شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د کورونا په درېیمه څپه کې په خلکو سخت بندیزونه...

ولسمشر غني: د کورونا په درېیمه څپه کې په خلکو سخت بندیزونه نه لګوو

تاند – ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د کورونا د درېیمې څپې له کبله په خلکو سخت بندیزونه نه لګوي.

ښاغلي غني په یوه وېډیوي پیغام کې چې د ارګ له مطبوعاتي دفتره خپور شوی، په خلکو غږ کړی چې د کورونا مهارولو لپاره د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.

نوموړی د کورونا د درېیمې څپې په هکله وايي چې دې څپې د هند غوندې سترو هېوادونو روغتیايي سیستم ننګولی او په وینا یې اوس افغانستان هم د دې ویروس له ګواښ سره مخامخ دی.

اوسمهال دا ویروس په افغانستان کې د سخت او چټک خپرېدو په حال کې دی او له کبله یې یو شمېر روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخامخ دي.

ولسمشر غني له نړیوال بانک او د واکسینو د تدارکاتو په برخه کې له چین او نورو هېوادونو سره د خبرو یادونه هم کړې.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت له خپلې بودیجې هم د واکسین اخیستلو په لټه کې دی.

ولسمشر غني داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د روغتیا وزارت د کورونا د مخنیوي په خاطر په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اونیو لپاره تحصیلي او تعلیمي مرکزونه رخصت اعلان کړي او د یوې اونۍ په مخه په پلازمېنه کابل کې د ودونو تالارونه تړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب