شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېاوربند ته دې رسېدو یو معقول وړاندیز

اوربند ته دې رسېدو یو معقول وړاندیز

صدیق الله مروت || 

له کوم وخته چې د سولې خبرې پیل شوي، افغانان د یو معناداره اوربند په تمه دي، تر اوسه د ولس دغې معقولې غوښتنې ته لبیک نه دی ویل شوی، په داسې حال کې چې اوس تر هر بل وخت ډېر د اوربند ټینګښت اړین بلل کېږي دا ځکه چې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې خونړۍ جګړې زور اخیستی او هره ورځ د افغانانو په کورونو د ویر ټغر خپور دی.

د افغانستان حکومت تل له طالبانو غوښتي چې تلپاتی اوربند وکړي خو د مقابل لوري له وارمخکې شرطونو، چې د ۷ زره طالب بندیانو خلاصون او له تور لېست څخه د طالب چارواکو ایستل دي، مخامخ شوي دي.طالبان سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو ښه لار د دوحې تړون بولي او د همدې هوکړې پر پلې کېدو ټینګار کوي، خو د روانې جګړې ماهیت ته په کتو یوازې بین الافغاني مذاکرات کولای شي چې د سولې روان بهیر له ثبات سره مخ کړي، ښه به دا وي چې دواړه افغان لوري، حکومت او طالبان په خپلو کې سره جوړه وکړي، همهاله اوربند اعلان او ورسره جوخت د طالب بندیانو د خلاصون چارې د یو منل شوي میکانیزم له مخې پیل کړي.

که څه هم هغه هوکړه چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې، د اوربند تینګښت پکې یو اصل دی، خو ښه به دا وي چې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا له وساطت او فشار پرته افغانان خپلو کې سره جوړه وکړي او یو د بل غوښتنو ته د یوې منظمې هوکړې له مخې رسېدنه وکړي، تر څو د سولې روان بهیر خوشبویه رنګ خپل کړي او سولې ته د رسېدو لپاره د ولس مړاوې غوټۍ وغوړېږي.

البته د افغانستان د جګړې بیروني ابعادو ته په کتو د نړیوالې ټولنې، سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر نقش سترګې نه شوو پټولی، له همدې امله د یو داسې درې اړخیزې هوکړې ضرورت دی چې ماهیت یې په ټوله معنا افغاني وي، واک یې د افغانانو یعني افغان حکومت او طالبانو په لاس کې وي خو درېمګړی چې نړیواله ټولنه ورسره د سیمې او ګاونډ هېوادونه دي د څارونکي په توګه شامل وي. 

1 COMMENT

  1. ما ویل څه وړاندیز دی چه معقول به وی. متاسفانه وړاندیز می نه ولید. معقول خو پریږده.
    مروت سیب ستاسو لیکنه نیم تاریخی واقعات ثبتول بللی سو خو وړاندیز نه. په ساده پښتو کی درخواست هم ورته ویلی سو او هم زاری کول.
    په اکادمیک دنیا کی معقول وړاندیز هغه دی چه محتوی یی نوی وی او ښه په دلیل سره لیکل سوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب