یکشنبه, جون 2, 2024
Home+ننګرهار کې د ۴۱ قلمه تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی شوی

ننګرهار کې د ۴۱ قلمه تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی شوی

تاند:(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) په ‏ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي چې د ۴۱ قلمه تاريخي او فرهنګي اثارو د قاچاق مخه يې نيولې ده.

د طالبانو د ولايتي ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې د دوی امنیتي منسوبينو د ۴۱ قلمه تاریخي، نيمه تاريخي او فرهنګي اثارو د قاچاق مخنه نیولې او د اطلاعاتو فرهنګ رياست ته يې سپارلي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ رئیس قاري نور محمد حنيف وايي، چې په دې اثارو کې د زېړو، سپینو زرو او فلزاتو جوړې پخوانۍ ګاڼې، فلزي نېزې، له مريو جوړې غاړکۍ ، کلتوري جامې او نور بېلابېل اثار شامل دي.

نوموړی وايي، چې دا اثار يې تشريح او ثبت کړل او په پام کې لري، ترڅو سراج العمارت بڼ کې جوړيدونکي موزيم کې يې نندارې ته کيږدي.

د طالبانو له واکمنیدو سره څو ځلې د تاریخي او فرهنګي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړل شوی.

د طالبانو په تېره دوره کې د باميانو د بودا یو شمېر مهم بوتان ونړول شول، چې په دې ورځو کې يې د نړولو له کليزې يادونه کيږي.

طالبانو په خپله اوسنۍ واکمنۍ کې د ملي موزيم دروازې پرانيستي او د ساتنې ژمنه يې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب