سلوبودان سهار وختي پاڅیږي. د نیبوشیڅې په سیمه کې پراخ ځنګله ته ورځي او هلته منډې وهي. د ده عمر به ښایي تر اویاو اوښتی وي خو سره له دې چې سهار سپورټ کوي د ورځې هم ډیر کله زه دی ګورم چې د کور په انګڼ کې بوخت وي للون کوي یا یې د دوه پوړیزه کور له زیرخانې زړې لرګیني یا اوسپنیزې تختې راایستلې وي پرې توش وي. کله میخ پرې ټکوهي، کله میخونه ترې باسي.
سلوبودان د خبرو تږی هم دی. اونۍ ترمنځ کله درې اونۍ وروسته یې زوی ورته راځي. زوی یې په انګریزي پوهیږي. ماته یې ویل چې پلار یې سیاسي بحث خوښوي. په پنځلسم تاریخ زه راځم سره به کینو زه به ستا خبرې ورته وژباړم د ده خبرې به تاته وکړم.
پنځلسمه نیټه شوه. د یکشنبې د ورځې د مازدیګر شپږ بجې وې چې سلوبودان او زوی یې زه چمن ته وروبللم.
سلوبودان د کمونستي رژیم صفت وکړ، ویې ویل:
– هغه مهال به کار لږ و او ډوډۍ بیا ټولو ته رسیده، خو اوس یوه طبقه ډیره شتمنه شوه او بله ډیره خواره
ما ورته وویل:
– لکه څرنګه چې په رپوټونو کې اورم په تیرو نژدې دوو لسیزو کې په چک جمهوریت کې بهرنیو ډیره پانګونه کړې ده نو له لویه سره ستاسو اقتصاد ښه شوی نه دی؟
سلوبودان پیکداره خولۍ له سره لرې کړه بیا یې سروخوځاوه:
– سرمایه به څه کړې چې ستړیا ورسره ډیره شوې او د ژوند خوند تللی
زوی یې وویل:
– زه پیانو غږوم او په کال کې دوه ځله جاپان ته د کنسرت لپاره ځم دومره پیسې پیدا کوم چې بیا مې څو میاشتې بس وي. د کمونستانو په وخت دا ممکنه نه وه چې یو څوک بهر لاړ شي.
سلوبودان سروخوځاوه. زوی یې وخندل او ماته یې مخ راواړاوه:
– پلار مې هروخت دغه خبره کوي چې زموږ په وخت خوند و او زه ورته وایم طبعت همهغه دی که پیسې لږ په خواري موندیږي بیا ښه شيان په بازارونو کې شته نو ولې داسې فکر وکړو چې اوس خوند تللی.
ما ورته وویل:
– انسان د تیرې زمانې ارمان کوي ښه یې په ذهن کې ساتي او بد یې هیروي نو ځکه د تیرې زمانې خوند نه شي هیرولی
د سلوبودان زوی وویل« ما خپل ځواب پیدا کړ». پلار یې ولټید ماته یې لاس پورته کړ او پښو ته یې پروت تور سپي ته اشاره وکړه هغه لکۍ وښوورله. دوی د ځنګله په خوا روان شول او زوی یې په خپل موټر کې رهي شو.
خوند یې وکړ. مننه ښه لیکنه وه.