پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبد خوشحال قطعات/ اسدالله غضنفر

د خوشحال قطعات/ اسدالله غضنفر

 خوشحال خټک د پښتو تر بل هر کلاسیک شاعر ډېرې قطعې ویلې او ښې یې ویلې دي. هغه موضوعات چې معمولا په قطعو کې بیانېږي، د خوشحال د خوښې موضوعات دي. دغه راز د یو شعري صنف په حیث د قطعو د بیان انداز د خوشحال له خپل طرز او سبک سره تر ډېره حده سمون خوري. همدا وجه ده چې د خوشحال قطعات هم د کمیت او هم د کیفیت له اړخه په پښتو کلاسیک ادب کې اول مقام لري.

د خوشحال بابا په هغه دیوان کې چې سید رسول رسا ترتیب کړی او د ( ارمغان خوشحال ) په نوم په یوزر او څودېرش مخونو کې چاپ شوی دی، قطعات په څلورم ټوک کې راغلي دي. د دغه ټوک په څو اتیا مخونو کې  قطعات دي  او په شاوخوا شل مخونو کې یې د مربع، مخمس، مسدس او ځینو نورو صنفونو شاعري لولو.

 د قطعې صنف له دوو بیتونو رانیولې تر دېرشو او کله نا کله ترپنځوسو بیتونو پورې وي.  د اکثرو قطعو د لومړي بیت مصرعې سره هم قافیه نه وي. دا امکان زیات دی چې په قطعه کې دې  یوازې په یوه موضوع خبرې وشي. د قطعې په صنف کې مثال راوړلو او حکایت کولو ته ډېر تمایل شته. موږ د غزل له ژبې نازکوالی او د قصیدې له ژبې صلابت غواړو خو د قطعې ژبه معمولا خبرو ته ورته وي. د قطعې صنف د پند و حکمت، د سیاسي، اجتماعي نیوکو، د هجوو او د ژوند د ځینو خاطرو د بیان لپاره ډېر کارېدلی دی. ځینې قطعات د حسن و مینې ذکر کوي او یوازې په دې وجه یې غزل نه بولو چې د لومړي بیت لومړۍ دوې مصرعې یې هم قافیه نه وي. د قطعې صنف د هغه شاعر لپاره ډېر واره داره دی چې ریالیزم او د واقعیتونو بیان ته مایل وي.

 خوشحال په کلاسیک ادب کې تر بل هر شاعر ریالیزم ته مایل دی. دی غواړي په اجتماعي حالاتو او واقعیتونو تبصرې او نیوکې وکړي. د ده په قطعاتو کې د پښتنو د اجتماعي ژوند او روحیاتو ډېر اړخونه او رازونه بیانېږي.

  اکثره وګړي ځان ته اجازه ورکوي چې د بل چا په کار کار ولري او د نورو له غیبت کولو خوند واخلي. خوشحال بابا په یوه قطعه کې د خپل وخت د ټولنې په دې کمزورۍ رڼا اچوي او مختلف مثالونه راوړي. دغه مثالونه د هغه وخت د ټولنې داسې باریکۍ راښیي چې د هیڅ مورخ په کتابونو کې یې نه شو موندلای. خوشحال بابا فرمایي چې خلک په هر حالت کې په یو بل پسې خبرې کوي:

 په ځوانۍ کې که تقوا کړې دا به وایي

 له هوسه ووت خاورې یې په سر

په پیرۍ کې که هوس کړې دا به وایي

چې په سپینه ږیره څه کا ګیدي خر

که خوله پټه نیسې، د حیوان او ناپوه په سترګه به درته ګوري او که خوله پرانیزې نو وایي چې: ګړبېږي ماغزه نه لري د سر. که ګټه دې ډېره وي او په ځان یې نه مصرفوې، شوم به دې بولي او چې په نورو یې وېشې: دا به وایي چې د غلا یې دي دا زر. شتمن به قارون باله شي او نېستمن به کم عقل او بدبخت.

  که ښې ښې خبرې وکړې په ځواب کې

 وایي څه حرامزاده دی لنډور

او چې سر کوز اچوې او چا ته ځواب نه ورکوې، نالایق او بې خولې بې ژبې دې ګڼي. چې ډېر توریالی اوسې، لیونی او ناپوه دې بولي او چې احتیاط کوې، د نامرد نوم درکوي.  چې ښکلې جامې اغوندې ، وایي به چې د ښځو خوی کوي او په ساده جامو کې دې ممسک بولي.  سفر کوونکي او ګرځنده سړي ته به حریص وایي او په کور ناست سړی به جینکۍ ورښکاري. که څوک واده نه کوي، د نرښځوکي ټاپه ورباندې لګوي او:

 که واده وکړې بیا دا درباندې وایي

 ازاده ښه نه و؟ شو بلا په سر

 په اخر کې خوشحال وایي چې خدای هم د خلکو له خولو خلاص نه و او د عیسی علیه السلام پلار یې باله او: د عالم له خولې خلاص نه و پیغمبر.

  خوشحال په یوه بله قطعه کې پنځه ویشت ډوله احمقان معرفي کړي دي. دغه قطعه مو نه یوازې د احمقانو په باره کې د ده له تصوره خبروي ، بلکې د هغه وخت د ژوند او ټولنې ځینې اړخونه هم راپيژني:

یو هغه سړی احمق بللی بویه

چې باور کا د غلیم په سوګندونو

بل هغه سړی احمق بللی بویه

 چې پاړو شي د لړمو د مارونو

هغه کسان چې په زړبودن کې د نجونو هوس کوي، چې له ښځو سره جنګونه کوي، چې د خسر کره به اوسي په کالونو، چې سپین وېښته توروي، چې په هر طبیب دارو کا د رنځونو، چې به جنګ وته پریکړی ځي تر ملونو، چې په لباس یا نسب به لویي غواړي، چې په غلام به دا باور کوي چې نه به تښتي، چې اسونه بې ځایه ځغلوي، چې پیران به کښېنوي په خپلو خونو، دا احمقان دي. دغه راز:

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بربنډه کونه لامبي په سیندونو

او بالاخره:

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې غوږ نه کا د خوشحال په دې حرفونو

 د خوشحال  په قطعاتو کې  کله کله عرفاني افکار هم بیانېږي. دی  په دغه درې بیتیزه قطعه کې  د دویم ژوندون د منلو لپاره څومره ښکلی مثال راوړي:

  په بهار کې رنګارنګ تاروګي ګوره

 چې په ګلو راپیدا شي لور د لوره

خودبخود له یوه لوریه راپیدا شي

نه اثر د دوی له پلاره نه له موره

چې دا هسې رنګه حال په سترګو وینې

په دویم ژوندون څه شک کړې زما وروره

د قطعې په صنف کې د حکایت کولو امکان ډېر وي. د خوشحال په قطعاتو کې یو نیم ځای موجز حکایتونه لولو:

 چا په وخت د ځنکدن ووې مجنون ته

 وخت اخر دی په زړه یاد لره خپل خدای

ده وې زړه مې د لیلا په یادو ډک دی

پکې نشته دی د نورو یادو ځای

بهلول په اکثرو اسلامي روایاتو کې د هارون الرشید د وخت د عراق اوسېدونکی دی خو په افغاني روایاتو کې د سلطان محمود غزنوي په وخت کې په غزني کې اوسي. د غزني حکیم ، سنایي یې په پړانګ باندې ناست انځوروٍي چې مار یې په لاسونو کې دی:

 ورهمی گویی که چون بهلول من دیوانه ام

برنشسته برپلنگ و در دو دستت مار کو ؟

  د قیامت په ورځ چې ځمکه سره تبۍ وي ،هغوی چې ډېر څه لري، د سوال ځواب لپاره به  ډېر وخت په دې سره تبۍ ولاړ وي خو بهلول به ووايي: یو بهلول یو یې کچول، او له تبۍ به ټوپ کړي.

 د بهلول په افغاني حکایتونو کې دا هم مشهور دی چې د غزني د ژمي په یوه ډېره سړه شپه کې یوه ساړه تنور ته ورکوز شو او په ایرو کې یې پښې پټې کړې. په سبا یې  سلطان محمود ،چې شپه یې  د سمور د څرمن په توده بړستن کې تېره کړې وه، ورته وویل: شپه دې څنګه تېره شوه؟ بهلول ځواب ورکړ: د تنور شپه هم تېره شوه د سمور شپه هم تېره شوه.

خوشحال همدې روایت ته په یوه قطعه کې اشاره کړې ده:

 د پادشاه د ژمي شپه وه په سمور کې

لیوني کړه درسته شپه په دوهه تېره

چې محنت په سړي راشي هسې تېر شي

د راحت ساعت هم نه کا مېشته ډېره

نواب محبت خان چې تر خوشحال خټک یو سلو څو کاله وروسته اوسېده، همدې حکایت ته په یوه بیت کې اشاره کړې ده:

 د ګدای تېره په سر د تناره شوه

 که دې تېره شوه منعمه په بړستن شپه

قطعه د اخلاقي درسونو لپاره ډېر مناسب صنف دی. خوشحال فرمایي:

 ما تازه ګلونه ولیده په باغ کې

 همګي په رنګ و بوی سره زیبا

ما وې تاسې غوندې هسې ښه ګلونه

له دې هسې تورو خاورو نه پیدا ؟

وې یې هر چې خپسر خاورې کا خوشحاله

مرتبه به بهه بیا مومي تر دا

خوشحال چې د ژوند شاعر دی، د پښتو تر بل هر شاعر یې د ژوند ښکلاوې او خوندونه ډېر یاد کړي دي. زه چې د ماشومتوب په کلونو کې په کندز کې اوسېدم، د پسرلي په موسم کې به یوه نیمه ورځ صحرا ته ووتو او هلته به مې  له دې خوند اخیست چې په لوړو وخېژم د شاوخوا ننداره وکړم او په شېلو کې په وښو کې ورغړم. خوشحال همدې خوند ته هم پام شوي دي، په یوه قطعه کې فرمايي:

 د صحرا ښه دي دوه توکه

یوه ژوره دویم لوړه

په لوړه ننداره کړه

په ژوره کې یې رغړه

دی د فطرت په نعمتونو کې د جنتي انتخاب نسخه راکوي:

په جهان کې د زړه غوره دي درې توکه

یو بل هم ورسره شته دی څلورم

یو ښه حسن بل ښه ځای دریم یې بوی دی

بیا سړې اوبه چې زړه شي پرې خرم

فریدې سیفي یوه ورځ په روحي مړاویتوب باندې راډیویي خپرونه جوړوله. ما ورته د خوشحال یوه قطعه ورکړه چې پکې ځای یې کړي. وروسته یې راته وویل چې د ډاکترانو په شمول د مختلفو اورېدونکو خوښه شوه او له غم سره د مقابلې نسخه یې وبلله. هغه قطعه دا ده:

غم په زړه کې بد غلیم دی

څو توانېږې خواروه یې

یا تېره توره راواخله

خو چې وي همواروه یې

یا غمخوار چېرته پیدا کړه

ورته کښېنه ښکاروه یې

یا فریاد، فریاد ، فریاد کړه

ژاړه تار په تاروه یې

یا خوشحال غوندې زړه راوړه

ځای یې کړه انباروه یې

قطعې د وګړیو د ستاینو او غندنو لپاره ډېرې کارېدلې دي. خوشحال له قطعاتو څخه د زامنو ، قام او اورنګزیب باچا د غندلو لپاره استفاده کړې ده. غندنې یې کله کله نېغې او د ذم په بڼه دي او کله بیا د طنز جامه لري. په یوه قطعه کې فرمايي:

 وخت د اورنګشاه دی

د هر چا تسپې په لاس دي

خدای ځنې خبر دی

په اخلاص که په لباس دي

په یوه قطعه کې د خټک سړي طنزي انځور داسې باسي:

 خټک چې په اس سپور شي

 درَسته وتړي په کونه

 شمله د دستار پرېږدي

 په تندي کې اوږده پلنه

 سایه د شملې ګوري

 د خپل آس په ترپوونه

په پښتو ادب کې که د پاسني تصویر په اندازه روښانه او ژوندي تصویرونه لټوو، بیا به هم مجبور یو چې د خوشحال د دیوان پاڼې پسې واړوو. د ده د یوې بلې قطعې د تصویر ننداره به هم وکړو:

  په سر دې سور سالو دی

 هم دې ګوَره سره لمن

 په سر سره سور اور ځې

 لکه ګل د لاله تن

د خوشحال خټک قطعات د ده د ژوند د تجربو، د تخیل، د ادبي کره کتنې،  د هجوو، د ښځو په باره کې د ځینو تبصرو، اخلاقي درسونو، د ځینو پیښو د رپورټ، سیاسي – اجتماعي انتقادونو، عرفاني فکرونو او ځینو طبي نظریو لویه خزانه ده.

د ژوند په باره کې به مو ممکن دومره اثرناکه او معناداره خبره کله نه وي اورېدلې:

 عمر ډېر و، عقل لږ و

 عمر لږ شو عقل ډېر شو

 یو ژوندون و په جهان کې

 په دا شان سره تېر بېر شو

 د ځوانۍ عمر خوشحاله

 خوب و، ولیده شو، تېر شو

خوشحال مو په خپلو قطعاتو کې یونیم ځای له خپلو طبي تجربو هم  خبروي. دی فرمایي:

چې سبا سبا اوبه څښي د انارو

زه حیران یم چې هغه سړی په څه مري

که له مرګه چاره نشته وبه مرینه

باور وکړه په زحمت خو به ونه مري

ما یو وخت د خوشحال خټک په یوې څلوریزې باندې د خپلې مقالې په پای کې لیکلي وو چې :(خوشحال خټک شاوخوا شپاړلس سوه څلوریزې لري ، د ده که یوازې څلوریزې راپاتې وای، بیا به هم د پښتو خورا لوی شاعر و.) دغه خبره یې د قطعاتو په باره کې هم کوم او په ډاډ سره وایم چې د خوشحال بابا یوازې قطعات هم کولای شي چې ده ته د پښتو د خورا لوی شاعر مقام ورکړي.

 د قطعې د صنف په باره کې زموږ عام تصور نیمګړی دی. مونږ ممکن ګومان وکړو چې د قطعې په اول بیت کې دواړه مصرعې هم قافیه نه وي او تر اخره پکې یوه موضوع وي خو ټولې قطعې داسې نه دي. د ځینو قطعو لومړی بیت د غزل غوندې هم قافیه مصرعې لري او په یوه قطعه کې ممکن تر یوې زیات موضوعات بیان شوي وي. په ځینو قطعو کې شاعر خپل نوم یادوي اوپه  ځینوکې یې نه یادوي. د خوشحال ځینې قطعات د هغه قصیدو ته ورته دي او یوازینی توپیر یې دا وي چې په لومړي بیت کې یې دواړه مصرعې هم قافیه نه وي. د ده یوه نیمه قطعه تر پنځوس بیتونو اوړي. ځينې نور قطعات یې له څلوریزو یوازې په وزن کې فرق لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب