پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeکلتورخاطرهد سریکوټ په غره کې/ محمد نعمان دوست

د سریکوټ په غره کې/ محمد نعمان دوست

 سریکوټ هریپور کې یوه غرنۍ سیمه وه. د دې ځای ډیری کورنۍ مشواڼي پښتانه دي. دلته په ونو پوښلي دوه لوړ غرونه وو او په منځ کې یې نری قیر سړک تېر و چې آن تر تربیله ډیمه غځېدلی دی. د غرونو په سرونو هم کورونه وو او چې کله به یې د شپې برقونه روښانه شول، نو حیران به شوو، ځکه موږ له داسې ملک نه راغلي وو چې هلته ډیری ښارونو کې هم چا بریښنا، نه وه لیدلې. ګروپونو غرونو ته نوره ښکلا هم ورکړې وه، د شپې له خوا چې به د غرونو سرونو او ډډو کې بل شول، لکه له اسمانه چې سم نیمايي ستوري راښکته شوي وي. د دې سیمې خلکو په رڼا ګانو کې ژوند کړی و. جګړه یې یوازې په کیسو کې اورېدلې وه، په ژوند یې نه وه تجربه کړې، ځکه خو بې زړه وو.

هغه مهال د هند او پاکستان د جګړې ګونګسې وې او دا ګونګسې هر کورته رسېدلې وې. خلک ویریدل او داسې یې انګیرله چې دواړو هیوادونو ترمنځ به خونړۍ جګړه پیل شي او بیا به، د دې جګړې اورونه د رڼا ګانو تر دغه غرني کلي هم را ورسیږي. د سریکوټ د غره د رڼا ګانو ننداره زما لپاره زړه پورې وه، هره شپه به مې لیدله او جالبه خو راته ځکه وه چې زموږ یوه مشر ویل: په کابل کې به د دهمزنګ غر هم، د شپې همداسې رڼا وه.

ما به د مهاجرت په دور کې د دغه غره په ننداره د خپل وطن مینه ماتوله. د سریکوټ خلکو به خپل غنم د وړه کولو لپاره زموږ کیمپ ته راوړل. یو سپین ږیری چې دوه ماشومان ور سره وو، په خره یې بوجۍ بار کړې وه او د اوړو ماشین ته یې راوړه. هغه ویل: له سریکوټ نه راغلی یم، لاره ډیره ده. خیر دی نوبت ما ته راکړئ.

له دې خبرې سره مې ذهن کې د غره په اړه پوښتنې راهسکې شوې. ما، ویل: بابا! دا څو شپې کیږي، غر تیاره وي. ولې برقونه خراب شوي؟ بابا د غنمو ډک سطل د ماشین کجاوې ته په ورته شي کې خالي کړ او بیا یې ویل: بچی، له هند سره جګړه کېدونکې ده.جګړه تباهي ده. په هندوانو ظالمانو څه اتبار دی، هسې نه دا کورونه را له میرات کړي. د روژې مبارکه میاشت وه، ورځې اوږدې او تودې وې.مشرانو سره د روژه ماتې په مهال خبرې نه کېدې.

روح افزا شربتونه به سطلونو کې جوړ وو او د مړیو په ځای به ګیلاسونه ډیر خولې ته پورته کېدل. موږ ماشومان به یې د روژه ماتې په مهال دسترخوان ته نږدې نه پریښودو، کټونو کې به ناست وو او د خپلو کوروالاوو د خوراک او څښاک ننداره به مو کوله، لکه مسابقه چې وي، ګیلاسونو او د شړومبو کاشغو به دمه نه وهله. په یوه لاس به یې پکي وهل او په بل لاس به یې خوراک او څښاک کاوه. په همداسې ورځو کې یو میلمه راغی، میلمه زما د ترور زوی و.تازه له کابله راغلی و او کاناډا ته یې د تګ اراده وه.

کابلی میلمه د هریپور ګرمۍ په تنګ کړ، د هغه د خوشحالۍ لپاره زه،زما دوه مشران وروڼه او څه نور دوستان سریکوټ غره ته روان شوو. پلان داسې و چې سیل به وکړو او روژه به ښه تېره شي. ترپالي سوزوکي موټر ته پورته شوو، د غرونو منځ کې روان وو. یو خوا غر او بله خوا خوړونه و چې ځای ځای پکې د باران اوبه ډنډ ولاړې وې.

موټر مو د سړک په غاړه یوې ښکلې او اواره سیمه کې ودراوه. دلته د ډبرو او وښو له منځه قدرتي اوبه را خوټېدې. ځان سره مو لوکاټ ( یو ډول تازه میوه) وړې وه، زه اخوا دیخوا ګرځېدم او مشرانو په تیږه اچولو ځانونه بوخت کړي وو. دلته نږدې کورونه نه وو، له مخامخ غره به یوازې کله کله د اوزو نري غږونه اوریدل کیدل. ماښام نږدې شو، د غرونو منځ و، تروږمۍ شوه. خو د اذان غږ نه راته، شاید نږدې جومات نه و.

یو چا ساعت ته وکتل او بیا زموږ له ډلې یوه اذان وکړ. همدې وخت کې یو خړ رنګه کوچنی سوزوکي موټر پر سړک تېر شو. موږ په لمانځه ودرېدو. سوزوکي بیرته راغی او له موږ لږ وړاندې ودرېده. په لمانځه کې مې د قلبي حضور ریاضت پوخ نه و. سترګو لاندې مې دریدلي موټر ته کتل. یو تن موټر کې پاتې شو. یوه د تیږې شاته کمین ونیوه او تومانچه یې موږ ته برابر کړه او بل موږ سره د لمانځه په صف کې ودرېده. لمونځ خلاص شو او بیا موږ سره په جمعه کې ولاړ سړي، خپلو ملګرو ته غږ کړ: یاره،دا سوچه مسلمانان دي! دې خبرې په تعجب کې کړو، یوه پوښتنه وکړه.

دې سړی خپل کارټ ښکاره کړ،د کومې امنیتي ادارې غړی و او ویل یې: داسې راپورونه دي چې مهاجر ګاډو کې راځي او دلته کې د شپې په تیارو کې غلاګانې کوي، زموږ په تاسو شک و، خو چې تاسو په جمعه لمونځ کوئ، نو خپل شک باندې پښېمانه شوو او معافي غواړو.

موټر ته پورته شول او له سترګو پناه شول. هغوی لمونځ د مسلمانۍ لپاره لوی ثبوت ګڼه او دا ورته دومره ثقه ثبوت و چې د تالاشي کولو او پوښتنو ګریږونو ته یې هم زړه ښه نه کړ. اوس چې کله په جومات کې چاودنه وشي او یا په لمانځه ولاړو کسانو باندې ډزې وشې او بیا دا هم د جهاد په نوم وشي، نو له ځانه پوښتنه کوم: دوی به د مسلمانۍ لپاره کوم ثبوت غواړي؟؟؟

محمد نعمان دوست، جلال اباد ۱۳۹۲ د چنګاښ ۲۵مه، ( ګرداب ورځپاڼه)

1 COMMENT

  1. قدرمن او عزتمند ورور دوست صاحب
    عزتمنده محمد نعمان دوست زما سره هغه الفاظ نشته چه د قدردانی لپاره یی در ته ډالی کړم دومر وایه الله و وساته په قلم مو برکت شه تاسی هغه معیار ته اشاره کړی چه واقعا د یوه مومین د پیژندګلوی لپاره کافی ده الله د موژ واقعی مسلمانان جوړکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب