شاه محمود هوتک،
اصفهان کې د شاهينشاه په توګه په تخت کېناست
۳۳مه برخه
استادشهسوار سنګروال
کله چې صفوي شاه حسين، شاه محمود په غېږ کې ونيو او ښکل يې کړ، ده هم لکه د پلار په څېر د هغه درناوی وکړ او بيا هرڅوک په خپلو ټاکلو ځايونو کېناستل.
له دې وروسته شاه محمود هوتک له يو شمېر بهرنيو دېپلوماټانو سره هم وليدل. لومړی د فرانسې ژوزف يادوو چې افغان ټولواک ورته ډاډ ورکړ، چې دی به د هغه هېواد ګټې ژغوري او خوندي کوي به يې.
ټولواک بيا خپل يو تن سپه سالار امان الله سلطان ته سپارښتنه وکړه چې له خپلو درې زره (۳۰۰۰) سپرو سره لاړ شي او د اصفهان وګړو ته مرسته ورسوي.
«د لارنس» د څرګندونو له مخې کله چې شاه محمود هوتک د ايران د پاچاهۍ تاج په سر کېښود نو بيا يې خپلو پوځونو ته وويل چې د فرح اباد نه غلې دانې د اصفهان ښار ته يوسي چې خلک د ولږې له ګواښ نه وژغوري.
له هغه وروسته شاه محمود هوتک د ايران دغه شهينشاه د اصفهان په لور وخوځېد او د يوه ځانګړي پوځي پرېټ له مخې چې دافغانستان او ايران لوړ رتبه چارواکي، د ايران پخوانی شهينشاه شاه حسين، د ايران صدراعظم سطان محمد قلي خان، افغان قاضي قضات ملا زعفران، د پوځ مشران او ګڼ شمېر درباريان ور سره وو پلازمېنې ته په لاره چې په ډېره دبدبه د خلکو لخوا بدرګه کېده لږ موده وروسته د ښار دروازې ته ورسېد.
له دغه ځايه دغه ټوله لاره ان د شاه محمود تر ماڼۍ پورې په ورېښمينو غاليو ښکلې شوې وه او بيا افغان شهينشاه د ايران په تخت کېناست.
د شاه حسين زوی طهماسب چې ازربايجان ته تښتېدلی وه د شيعه مذهبو ملايانو په ملاتړ يې يو ستر پاڅون په «قزوين» کې پيل کړ او بيا يې يو شمېر افغان پوځيان په دار وځړول.
د سړې هوا له بابته د عبدالعزيزخان زوی مير اشرف او د پوځ مشر امان الله خان اصفهان ته پر شا شول.
په هر حال هوتکي شاه محمود درې کاله د ايران شهينشاه وه. (۱۷۲۲ – ۱۷۲۵ ز) په سر کې د اصفهان وګړي له نوموړي نه ډېر خوشاله ول. په ځانګړي ډول کله چې خلک د ولږې له ګواښ سره مخ وه ده په سمه توګه ټولو ته لومړني توکي ووېشل.
نوموړي په درې کالو کې ډېر څه زده کړل. ايراني چارواکو او کاروپوهانو هم اداري چارې په سمه توګه سرته رسولې او ده هم د هغوی د کړو وړو څارنه کوله چې د ايران وګړي و نه ځوروي.
شاه محمود غلجی که څه هم ځوان وه، ولې د ښه ذهن او اند څښتن وه .لکه د ده په اړه «لارنس» کښلي دي چې شاه محمود غلجی د سليم عقل څښتن وه چې ده په يوه نابلده چاپېريال کې د حکومت چارې سمبال کړې او هم يې د ايران مامورين په کار وګمارل.
ولې سره د هغې هم يو شمېر پخوانيو سردارانو او د ايران سيمه ييزو واکمنو خپلې ګټې خوندي نه ليدلې، دوی کوښښ کاوه چې د طهماسب په مشرۍ ځانونه پياوړي کړي.
د ايران په شمال کې روسانو او په لوېديځ کې عثماني ترکانو هم له دې پېښو نه ګټه واخسته يو د بل پسې يو شمېر سيمې لاندې کړې.
شاه محمود هوتک هم په دې پوه شو چې د ايران د ننه او بهر د ده حکومت ته يو ګواښ موجود دی نو بيا يې د ايران مرکزي، جنوبي او ختيځې سيمې د خپلو ځواکونو په مټ پياوړې کړې د ايران کومې سيمې چې د ده تر واک لاندې وې هلته عدالت تينګ و او وګړي هم ترې ډېر خوشاله ول. خو دا چې ولې يو ناڅاپه د غلجي شاه محمود حالت خراب شو څو لاملونه يې د پام وړ دي:
۱- په قزوين کې د ګڼ شمېر افغان جنګياليو مرګ ژوبلې ده ته سخت ټکان ور کړ او لا کله چې يې امان الله خان وليد سخت ټپي شوی دی، فکر يې وکړ چې د ده دښمنان لا اوس هم پياوړي دي.
٢-شاه محمود چې په ايرانيانو کوم باور کړی وه هغه هم سم و نه خوت ځکه کوم ايرانيان چې د امان الله په جنګياليو کې ول دوی د قزوين وګړو ته خبر ورکړ چې ډېری افغانان د طهماسب پسې لېږل شوي دي، چې هغه وځپي او يو څه نور د شاه اشرف سره تهران ته استول شوي دي. نوبيا چې د قزوين خلکو يوازې زر (۱۰۰۰) تنه وليدل، پوه شو چې دوی اوس بريالي دي.
همداسې وشول د قزوين وګړو څلور سوه افغانان جنګيالي د يو ناڅاپي بريد له کبله ووژل.
۳- د عثماني ترکانو او روسانو (رومانوف پتر کبير ۱۶۸۹ – ۱۷۲۵) ګواښ يوه بله اندېښنه وه چې دی يې نا ارامه کړی وه.
که څه هم د روسانو سفير «اوراموف» له شاه محمود هوتک سره وليدل، خو عثماني ترکيې بيا هم په ۱۷۲۴ کال د جولای په ۸ نېټه د ايران د وېش تړون له روسانو سره لاسليک کړ.
عثماني ترکانو همدان ونيو او مخ په تبرېز را روان شول. ولې کوم تړون چې په ۱۷۲۳ کال روسانو له طهماسب سره لاسليک کړی وه شاه محمود هوتک ته ځکه د اندېښنې وړ وه چې د شاه حسين زوی ورسره منلی وه، چې د ده په وړاندې به د روسانو د مرستې په بدل کې يو شمېر سيمې روسيې ته ورکوي چې موږ ګيلان، مازندران، ګرګان او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.
۴- يو د بل پسې اندېښنې دومره زر مينځته راغلې، چې شاه محمود يې د ايران په خلکو بې باوره کړ او لا کله چې دا خبره تر غوږ شوه چې د محمد قلي خان ورور هم د قزوين په پاڅون کې لاس درلود، لا ډېر خپه شو. د دغه ستونزو د حل لپاره ۴۰ ورځې په اعتکاف کې پاتې شو نه يې څه خوړل نه يې څښل او نه يې چا سره خبرې کولې په دې سره هم د ده روغتيا خرابه شوه.
۵- همدا راز داسې رپوټونه يې هم ترلاسه کړي ول چې يو شمېر افغان جنګياليو له عام ولس سره ښه چلند نه دی کړی. نوموړي ته داسې خبر هم ورسېده چې ايران نه کندهار ته په لاره خزانه لوټ شوې ده. له دې نه ستونزمنه خبره دا چې محمود د «يزد» له وګړو نه د کسات په موخه په ۱۷۲۴ کال هلته لاړ، ولې سخته ماته يې وخوړه او د پوځ مشرانو دغه پړه په محمود ور واچوله.
۶- د امان الله خان او د مير اشرف خوابدي دا يو بل ګواښ وه چې شاه محمود يې ډېر خوابدی کړ. که څه هم نوموړي، دغه دواړه بېرته پخلا هم کړل ولې کومې غوښتنې چې مير اشرف لرلې هغه ټولې پخپل ځای وې. همدا ډول د نصرالله مړينه د شاه محمود لپاره يوه بله ستره خواشيني وه چې د ده ستونزې يې لا زياتې کړې.
۷- د لارنس د وينا له مخې يوه ايراني شاه محمود ته وويل چې ميرزا صفي د شاه حسين دويم زوی تښتېدلی دی. ايران واکمن شاه محمود امر وکړ چې د شاهي کورنۍ ټول غړي له مينځه يوسي.
يوازې د شاه حسين دوه واړه زامن چې هغو هم د خپل پلار په غېږ کې پناه واخسته ژوندي پاتې شول او شاه محمود چې دا پېښه په خپلو سترګو وليده ډېر وشرمېد. ولې بيا هم لسګونه تنه د سلطنتي کورنۍ غړي په دغه پېښه کې ووژل شول.
کروسنسکې چې دغه مهال په اصفهان کې وو، کښلي دي چې دغې پېښې د شاه محمود هوتک په اعصابو لا ډېره بده اغېزه وکړه ان تر دې چې د طبيبانو کوښښونو هم کومه ګټه، نوموړي ته و نه رسوله.
ارمني کشيشانو په ډېرو پرتمينو دودونو د هغه دود له مخې چې په ايران کې د انجيل د تلاوت په اړه چې لېونيان به پرې روغېدل، شاه محمود ته دعا وکړه او دم يې کړ، ولې کومه ګټه يې و نکړه، دا ځکه چې د محمود ناروغي دې کچې ته ورسېده چې نور افغانان پرې شرمېدل.
پدغه وخت کې مير اشرف په زندان کې و. افغانانو چې وليدل هره ورځ د ايران حالات کړکېچن کېږي په ځانګړي ډول، کله چې سيد علي خان هزاره د طهماسب د ځواکونو له لاسه ماته وخوړه. نو بيا پرېکړه په دې شوه چې امان الله خان لاړ شي او شاه اشرف له بنده آزاد کړي.
د ده له ازادېدو وروسته شاه محمود درې ورځې نور هم ژوندی وه او بيا په ۲۶ کلنۍ کې ومړ.
په ايران کې، د شاه محمود تېروتنې او پرمختګونه
شاه محمود هوتک د خپل پلار په څېر يو زړور جنګيالی او اوښيار انسان وو،او کروسنسکي چې د کاتوليکې کليسا پيرو وو، او ډېر څه يې په خپلو سترګو ليدلي دي، دی په «تاريخچه سياح» کې چې په استانبول کې خپور شوی دی د محمود په اړه کښلي دي:
«تر هغې چې شاه محمود په دماغي ناروغۍ نه وه، اخته شوی يو معتدل، ارام او خوشاله انسان وه، تل به يې هر سهار له خپلو ځواکونو سره غېږه نيوله او سپورت به يې کاوو. د خپلو سرتېرو ليدنه به يې کوله، له ايرانيانو سره يې ښه چلن درلود، د هر ايراني په څنګ کې يې يو افغان وګماره چې په حکومتي چارو بلد شي.
کروسنسکي چې د شاه محمود هوتک معاصر وه، وړاندې ليکي: کله چې نوموړی په دماغي ناروغۍ اخته شو، نه يوازې ايراني خپه کړل، بلکې افغان چارواکي هم له ده څخه ډېر خوابدي شول.
د ناروغۍ په مهال به يې چغې وهلې ان خپلې غوښې به يې په غاښونو چيچلې او دومره کمزوری شوی وو، چې په بدن کې يوازې د هډوکو باره ښکارېده او بس.
د ده او د ده د پلار تر مينځ يو مهم توپير د دوی د واک په مهال، يو دا وه چې پلار يې په (۸) اته کلنۍ واکمنۍ کې خپل مينځي جګړې له مينځه يووړې، د ميرويس نيکه په حکومت کې داسې کومه لويه پېښه و نه شوه چې بيا افغان ولس، د يو پلار اولاده
پخپلو کې ووېشي.
ولې د شاه محمود د واک په مهال د افغانانو تر مينځ يو ځل بيا خپل مينځي جګړه پيل شوه او د هوتک شاه محود يوه لويه تېروتنه دا وه چې د خپل سيال اسدالله خان سر يې د صفوي پاچا اسمعيل دربار ته واستوو چې ګنې خپل ځواکونه هرات ته واستوي.
که څه هم انګېرنه داسې ده چې د محمود موخه هم دا وه چې د ايراني چارواکو پام هغه لور ته واړوي. چې د ده ځواکونه د سيستان له لارې اصفهان ته ورسېږي.
ميرويس نيکه او شاه محمود دواوړ پخپلو حکومتي چارو کې د افغانستان نور قومونه لکه بلوچ، هزاره، ازبک او پښتانه شريک کړي ول، خو ميرويس نيکه کوښښ وکړ چې لومړی د کندهار پلازمېنه ټينګه کړي او بيا ورورو خپل واک نورو سيمو ته وغځوي .ولې شاه محمود په ډېره بېړه پرته له دې چې کندهار پياوړی کړي ايران ته يې مخه کړه، نو ځکه خو بيجن سلطان لکزي د ملک جعفر خان سلطاني په ملاتړ بغاوت وکړ.
ځواڼ پاچا شاه محمود هوتک ته که څّه هم د پلار تجربه په ميراث ورپاتې وه، ولې بيا هم د ځوانۍ په نېشه مست افغان واکمن مخ په ايران وخوځېد.
افغان ځواکونو په ډېره مېړانه اصفهان ونيو، ولې څنګه چې شاه محمود تر شا کوم تازه دمه ځواک نه درلود نو ځکه خو د ده ستونزې زياتې شوې او د دې لامل دا وه چې دی پخپله اصفهان کې پاتې شو او خپله اصلي پلازمېنه يې هېره کړه.
که چېرې دی په کندهار کې وای او يا د ده کوم باوری اوښيار ځای ناستی، نو بيا به يې نوي جنګيالي ور لېږلي ول،که څه هم هغه مهال داسې وو، چې کوم واکمن به په کوم بهرني هېواد بريد کاوه، نو پخپله سلطان او يا پاچا به د پوځونو مشري په غاړه درلوده.
خو هغه وخت ايراني واکمن چې په افغانستان بريد کاوه پخپله له ځواکونو سره افغانستان ته نه راته، بلکې پخپله پلازمېنه کې به ناست وه او حکم به يې چلوه. د مثال پډول کله چې شاه محمود هوتک وغوښته، چې په ۱۷۲۴ کال د ايران لوديځ ته مخه کړي، او کوم ګواښ چې د عثماني دولت لخوا د ده واکمنۍ ته متوجه دی له مينځه يوسي، چې همداسې هم وشول.
ولې بيا هم د ده د ځواکونو کمزوري،
ده ته څرګنده شوه چې شمال او لوېديځ ته د روسانو او ترکانو ګواښ په شاه نه شي تمبولی، نو ځکه خو يې له مير اشرف او امان الله خان څخه هيله وکړه چې له کندهار نه بېرته اصفهان ته را ستانه شي.
د شاه محمود هوتک يوه بله تېروتنه دا هم وه چې حکومتي تشکيلاتو ته يې کلکه پاملرنه ونه کړه. لومړی اړينه وه چې د نظام ټينګښت ته يې پام اړولی وای او بيا يې د داسې يوه پياوړي نظام د چپه کولو خيال کړی وی چې څو پېړۍ په ايران کې واکمن وه، که څه هم د ميرويس نيکه او شاه محمود هوتک د واک په مهال د ايران په واکمنۍ کې ستر بدلون مينځته راغلی وه. هغه دا چې شاه حسين صفوي يو عياش او بېکاره سړی وه او درباريان يې هم په خپلو ناوړه کړو وړو کې دومره بوخت وه چې شاه محمود په يوولس (۱۱) زرو کسانو چې هغه هم ګڼ شمېر يې د ډېرې تودوخې له امله د «لوت» په دښت کې مړه شوي ول اصفهان ونيو.
«په ۱۷۰۱ ز کال صفوي شاه حسين په خپل حرمسرای کې دومره ښکلې او ښايسته نجونې د عياشۍ لپاره را ټولې کړې وې چې په تاريخ کې لږ ساری لري، او هغه کلونه د ايران په تاريخ کې د ښځو په نوم ياد شوي دي.»([1])
د شاه محمود هوتک اړيکې چې په ايران کې له يو شمېر دېپلوماتانو سره ټينګې کړې، يو پرمختګ په هند کې د انګرېزانو د ختيځې کمپنۍ پلاوي وو، چې افغان پلاوي سره وليدل، پدې ډاډه شول چې په سيمه کې د دوی ګټې تر ګواښ لاندې ندي.
«د غلجي شاه محمود حکومت د ايرانيانو لپاره ځکه د هيښتيا او حيرانتيا وړ وه، چې په يو نا بلده چاپېريال کې د صفوي حکومت په چارو ځان ډېر زر بلد کړ او د ايران په حکومت کې د پخواني فساد مخه ونيوله.»([2])
کروسينسکي هم په دې اړه کاږلي دي چې شاه محمود د خپلو اداري او حکومتي چارو د ودې او پرمختګ لپاره يوه شرعي اداره جوړه کړه او له خپلو کسانو يې يو دېوان بېګي وټاکه، چې ډېر اوښيار انسان وه… شاه محمود به تل دا خبره کوله، چا چې له خپل هېواد او پاچا سره خيانت کړی، هغه لما سره هم خيانت کولی شي.
ولې د شاه محمود د دغو ښېګڼو په څنګ کې ځنې بدګڼې هم وې، چې په دغه لړ کې موږ هغه ماليه يادولی شو، چې د اصفهان خلکو ته يې ډېر زيانونه واړول.
يو شمېر وګړي له دې بابته هم له نوموړي څخه ډېر خوابدي شول چې د ماليې دغه دروند پېټی په خپلو اوږو څنګه پورته کړي؟
شاه محمود د ۲۲ کالو په عمر د داسې لوی ټولواکمنۍ تاج په سر کېښود، چې نه يې تجربه درلوده او نه د کوم منظم ځواک څښتن وه.
لا کله چې نوموړي ګڼ شمېر درباريان او د شاهي کورنۍ غړي او يو څه قزلباشان ووژل، د اصفهان د خلکو وېره دومره ډېره شوې وه، چې څوک له ډاره بېرون نشو وتلی.
د اصفهان وګړي په دغه وخت کې يو ځل بيا د ولږې له ګواښ سره مخ شول. که څه هم نصرالله زرتشتي د شاه محمود په سپارښتنه د خپلو درې زره سپرو سره د ايران شمالي سيمو ته لاړ او پنځوس زره په خوړو بار اوښان يې پلازمېنې ته راورسول.
ولې شاه محمود او پلويانو يې او ان ايرانيانو، په داسې تېروتنو لاس پورې کړ، په ځانګړي ډول په اصفهان کې د وينو تويول چې د نوموړي په ګټورو هڅو يې سيوری وغوړوو.
د پام وړ خبره خو دا وه چې له شمال او ختيځ نه يو شمېر سني مذهبه چې شمېر يې څلور زرو شاوخوا ته رسېده هم اصفهان ته را ننوتل او همدلته ودان شول.
څنګه چې د شاه اسمعيل صفوي له مهال نه د شيعه ډلو کرکه د سوني مذهبو په وړاندې دومره ډېره وه چې ان دوی يې مسلمانان نه ګڼل. د دوی راتګ هم د اصفهان وګړي هک پک کړل.
يو شمېر افغان سرتېري چې خپلو کورنيو پسې خپه شوي ول دوی هم وغوښتل، چې د خپلوانو د ليدلو لپاره کندهار ته لاړ شي .ولې شاه محمود وېره لرله چې دا کار به په اصفهان کې مېشتو افغانانو ته زيان ورسوي، نوځکه خو يې امر وکړ چې د دغو کسانو کورنۍ دې اصفهان ته ولېږدول شي.
د نصرالله زرتشتي زامن هم له يو شمېر افغانانو سره سيستان ته لاړل او د دوه سوه تنو په شاوخوا کې د بېلابېلو قومونو مشران يې له ځان سره اصفهان ته را وستل.
له کندهار نه هم لومړي کاروان چې دېرش (۳۰) زره اوښان وو ګڼ شمېر افغان کډوال يې اصفهان ته را ورسول. په وروستي کاروان کې هم ډېرې کډې اصفهان ته راغلې چې په دغه کاروان کې د شاه محمود هوتک مور هم وه.
ولې د شاه محمود تېروتنه بيا هم هغه وه چې ده د يوه منظم حکومت بنسټ کېنښود، لکه څنګه چې بهلول لودي او سوري شېرشاه په هندوستان کې د پښتنو دواک لپاره لومړی يو منظم دولت جوړ کړ او بيا يې ګڼ شمېر افغانان له افغانستان نه هند ته وغوښتل. ..
ولې له بده مرغه کوم افغانان چې ايران او هند ته لاړل او بېرته را ستانه نشول ټولو خپله ژبه له لاسه ورکړه او ان د پښتنو کلتور يې هم زيانمن کړ.
د شاه محمود يو نوی جنرال چې د نصرالله زرتشتي له مړينې وروسته د هغه د پوځ مشر ټاکل شوی وه، يو اوښيار او زړور جنګيالی وه. نوموړي چې کله شېراز ونيو له هغو اوسېدونکو سره يې ډېره مرسته وکړه او د ولږې له ګواښ نه يې وژغورل.
د شاه محمود هوتک په اړه ټول تاريخپوهان او څېړونکي په يوه خوله دي، هغه دا چې دی يو پاک او سپېڅلی انسان وه، عياشي يې نه خوښېده، له همغې يوې مېرمنې سره تر پايه پاتې شو، په لومړي سر کې يو عادل انسان وه، له ظلم نه يې کرکه لرله. خو د عمل او عکسل العمل په پايله کې ورته ډېرې ستونزې پيدا شوې.
يوه ورځ يوه ارمني سوداګر ورته د غلو له لاسه شکايت وکړ، له هند نه اصفهان ته په لاره يې ډېر قېمتي توکي لکه جواهرات او الماس غلو ترې لوټ کړل. شاه محمود هماغه جنرال زبردست خان ته وکښل چې د سوداګر توکي بايد ډېر ژر پيدا شي او بيا ور وسپارل شي.
نوموړي قومندان ورته ورک شوي توکي په ډېره بېړه او اوښيارۍ ترلاسه کړل او سوداګر ته يې تسليم کړل.
په هر حال شاه محمود هوتک د پرمختګونو او تېروتنو سره سره د ايران يو شمېر مهم ښارونه د خپلې واکمنۍ په لنډه موده کې تر واک لاندې راوستل، چې موږ شيراز، کاشان، ګل پايګان او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.
د مخه مو وويل چې شاه محمود هوتک د يو شمېر ستونزو له کبله نور د دې جوګه نه وه چې خپل واک ته دوام ورکړي، نو ځکه شاه اشرف په ۱۷۲۵ کال د اپرېل په دوه ويشتمه (۲۲) نېټه د ده ځای ناستی شو.
[1] – The histoty of revolution in Iran. P 120 – 121
[2] – لارنس لاکهارت ۲۲۰ مخ.