شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغان، پاکستاني او چینايي چارواکو ناسته؛ افغانستان کې د زور له...

د افغان، پاکستاني او چینايي چارواکو ناسته؛ افغانستان کې د زور له لارې د هېڅ حکومت ملاتړ نه کوو

تاند — د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او چینايي سیال وانګ یي سره په ویډیویي ناسته کې چې پرون پنجشنبه/ د جوزا ۱۲مه/ ترسره شوه په افغانستان کې پر روان وضعیت او د افغان سولې بهیر په هکله خبرې وکړې.

دا ناسته د دغو درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزو بحثونو څلورمه ناسته وه.

له دې درې اړخیزې ناستې وروسته درې واړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې بې ثباتي ټوله سیمه اغېزمنولی شي او د اوسنیو ننګونو د ختمولو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

د اعلامیې له مخې درې واړو هېوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او بشپړ اوربند غوښتنه وکړه. دوی وویل د اوربند په ټینګښت سره به د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.

د افغان، چینايي او پاکستاني چارواکو په خبره چې دوی په افغانستان کې د زور له لارې د هېڅ حکومت د راتلو ملاتړ نه کوي، او ټولنې او عام ژوند ته د طالبانو د ورستنېدو لپاره باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۵۱۳ شمېره قرارداد باید پلی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې د بهرنیو چارو وزیرانو په یاده درې اړخیزه ناسته کې چین او پاکستان د افغان سولې خبرو کوربتوب ته چمتووالی وښود.

په دې اعلامیه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره راغلي چې نړیوال ځواکونه باید په مسؤلانه توګه افغانستان پرېږدي.

د اعلامیې له مخې سره له دې چې د پوځیانو وتل به د سولې په بهیر اغیز پرېباسي، خو د افغانانو لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي.

چین او پاکستان همدا راز له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخولو ته ژمنتیا هم ښودلې ده.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب