انسان د رواني تکلیف په خونه کې بندوي، ژوند ورته بدرنګوي، ژوند ښکلی دی، داسې نه ده چې ژوند بدرنګ دی په اصل کې ژوند موږ بدرنګ کړی دی، یا په مینه کې پاتې راغلي یو، یا مو نږدې چا د ژوند له بازاره کډه کړې او یا داسې څوک نه لرو چې موږ او تاسې د هغه سره د زړه راز شریک کړو، درد هغه ویروس دی چې د انسان زړه په خپله منګلو کې نیسي او زبېښي یې دې ته یې اړ کوي چې د ژوند لمن پرېږدي داسې له ځان سره انګیري، چې زه به پر دې سره ارام پیدا کړم نه داسې نه ده، ته ارام نه پیدا کوې ځان دې نور هم په تکلیفونو کې راګیر کړ، د اسلام د ریښتینې او مستقیمې لارې دې کوږ پل کېښوده دا ومنه چې تا د خپل د ځان سره لویه جفا وکړه د ژوند او ستا تر منځ چې کومه تار و هغه دې وشلوه بیا به داسې وخت رانه شي چې ته د ژوند په لمن کې وګرځې او پرېږدي دې هم نه ځکه تا د ژوند ستونی پرې کړ او هغه دې ووژه، درد د مینې د نشتون څخه زږېږي، موږ او تاسې چې د ژوند سره مینه ولرو، نو د دې مینې له وجې ښکلا منځ ته راځي کله چې ښکلا منځ ته راغله نو بیا خوند ترې راووځي او ژوند ښکلی کېږي، درد ماین دی هغه انسان چې پر دې ماین پښه کېږدي، نو وجود به یې داسې شي، لکه ماین وهلی موټر یا بل څه. 

درد ګړنګ دی هغه څوک چې ورولویدل، نو ترې راختل ورته د سر په بیه تمامېږي. درد ډنډ دی ډېر انسانان یې غرق کړل چې هغو به ځانته څه ویل، درد انسان روحي وژني په ټول ژوند کې به خوږوالی ونه ویني، درد زهر دی هغه چا چې وڅاکه نو بیا به زر د ژوند تار پرې کړي، درد د خزان په څېر دی کله چې د انسان په بڼ کې یې باد پیل شو نو ورځ تر بلې به دی دې ته لېواله کړي، چې د مرګ غېږې ته ودانګي. 

څه وکړو چې د دې خطر ناک ویروس، ګړنګ، خزان، ماین او زهرو څخه ځان وساتو او یا یې وژغورو، باید کوښښ وکړو چې د ژوند دېوالونه مو لوړ کړو تر دې چې هېڅوک ونه شي کولی د ژوند انګړ کې مو پښه کېږدي، ځکه ژوند د هر چا ځانګړی دی، داسې نه ده چې هر څوک دې ستا د ژوند انګړ ته راشي، ژوند به د خپل په زړه کوې، ځکه پیغمبران هغه څوک وو، چې له ګناه څخه پاک وو، د هغو پسې خبرې شوي دي، زه او ته خو د ګناهونو بوجۍ یو خبرې به خامخا راپسې کېږي، دا د ټولنې د وکړو خاصه ده چې تا پسې به خبرې کوې، هر څه که دې کول نو د خپل په خوښه به یې کوې د چا خبرو ته به نه ګورې که دې وکتل نو د خطر ناک ویروس سره به مخ شې او بیا به له ژوند ګیله کوې، دلته به د خپل د ذوق تابعداره یې هغه چې هر څه درته ویل منې به یې، د هر څه سره چې دې مینه کوله نو د زړه د اخلاصه به مینه ورسره کوې، ځکه د مینې بڼ ډېر پاک او سپېڅلی دی که د زړه له اخلاصه پکې ونه لوبیدې بیا به ځان د درد ویروس مقابلې ته تیاروې.

مینه د زور خبره نه ده 

که زړه دې نه وي بیا دې نه مجبورومه

په پورتنۍ لنډۍ کې موږ ته د مینې د بڼ سپېڅلتوب او اخلاص په ډاګه کېږي، ځکه که ستا زړه نه وي چې یو کار کوې، نو که مجبور شوې او ودې کړ خامخا به ته دروغ پکې وايې چې کله دې دروغ وویل بیا به د دردي خزان باد ته ځان ټینګوې. ۱۳۹۹/۸/۳ کابل/ ارزان قیمت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب