«ځان سره دننه پوهېږو، چې څوک زموږ پر معنوي ژوندانه پام ساتي»
هارولد کلمپ
ژوندي ګلان، دفاعي انسانان! – محمد انور وفا سمندر
۱
دفاع د ډارنو کار!
د غبرګولي ۲۸ مه
سهار دی. نوی ورځ ده. نوی حقیقت دی. نوی زه یم. نوی ژوند دی: «سترګې مې ستا شه! خوله ستا، غوږونه ستا، د زړه درزا ستا،
نوم ستا، ذکر ستا، آراده ستا او زه ستا!»
زړه له تازه ویناوالې موسیقۍ ډک دی. دا د سپینو ادبیاتو کور دی. دلته د حقیقت وږمه چلېږي.
دلته هرڅه خدایي، پاک او سپېڅلي دي.
دلته حقیقت هومره لوی، هومره پرېمانه، هومره کامل، او هومره قدیمي، اوسنی او راتلونکی دی، چې دغه ړنده ژبه یې سندره نشي غږولای.
دا انساني عقل دغو کارونو ته نه رسېږي. یوازې وایم به: «لویه خدایه، څنګه چې ستا اراده وي. څنګه چې ته غواړې، څنګه چې وایې، څه شی چې ته را ته خوښوې…»
ووېرېدم، چې قضاوتګر ذهن زړه را زندۍ نه کړي.
ځکه حقیقت پر بیان اوچت دی، لکه ژوند چې دی، لکه نن سهار چې دی، لکه زه چې یم، لکه یو یو وجود چې دی، لکه یو یو ګل او یو یو مرغه چې دی!
چې نه زه وم، نه فکر، نه خیال؛ بیا نو ژوند وه!
خبرې مې ودرولې، حتا د حقیقت په اړه هم نور نه غږېدم.
ځکه چې زه ژوندی وم، شاوخوا ژوند وه او ژوند په هېڅ شعر او تابلو او تعریف کې نه ځاېده.
ژوند پر هرڅه وراوړي. ځکه ژوند ذهن کې نه ځاېږي.
ذهن وړوکی کړم. نور بې فکره، بې چرته، بې خیاله د ځمکې پر مخ روان یم. هیڅ شی نه وینم؛ ځکه چې ژوند شته، خبرې او تبصرې د قدرت او د شهرت د بازار مسي، برنجي، نقره یي او طلایي سکې دي…
اوس نو د کابل پوهنتون سهېلي دیوال مخې سره ولاړو ګلبوټو له څنګه په درځ روان یم.
ګلان خپل کار کوي او زه خپل کار! زما کار د ورځني پلان جوړول او تر ټولو ګټور دریځ نیول او د ګټو تر جغ لاندې فکر، وینا او عمل کول دي.
او تر ټولو مهم: د نورو ځوابول، له نورو ځان ساتل، د نورو د خبرو او حرکاتو په وړاندې د ځان دفاع کول!!!
خو ګلان: ګلان د ژوند او حقیقت جلا جلا څېرې دي. اه، حقیقت څه سمسور بڼ دی! که قسم وکړم، چې پرته له حقیقته بل هیڅ نه شته! نو دا زموږ فقیر ذهن به څه وایي!؟ دا ابدي ملنګ او ابدي سوالګر دی او په هیڅ نه پوهېږي. خورجین یې په ساتل شویو فکرونو او اخلاقو ډکه کړې.
ساده ګلان او مومیایي انسانان
ګلان ساده دي. ژوندي دي. نه ژبه لري، نه ادبیات، نه کتابونه، نه مکتبونه، نه زیارتونه، نه موزیمونه او نه تاریخونه؛
خو انسان په دومره ګاڼه کې مړ پروت دی. انسان دغو تاریخ تیر محصولاتو زندۍ کړی. په انسان باندې د مومیایي شویو فراعنه وو کانه شوې. دغه انسان یو زوړ قضاوت دی. یوه زړه فیصله ده. او یوه تته، ورکه او هغه هم د زړه په کوم کنج کې ویده خاطره.
انسان اشغال شوی. انسان یا فرد کې خپله برخه کمه ده. فرد زوړ فکر، زوړ قضاوت، زړه فیصله او زوړ دود دی. فرد د زړو زمانو دفاع ده. هغه ښامار را ته نېږدې ښکاري، چې میندو به وېل، هیرو غرو کې اوسي، سترګې یې د یاقوتو دي، ګیډه یې په لاجوردو ډکه ده، ښاپیرۍ یې خوړلې او خوله یې په ژوندي اوره ډکه ده.
دا لوی انساني هجوم
«چې ورته ځیر شوم هر سړی تنها وو
هسې د لېرې نه هجوم ښکاري.»
زه د وګړو ترمنځ «یو» یم! ته یو یې. هغه یو دی. خدای یو دی. خدای د یوه یوه وګړي دی.
وګړي یو یو او راز راز دي. اندونه باورونه بېل بېل، فکرونه او دریځونه بېل بېل، اخلاق او رنګونه، نژادونه بېل بېل!…
ګلان هم بېل بېل. څېرې، ډولونه، نوعیتونه او نومونه یو شان خو هر یو یې بېل بېل دی.
ګلان په خپل جوهر سره خپله ساتنه کوي. د ګلانو خپل جوهر د هغوی دفاع ده.
خو وګړي په ذهنو، حواسو، غرایزو، روانونو کې پېچل شوي.
وګړي په دفاع اخته دي.
وګړو د ژوند واقعیت برخې برخې کړی، پولې او دیوالونه، سرحدونه او کورنۍ او نړیوالې پولې، د انسانانو پرمختللی کار دی.
نړۍ د خپلواکو الهي سپرغیو ګلستان دی. هېڅوک د بل تکرار نه دی. ګلان ښایي په دې اخلاقو راویښ شوي وي، ځکه یو بل نه خوري، یو بل نه قطعه کوي او یو بل اضافي نه بولي. ځانونه د یوه او بل په غوښو نه چاغوي؛ نه زیاتوي نه لویوي.
ګلان په وړوکی ځان لوی دی؛ ځکه ګل یوازې ګل دی. ګل خپل ذاتي جوهر او اصلي څيره ده.
ګلان د یو بل نقد نه کوي. په بل نظر نه ورکوي، قضاوت نه کړي، شکایت یې هم نه دی زده، ځکه نو ګل د خپل ذات معنا ده.
انسانان داسې دي یا داسې وو! خو د فکرونو-باورنو جال داسې کړي.
انسانانو له نورو «ښه» او «بد» زده کړي، ځکه د لرغونو «ښو» په خاطر ژوندي «بد» له مینځه وړي.
موږ زړې پوهې خراب کړو. زاړه قضاوتونه زموږ له لارې عمل کوي.
موږ د هغه ځان او هویت په دفاع اخته یو، چې زړو زمانو، زړو انګیرنو او اندونو باورنو جوړ کړی.
موږ هویت نه لرو، هویت راکړل شوی.
موږ ژوند نه لرو، ژوند مو زړو عادتونو ته وقف شوی.
موږ خورو، څښو، وېدیږو، خبرې کوو، ګرځو راګرځو، تاریخ جوړو، عکسونه اخلو، مجسمو کې ودرېږو؛
خو ژوند نه کوو؛ ژوند د عتیقه مقدساتو په زیارت باندې مینجاور تیروو.
ژوندي ګلان، دفاعي انسانان!
۲
ژوند شته. موږ یو. هستي شته. نړۍ شته؛ خو زموږ ذهن او حواس په ژوندیو انسانانو او ژوندي طبیعت کې، یوازې «ښه» او «بد» ویني؛ «ژوند» نه وي!
ژوند زموږ ورکه ده! ځکه حقیقت را نه ورک دی.
ژوند د حقیقت څېره ده. ژوند د حقیقت کلمه ده. ژوند د حقیقت شعر او ترانه ده.
نړۍ زموږ تر لیدو کتو لاندې روا او ناروا شوې.
ژوند ټول روا دی. ناروا زموږ هوسونو زېږولې. ناروا زموږ ظلم دی. ناروا موږ جوړه کړې.
ناروا زموږ د وجود تصویر دی، چې سیوری یې په نورو څېرو وینو؛ ځکه موږ له نورو ځانونه ساتو. دا مو مقدسه دفاع ده.
دفاع زموږ ډار جوړه کړې، ډار مو را ښیي، چې څه غلا را نه شوې، چې «زه» غل یم.
ځکه ګلان یوه ورځ ژوند کوي او ټول ژوند همدا یوه ورځ، یو ساعت یوه شېبه اوسېدل دي.
موږ کلونه کلونه، ځانونه په پنسلین او ویټامین بي کامپلیکسو ساتو، یا هندو ته کښېنو، یا بل پیسه خور ته، چې څه دم راباندې واچوي، له بلاوو، مرضونو، فقر، او هره څېره کې پټ دښمن څخه مو وساتي.
روزل شوي انساني ذهن ته نړۍ د راکړې ورکړې بازار بریښي.
زه وګړي سوداګر ګڼم او د یو بل شکولو مسابقه هم په کش کې وینم!
ذهن او حافظې راته یو عالم کارونه ساتلي!
را چاپېره دنیا راته د جګړو وچه ښکاري.
زه په ملکي جامو کې پټ جنګیالی یم.
څوک به په ټوپک او په سوټي سموم، څوک په قلم، څوک په خبره او څوک هم د سترګو په آشارو او بدني حرکاتو!(او ځانوژونه؛ خو بدې ورځې ته شته، چې شته)!
یو وایي، فلانی ارمانجن تللی!
بل د مور او پلار په سر قسم کړی او وهل، ټکول، وژل او ورانول کوي.
وژلی هم څوک لري کنه؛ هغه د پلرو او نیکونو په هدیرو کسم کوي، چې د «هغه» آرمان به پوره کوي!
که توپ او ټوپک را سره وي؛ نو سرپه نه کوو!
که توپې او الوتکې او لېرې ویشتونکې وسلې نه وې، بیا کلاشینکوف خو آرزانه پیدا کېږي!
آه، زړه ته نه را لوېږي، چې یوه وژونکي دې، ژوند کړی وي!!!
زړه ته نه را لوېږي، چې یو وګړی دی، ژوند په ټول خوند او رنګ او عطرو سره تجربه کړي او بیا دې د بل د وژلو اراده او عمل تر سره کړي!!!
ژوند الهي تجربه ده. ژوند د ژوندو کار دی، او ځکه نو وژونکی له ژونده وتی غوښن ماشین دی، چې د زمانې سره او شنه او…رنګه پېریان یې د وینې په توېولو کې اسیر ساتي.
دا څه ډول ژوند او څه ډول دریځ دی؟
موږ دفاعي انسانان یو. کوشش کوو، په لومړني فرصت کې د بل ځواب ووایو. هر یو دفاعي مورچل یو. هره کورنۍ ځانله مورچله، ځانله دفاع او ځانله جګړه مخته وړي او نورو نسلونو ته دود پرېږدې. داسې دی کلی، قوم او وطن او جهان!
دفاعي حالت موږ پر ځان را چورلوي. دفاعي فکر او اخلاق موږ له شاوخوا ژوندي چاپېریاله را جلا کوي.
دفاعي دریځ زموږ ذهني، حسي، جسمي او بالاخره روحي ځواک را خوري.
دا ډول وضعیت موږ هره شېبه وژني، هره شېبه مو وجود را کموي، هره شېبه زموږ په وجود کې یو انتحار تر سره کېږي.
څومره مو زړه غواړي، چې پر یو چا زړه تش کړو! څومره دې ته شېبې شمېرو، چې هغه بل سپک کړو، ذلیل یې کړو او سترګې یې ورټیټې کړو!
زورور کار مو دادی، چې بل مات کړو. بل له مخې لېرې کړو، بل وغموو، وژړوو او بل له وطنو ورک کړو!!!
دفاع مهمه ده که زړه؟ ځان وساتو که په خدای تعالی یې وسپارو؟
غر او دیوال، سیند او اور، برلین دیوال او چین دیوال ښه دی، که په ټوله خدایي هستۍ زړه بایلل؟
دفاع وکړو که زړه ورکړو؟ ځان وساتو که زړه په ټول ژوند او هستۍ خرڅ کړو؟
په خپل وضعیت کې بت پاتې شو، که په ټوله هستۍ او نیستۍ کې خواره او سمسور شو؟
آیا د خدای په وړاندې دفاع شته؟ زور شته؟ مقاومت شته؟ او لوی قوت شته؟؟؟
زما نیمايي برخه
بیا هم زه، بیا هم پوهنتون، بیا هم د ګلانو خپلواک رنګونه او خویونه او اخلاق!
هلته وګوره: هیرویني دی. شپه یې په ګلانو کې پټه تېره کړې. واه، دا سړی را باندې ولګېده: اوس به سره وګوروو!
«وبخښئ!»
«څه خبره نه ده؛ تاسو وبخښئ!»
خوشحاله شوم، چې شخړه مې ورسره ونه کړه!
ځان سره بیا لګیا شوم. نه پوهېدم وړاندې لاړ شم که بېرته په څټ راوګرځم، ځکه انتحاري ځای او سړی نه ګوري. خارجیان له وتلو سره سره بیا هم دادي په سړکونو تېرېږي.
ځان سره مې وخندل، اخر د ځان سودا را سره وه.
ویره هم عجیبه وبا ده. یو ځل چې د یوه مشر عقل په زور زړه او ذهن ته در دننه شوه، بیا د شېبه ژوند کولو ته نه پرېږدي.
راوګرځېدم، خو زړه مې څټ ته ګلانو پسې کتل. ګلان چېرې نه تلل. هغوی همدلته په هرڅه پوره وه.
پوه شوم، چې ښایي زموږ بنیادمانو د دومره حرکتونو علت، زموږ نیمګړتیا او نیمایي حالت وي!
ښایي زه به نیم وم، او دومره به خپله نیمه برخه پسې منډې وهم.
رښتیا پوره شی، نور څه غواړي!؟ پوره پوره دی. پوره هماغه لرغونی «یو» دی. او یو په هرڅه پوره دی. یو، ځان نه ساتي، ځکه پوره دی. پوره شی، او یو شی، هیڅکله نه کمېږي.
نو دفاع د څه لپاره؟ دفاع د چا لپاره؟ ولې دفاع؟ ولې جګړه؟ ولې مخالفت او ولې داسې وچکالۍ وهلي او نفرتونو مسموم کړي زوړنه!؟
زړه مې وه هغه سړي پسې ور وګرځم، غېږ کې ونیسم، مچ یې کړم، پخلا یې کړم، خو بې زړه وم، نیم وم، زړه نه وه راسره، وېرېدم او شرمېدم ما وېل چې عاشق نشې، همداسې ټول عمر نیم، نیمګړی په دفاع کې تېروې.
هو په دې ورځ مې خبرې همدومره وکولې؛ که خدای تعالی غوښتي وه، بیا به دا زه وم، دا تاسې وئ، او دا زموږ او تاسو نه لېدلې برخې او تیارې سمڅې!
لویه خدایه!
زړه ته مې څراغ را، زړه ته اراده، ذهن ته فکر، خولې ته خبرې!
او خبرې مې د ذهن او نفس له خیرو سپینې لرې.
برکت یوسئ