مصر کې ولسواکي زیندۍ شوه، د ټاکنو په مټ رامنځ ته شوی حکومت نسکور کړای شو، پوځیانو دموکراسي او د خلکو اراده تر خپلو درنو بوټانو لاندې کړه… خو امریکا مصر کې د ولسواکۍ پر جنازه اوښکه تویې نکړه. په داسې حال کې چې له دې وړاندې یې هندوراس او مالي کې پوځي کودتاګانې غندلې او رټلې وې…
د ملګرو ملتو سر منشي هم مصر کې د دموکراسۍ د ماتم پر ټکي خوله چوله نکړای شوه…
سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ددغه پوځي کودتا هر کلی وکړ- د سوریې بشار اسد دغسې هرکلي کې له سعودي اماراتو سره ځان شریک کړ… د عربو پر پسرلې د خزان سیلۍ ګډه شوه…
نژدې درې لسیزې وړاندې الجزایر کې د خلکو له رایې او ارادې سره دغسې چلند هورې د اورپکۍ او خشونت داسې اور بل کړ چې تا ویې ګردې نړۍ ته ورسېد… القاعده ته یې مخه ورکړه…
پوښتنه دا ده چې مصر کې به د پوځ لخوا د خلکو له ارادې سره دغسې چلند ولسواکۍ ته ورمات اسلامپال دې ته ونه پاروي چې پر رایه او دموکراسۍ یې نشي شل کولای – ټوپک او تشدد ټاکونکی دی.
القاعده به یې د یوه نغد پیغام په توګه ونه کاروي… چې ومو لیدل ولسواکي، رایې او ټاکنو له تاسې سره څه وکړل، څه یې درکړل، څه مو تر لاسه کړل…؟ چې مصر کې له اتیا کالو وروسته اخوانیانو خپله سیاسي قبله سمه کړای شوه…
دا اندېښنه څومره پرځای ده، هغه اسلام او اسلامي حکومت چې د ولسواکۍ او خلکو د رایې او ارادې په مټ رامنځ ته شي استبداد او استکبار له هغې وېره لري، ځکه خو د مصري سلفیانو «وهابیانو» مشران د جنرال عبدالفتح السیسي تر شا ولاړ وو.
د آزادۍ څلور لارې د مظاهرو حیرانوونکې بڼه دا وه، چې د نویو ټاکنو او سیاسي بدلانه د غوښتنې پر ځای یې پر پوځ د اقدام غږ کاوه – سیاست او ولسواکۍ کې د سیاسي رژیمونو د بدلانه دا طریقه نه ده، دا سیاسي بدعت نه چې ګنا ده، کبیره ګنا… دا له ولسواکۍ د مخ اړولو ترخه تجربه ده.
مصر پېنځه سوه زره پوځ او اته سوه زره پولیس لري، چې په سیاسي قاموس کې پولیس سټیټ باله شي – دغسې هېوادو کې پوځ د ساتونکي پرځای د خپل ولس د فاتح پر دریځ درېږي، په وار وار خپل هېواد او خلک فتحه کوي، د خپل هېواد او خلکو د فتحه کولو پر بدل کې مارشال او د کابل فاتح شي، تر مرګه یې پر امتیازونو خېټه اچولی شي… پاکستان کې سیاسي حکومتونه له پوځ کله هم روغه ورځ نه ده لیدلې…
تحریر څلور لارې د انقلاب په مټ د راغلي بدلون برخلیک جوت کړ ـ دا چې ولسواکي د سیاسي بهیر او خوځښت له لارې ټولنو کې مثبتو او رغنده بدلونو ته مخه ورکولای شي – د انقلاب پر لار راغلې دموکراسي خپل پایښت نشي خوندي کولای… د محمد مرسي حکومت که څه هم په رایه رامنځ ته شو، خو مخ کې یې انقلاب خنډ پاتې و…
د واک چلولو وړتیا یې او چمتووالی یې نه و، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په پرتله یې د خپل واک پراختیا او انحصار ته لومړیتوب وکړ، له دې ناخبره چې د واک له تر لاسه کولو د واک چلولو ننګونه درنه ده…
په داسې حال کې چې د ترکیې هغه د خدمتونو په وړاندې کولو خپله پښه ټېنګه کړه… د مصر پرمختیاوو وښوده چې ولسونه کار او خدمت غواړي – ایډیالوژي پسې نه ځي، ایډیالوژي حکومتونه او نظامونه نشي ژغورلی ـ د ترکیې هغه ایډیالوژي نه رغنده پالسیو او عامه خدمتونو وژغوره…
له دې څرګندېږي چې ایډیالوژي د حکومتونو او رژیمونو مشروعیت او پایښت نشي خوندي کولای، بلکې خلکو او هېواد ته د خدمت په مټ خپل مشروعیت په زبات رسولی شي – که نه شوروي اتحاد او کمونیزم به ماتې نه وای خوړلې او چین کې به ټینګ نه وای پاتې…
که داسې نه ده، نو بیا امریکا د تورې یاري خوږه ګوري – د تورې یاري درنه تلي – له لاسه اورپکۍ او سخت دريځۍ ته لمن وهي…