ژباړن: غضنفر ||
كله چې د روم امپراطور كنستانتين مسيحيت ومانۀ ،د كليسا موسسه د امپراطورۍ يوه برخه وګرځېده او عيسوي روحانيونو د تېرې زمانې له اثراتو څخه د ټولنې د را ايستلو په نيت، په پوره شوق او ولوله، د ټولو هغو دودونو، رواجونو او آدابو د ختمولو كوښښ وكړ چې دوى ته د كفر د زمانې يادګارونه ښكارېدل.
په دې سلسله كې د عمومي حمامونو دود ته هم صدمه ورسېده، ځكه دا شى د كافرو روميانو يادګار ګڼل كېدۀ، د هغو خلكوچې د عيسويت مخالف وو او روحانيونو د هغوى د كلتور د نۀ ادامې لپاره تبليغات كول.
عيسوي روحانيونو د انسان بدن د ګناهونو كور او فنا كېدونكى شى بالۀ. دوى د بدن په پاكېدو بې باوره خو د روح په تطهير او تذكيې باورمن وو. دوى به تبليغ كاوۀ چې بنيادم بايد د بلې دنيا سفر ته ځان چمتو او د سفر توښه يې برابره كړي.
ورو ورو داسې فكر عام شو چې كه څوك ځان خيرن ساتي نو ګويا د تقوا څښتن دى او په دې توګه ورو ورو د ځان وينځلو او حمام كولو ته د مسیحي ايمان خاوندانو په ښه سترګه ونۀ كتل. د كليسا مقاماتو به په هغو كسانو بد ويل چې په حمام كې يې ډېر وخت تېراوۀ خو په كليسا كې لږ.
د كليسا د غندنو او مخالفتونو نتيجه دا راووته چې پاكي د ګناه او د شهواني شوق يوه نخښه وګرځېده. ناپاك او خيرن حالت وقدرول شو، ارزښت وبلل شو او نۀ يوازې د معنويت منبع بلكې د جراثيمو په مقابل كې د ډال او سپر په سترګه ورته وكتل شو.
د اروپا په ډېرو سړو وطنونو كې عادي خلكو ته دا سخته او په اقتصادي لحاظ مشكله وه چې د ځان د وينځلو لپاره اوبه تودې كړي. نو كله چې به د يوې كورنۍ غړيو د ځانونو د وينځلو پروګرام جوړ كړ، په ټب كې به يې تودې اوبۀ واچولې او اول كس به د كورنۍ مشر و چې ټب ته به ورغى. بيا به د كورنۍ د نورو غړيو نوبت وو. وروستى كس به د كورنۍ ماشوم و چې د ټب په هماغه اوبو كې وينځل كېدۀ. تر دې وخته به د ټب اوبۀ بې حده ناولې شوې وې. د ټولنې تر ګردو بېوزلې طبقه د بزګرانو وه. د دوى لپاره حمام كول د هوس او تجمل كار و او په ژوند كې يې ډېر لږ دا وس او امكان پيدا كاوۀ چې حمام وكړي.
ځينو مورخانو ليكلي دي چې بزګرانو په كال كې دوه ځله ځان وينځۀ. ځينو نورو ليكلي دي چې د بزګرو مخ د باران له څاڅكو پرته نور په عمر كې اوبۀ نۀ ليدلې. يو شمېر نورو ويلي دي چې د بزګر بدن په عمر كې درې ځله اوبۀ ليدلې. يو د زوكړې په وخت، بل د وادۀ په ورځ او دريم چې وبه مړ. د دغو دريو وينځنو مقصد هم تر ډېره حده د رواجونو او شعايرو تر سره كول وو، نه د ځان پاكول.
د پاكۍ او نظافت په اړه نظر په هره طبقه كې بېل و. د اشرافو دا عادت و چې تر ډوډۍ وروسته او وړاندې لاسونه ووينځي. خو جالبه دا ده چې انګرېزانو دا كار نۀ كاوۀ. دوى به د لاس له وينځلو پرته په ډوډۍ كېناستل. څرنګه چې د هغه وخت په اروپا كې د ځان وينځل عام عادت نۀ و نو شتمنو به زېرجامې اغوستې او عطرونه به يې استعمالول چې د بدن د بد بويي مخه ونيسي.
خو له دې حال سره سره ، كله چې صليبيان د بيت المقدس د نيولو لپاره فلسطين ته لاړل او عرب يې وليدل چې پاكۍ او ځان وينځلو ته يې خاصه توجه كوله، نو په اروپايانو كې هم د نظافت په اړه نوي فكرونه پيدا شول. په ختيځ كې صليبي فاتحان له ګرمو، ارام بخښونكو، معطرو حمامونو سره عادت شول او د غه كلچر يې اروپا ته ورسره يووړ.
تاودۀ، معطر حمامونه وار په وار د اروپا د شواليه وو په طبعه ولګېدل او حمام كول ورته د مود او فيشن حيثيت پيدا كړ. شواليه وو د لومړي ځل لپاره لرګين ټبونه جوړ كړل. دغه ټبونه به له تودو اوبو ډك وو. داسې هم كېدل چې شواليه به په ټب كې و چې مېمله به يې راغى. دۀ به مېلمه ومانۀ خو له ټبه ورته نۀ راپاڅېدۀ، د پردې له شا به يې خبرې ورسره كولې.
د وخت په تېرېدو سره استحمام د شواليه توب په آدابو او دودونو كې مهم ځاى پيدا كړ. كله چې به يوۀ ځوان ته د شواليه رتبه وركول كېده، دى له څو پړاوونو تېرېدۀ او د تېر ژوند له شرارتونو د پاكېدو لپاره به يې تشريفاتي غسل كاوۀ.
خو له دې سره سره ، د ځان وينځلو په خلاف د كليسا مخالفت ادامه ومونده، ځلكه د عيسوي روحانيونو په نظر، ځان وينځل د مسلمانانو او غير مسيحي خلكو رواج و. كله چې مسلمانه اسپانيا عيسايي ځواكونو ونيوله نو فاتحانو له مسلمانانو او يهودو وغوښتل چې يا عيسايت ومني او يا اسپانيا پرېږدي. دغه وخت ځينې مسلمانان د ځان د ژغورلو په نيت په ظاهره مسيحيان شول. د كليسا مقاماتو د داسې كسانو د حقيقت د معلومولو لپاره د هغوى څار پيل كړ او هره جمعه به يې كتل چې ايا ځان خو يې نه دى وينځلى؟ كه به وليدل شول چې ځان وينځي يا يې ځان وينځلى دى، جزا وركول كېده.
البته د وخت تېرېدو او د وبا او طاعون بيا بيا خپرېدو د نظافت او استحمام په اړه نظر بدل كړ.
له بلې خوا د طب علم ثابته كړه چې اوبۀ مضرې نۀ دي بلكې د ډېرو ناروغيو شفا ورسره كېږي. د نظافت او روغتيا په اړه نوي شعور خلك وپوهول چې نظافت د وباوو او ساري ناروغيو په مخنيوي كې مرسته كوي. نو خلكو د بدن د پاك ساتلو لپاره له صابون او نورو شيانو استفاده پيل كړه او ځينې چينې د خپلو اوبو د روغتيايي خاصيت په خاطر مشهورې شوې.