د نوي تعلیمي کال پیل کېدو ته صرف څو ورځې پاتې دي او ټوله توجه دې ته ده چې طالبان به له معارف سره څه وکړي.
طالبانو په خپل لومړي حکومت کې د نجونو مکتبونه بند کړي وو چې هم یې د افغانستان په خلکو باندې او هم یې په دنیا کې د افغانستان په شهرت باندې ډېر بد اثر درلود. دا خو لا په ځای پرېږده چې د طالبانو د نه رسمیت پېژندلو تر ټولو لوی لامل همدا د نجونو د مکتبونو بندول وو. فکر کېده چې هغه ترخه تجربه به طالبانو یاده وي او دا ځل به د نجونو ښوونځي پرانیزي خو متاسفانه دا ځل یې هم د نجونو د لیسې او متوسطې دورې د ښوونځيو په پرانیستلو کې شش و پنج وکړ چې بیا هم هغه زړه کیسه تکرار شوه او یوه نتیجه یې دا وه چې هم په داخل او هم دنیا کې په طالبانو باندې بې باوري زیاته شوه.
اوس خو ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې پسرلي ته به د نجونو لیسې پرانیستل شي. امېد دی چې طالبان به په خپله خبره ودرېږي.
خو په دې لیکنه کې زما اصلي مطلب د ښوونځيو په کار کې د خلکو په برخه باندې خبرې دي.
خلکو او خصوصا پلرونو ته پکار ده چې په راتلونکو ورځو کې د نجونو د زده کړو موضوع ته پوره پام واړوي او یوازې په ګیلو ماڼو بسنه ونه کړي. طالب او بل هر څوک چې حکومت کوي، په نهایت کې د خلکو تر اثر لاندې راځي او د خلکو غوښتنو ته پام کوي. په همدې تېرو شلو کلونو کې هم چې په کوم ځای کې پلرونو او کورنیو غیرت کړی دی، طالبانو د نجونو له معارف سره له مخالفته لاس اخیستی دی. مثال یې د غزني ولایت دی. په دې ولایت کې چې هر چېرته هزاره وروڼه اوسېدل، هلته طالبان ونه توانېدل چې د نجونو د مکتبونو مخه ونیسي خو چې چېرته پښتانه اوسېدل، هلته یې د نجونو د مکتبونو مخه ونیولای شوه. دا ځکه چې په هزاره سیمو کې خلک د معارف په اهمیت ښه پوهېدل او دې ته حاضر نه وو چې د خپل اولاد آینده تباه وویني، خو برعکس، د غزني په پښتني سیمو کې د اولاد د آیندې په برخه کې حساسیت کم و چې په نتیجه کې یې طالبانو هم د نجونو مکتبونه ورته بند کړل او په دغه ولایت کې د پوره یو نسل پښتنو نجونو آینده تباه شوه.
پخوانو متل کړی دی چې که د سهار ورک ماښام کور ته راشي، ورک یې مه ګڼه. اوس هم سر وخت دی. دري کې هم متل دی چې وایي کب که هر وخت له اوبو وباسې، تازه دی او دا هم مشهوره خبره ده چې تېر په هېره. له همدې پیل کېدونکي پسرلي باید د نجونو د تعلیم په برخه کې خلک جدي شي او نور نو د خپل اولاد آینده تباه نه کړي. زما یقین دی چې که خلک جدي شي، طالبان به هم له مخالفته لاس واخلي او نجونې به د علم د حاصلولو اجازه ومومي.
ځينې کسان استدلال کوي چې طالبان په استبدادي طریقه چلېږي او د خلکو خوښې ته نه ګوري نو دوی ته ټینګدل بې فایدې خبره ده. زما په اند دغه استدلال سم نه دی، ځکه یو خو طالبانو دا نه دي ویلي چې د نجونو معارف ته اجازه نه ورکوو. دوی ان هغه بل ځل هم دا خبره نه کوله، ځکه د نجونو د معارف ښکاره مخالفت د خدای او قرآن او اسلام د مخالفت معنا لري. دوی یقینا دا خبره نه شي کولای. دا ځل هم دوی دا نه دي ویلي چې نجونې د زده کړو اجازه نه لري خو که په هره سیمه کې خلک د نجونو د تعلیم په برخه کې بې پروا شي، نو طالبان به هم بې پروا شي او په هماغه سیمو کې به د جهل په تیارو کې د نجونو د ساتلو جاهلانه دود ادامه ومومي. بدمرغي دا ده چې طالبان اکثره د داسې کورنیو زامن دي چې د نجونو انساني حقونو ته پکې توجه نه کېده او نه کېږي. مطلب دا چې طالبان د خپلو کورنیو عادتونو او رواجونو له مخې دې ته مایل دي چې د نجونو معارف دې بند وي، خو که خلک جدي شي او غیرت وکړي، بیا په یقین سره ویلی شو چې همدا د وروسته پاتې کورني چاپیریال طالب چارواکي به هم د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانیزي.
هیله ده دافغانستان ښځینه وګړی دموسکا په ډول اصلی مشکل ته متوجه سی. په غزنی کی یو وخت په ځینی برخو کی نجونی تر یولس کلنی پوری مکتب ته تلی او طالبانو دهغوی دمکتبو نظارت درلود.
مشکل دپښتنو غیرت دی. اسلام او پښتونوالی دافغانستان په تاریخ کی دښځینه مکتبو لپاره خنډ وو. دا دا معنا لری چی دسیکیولریزم په خاطر ملایان ناراضه او عام خلک دپښتونوالی په خاطر خپلی لوڼی او خوندی په خپل کورنی کلچر باندی لویولی.
هیله ده طالبان ددواړو لپاره ښه ترتیبونه نیولی وی ترڅو نور خلکو ته پلمی پاتی نسی.
ثابت صیب!
طالب د جنګ په وخت کې تل له پښتون سره دښمني کړې که یې قتل کړی هم پښتون یې قتل کړی که یې له تعلیمه هم محرومه کړی پښتون یې محرومه کړی. په دې هیله چې حداقل اوس له پښتون سره دښمنۍ پریږدي. ولسونه د حکومت تابع وي که طالب وغواړي هیڅ پښتون به بې تعلیمه پاتې نه شي. دا بیا جدا خبره ده چې ای اس ای به طالب د پښتون تعلیم ته پریږدي؟