یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شو

منظور پښتین د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شو

تاند — د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن سهار وختي د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی دی.

ښاغلی پښتین نن جمعه/ د جوزا۱۴مه/ سهار، هغه مهال په کوهاټ کې پولیسو نیولی چې له خپلو څو تنه ملګرو سره یو ځای د جاني خیلو پرلت ته روان و.

تر اوسه د نوموړي د نیول کېدو لامل نه دی معلوم، خو څو ورځې مخکې یې ویلي و که د پاکستان حکومت یې بندي غړي خوشې نه کړي؛ نو دوی به د پولې پورې غاړې په ۲۹ لویو ښارونو کې لاریونونه پیل کړي.

د منظور پښتین په خبره، دا مظاهرې به یوه میاشت دوام کوي او په نوبتي شکل به ترسره کیږي.

هغه زیاته کړې وه چې پي ټي ایم به تر هغه وخته خپلې مبارزې جاري ساتي څو چې د پښتنو په خاوره روان وضعیت ته د پای ټکی نه وي کېښودل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب