دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعبې هویته بدماشي /عصمت قانع

بې هویته بدماشي /عصمت قانع

په کندهار کې یو وخت د نامیانو او پایلوچانو کلچر زور واخیست. ښه نامي هغه وو، چې په لښته به ټینګ وو، چې درجن د انارو لمدې لښتې به دې پرې ماتې کړې ده به اخ نه ویل.

د بنګ حبیب الله زمانه وه، د دیراوت د بنګو کیسې وې، د بالاکرز د قیوم خان اوازې وې، د کرز د یارمحمد خان خرخښې وې او د کُلک، سولغی، کلچ آباد، زنګاوات…. د نامیانو ځوانمردانو او ټینګانو مجلسونه او صفتونه وو، چې تمام به یې ندرلود.

د پایلوچانو مخصوص رفتار او ځانګړی دستار د چا د استعمال د وس خبره نه وه. څوک چې به نامي وو، هغه به د پښو تر بجلکو پورې اوږده شمله پرېښوده او د پایلوچانو مخصوص خرامان رفتار یې کولای شو. که به څوک نامي نه وو او هغه به د نامیتوب له مخصوص یونیفورم څخه استفاده کوله او یا به یې د پایلوچانو ځانګړی رفتار کاوه، نو فوراً به چلېنج کېدلو او د یو چا لخوا به ورته ویل کېدل چې راشه راسره معلومه یې کړه، په کوم زور باندې داسې واز او دراز روان یې؟

د کندهار په نوروز شاه برج کې همداسې یوه کس چې د نامیتوب تومنه یې نه درلوده؛ اما د نامیتوب او پایلوچۍ اکټونه او تمثیل یې کاوه چلېنج شو.

د کوڅې دوو تنو نامیانو ترې وغوښتل، چې سکروټه په ورغوي باندې ایره کړي، د نوروزو شاه برج رشید خان سکروټه پر ورغوي باندې ایره نه کړه او نه یې د ورغوي تڼاکه اوبه شوه، هماغه وو، چې د ځوانمردانو په خولو کې یې د ګیدړ لقب ورته راوټوکېد، چې بیا تر ډېرو پورې د رشید له نامه سره تړلی وو.

ـ کوم رشید؟ ولې هغه ګیدړ رشید!

په پایلوچانو او ځوانمردانو پورې غزلې جوړې شوې، سندرې جوړې شوې، د ستایلو او توصیف لپاره یې مخصوص ادبیات تخلیق شول.

په هغه وخت کې موسیقي چندانې نه وه ډېره، خو بیا هم په پایلوچانو پورې جوړې شوې سندرې به د ټایپ په کېسټ کې ثبتېدلې او د ۵۰۳ ډوله ټیپ ریکارډر په وسیله به غږېدلې.

د هغه وخت یوه سندره زما اوس هم په یاد ده، چې سر یې داسې وو:

صفت کومه د نامیانو

د کندهار د محبسیانو

که غوږ پر ونیسئ یارانو

صفت کومه د نامیانو

***

د بالاکرز قیوم سرزوره دی

یارمحمد خان له لویه کوره دی

د دیراوت نبو غښتلی دی

ماته معلوم دی ما لیدلی دی

دغه ډول سندرې به د ځوانمردانو او پایلوچانو په محافلو کې ویل کېدلې او چا چې به د ځوانمردۍ خواص او مقاومت نه درلود هغه د ځوانمردۍ او پایلوچۍ په خانو او کوډونو باندې هم کار نه درلود.

پر غریب او کمزوري انسان لاس پورته کېدل د ګیدړ خوی وو، د ښځې له څنګه غلا پیغور وو، د حکومتي مالونو غلا هم د ګیدړ خوی وو، ځکه د حکومت مال ته یې د بیت المال مال ویل او بیت المال ته په درنه سترګه کتل نامیتوب، ځوانمردي او نارینتوب وو.

د جوماتونو چړیان او طالبان ملایان او اخندزاده ګان هم د پایلوچۍ له ګزند او تاوان څخه خوندي وو، ځکه دغه طبقه بې ازاره او نا سیاله طبقه بلل کېدله.

خو اوس پایلوچي او ځوانمردۍ هم په لچکۍ او لچرۍ بدله شوې ده. په کابل کې د پخواني کاکه فرهنګ د اخلاقي معیارونو پرخلاف یو ډول لچک، لوېدلي او نا ځوانه اعمال دود شوي دي.

بدماشان چې ځانته کاکه ګان وایي یا ماشومان تښتوي او یا هم بې وسلې او بې اسرې انسانان یرغمالوي او په مقابل کې یې پیسې ترې اخلي، چې دغه عمل ته کاکه توب وایي.

په کابل کې نوی کاکه توب هماغه د جنګ سالار فرهنګ زېږنده دی، چې فقط د توپک د شپېلۍ زور دی او د بهرنۍ جاسوسۍ د معافیت د الله دین چراغ دی، چې کاکه توب او ځوانمردي له هر ډول اخلاقي قیوداتو څخه آزادوي.

په کابل کې اوس یو شمېر لچکان چې د پخواني کاکه فرهنګ د نماینده ګۍ دعوه کوي، هماغه مقاومتیان دي، چې کله یې د روسانو ډول غاړې ته اچولی وو او کله د ایراني غجرو پر سورنا باندې نڅېدل، خو د ځوانمردۍ له اخلاقو سره یې داسې الوداع کړې وه، چې د ښځو له بکسونو یې غلاوې کولې.

پرون مې د شمال د ایله جاري ملېشو یو تن ولید، پکول یې په یوه خاص سټایل پر سر اېښی وو، د ټاټ واسکټ ته یې یو درجن جیبونه ورکړي وو، کلاشینکوف ورسره وو او د کاکه توب باټې یې ویشتې.

خو په ټول ژوند یې د ځوانمردۍ د فرهنګ زنګ نه وو لیدلی، لوی کمال یې داوو چې په کابل کې یې خصوصي او دولتي ملکیتونه قبضه کړي وو، باګرام ته یې رپوټونه وړي وو او د ګیدړ په څېر یې د پردي ښکار په لري او لړشونو باندې خوله ککړه کړې وه.

په تېرو دېرشو کلونو کې پر مالي، انساني، فرهنګي او اخلاقي تلفاتو برسېره په عنعنوي توګه هغه کلچر ته هم سخت زیان ور اوښتی دی، چې زموږ په ټولنه کې یې مرد له نامرد څخه جلا کاوه، ځوان یې له نا ځوانه جلا کاوه، بد پیره ته یې له لا مذهبه څخه توپیر ور کاوه، بدماشي هم د افغان ټولنې د کلچر ځینې رنګونه درلودل.

اوس اوس فاجعه داده چې بدماشي هم بې هویته شوې ده، ځکه چې د پردو د اهدافو وسیله شول، چې هم بدماش شي او هم د خپلې ټولنې د نوامیسو له مداره ووزي، نو بیا خو دې خدای ورته هدایت وکړي.

 له محور ورځپاڼې په منننې.

3 COMMENTS

  1. قانع صاحب بلکل د سم وویل دادتش په نامه مقاومتیان داسی فکرکوی گواکی افغاستان دوی ساتلی

  2. دالیکنه ددروند قانع له لیکنې سره تړاولری

    وادی گرگ ها (زاینده قساوت)

    ازچندی بدینسو سریال ترکی بنام وادی گرگ هاازطریق تلویزیون طلوع به نشرمیرسد ، اینکه این سریال تجارتی چی تاثیر روحی وروانی بالای جوانان مادارد آنرا میگذاریم به روانشناسان وپیدالوگ ها ، ولی تأ ثیرات اجتماعی ،کریمونولوژیک وفرهنگی آنرا
    مورد بررسی قرارمیدهیم:
    – تأثیرات اجتماعی : ازقدیم الایام زمانیکه تکت سینما 2افغانی بود فلم های هندی ،ایرانی وامریکایی درسینما بهزاد وسینماپامیر
    نشان داده میشد، برداشت مردم وجوانان ما از صحنه های این فلمها یانکات منفی فلم بوده مثلاٌ دیکته نمودن صحنه های خشن فلم
    درفردای همان شب (دیشم ،دیشم) ویا هم تقلید ازمودوفیشن فلمها مانند ( پوشیدن لباسهای کوبای، جورنمودن موی به ستایل بیتلها
    ویاهم گشتن مانند ژیگلوها) هرگزمردم ما ازنکات مثبت فلمها وسریال ها عبرتی ویا آموخته ی نداشتند. باآمدن تلویزیون به کشور
    که فعلاٌ درهر خانه ی ازهموطنان موجود بوده سریالهای خوبی چون : حضرت یوسف ، حضرت مریم ، زندگی حضرت موسی
    اصحاب کحف ، حرم سلطان ،24،شیری بی ،بی ، اختاپوت وغیره زمینه تفریح سالم به هموطنان مساعد شد ولی شوربختانه
    سریالهای چون خشوهم زمانی عروس بود، پرینا ،خزان ، که برداشتهای منفی از آن گرفته شد.
    سریال وادی گرگها زاینده اختطافگران وقروتکها !
    قروتک : حدود نیم قرن قبل درشهرکابل کاکه های میزیستند که نمادی از جوانمردی ومدافعین مظلومان بودند واین
    دسته اشخاص رادرشهرباستانی هرات بنام قروتک یاد مینمودند ولی بادریغ که هم اکنون بعضی اشخاص اوباش با
    فرا گرفتن تاکتیک ها ازسریالهای چون ” وادی گرگها” منحیث اختطاف گر،قروتک وپسمال قروتک درشهر هرات وکابل
    زاییده شدند.
    تأثیرات کریمونولوژیک : تحقیقات جرم شناسی نشان میدهد که شیوه هاوتاکتیکهایی ارتکاب جرایمی چون
    ترور، اختطاف ، بدمعاشی ،گروگان گیری ،سرقت مسلحانه وغیره همه از سریالهای چون وادی گرگ ها گرفته شده
    حتی سربریدن توسط طالبان کاپی سر بریدن آن صحنه ازسریال است که به نزد( سکندر کبیر) بازیکنان سریال میآورند.
    تأثیرات فرهنگی ومسوولیت وزارت اطلاعات وفرهنگ: ترویج فرهنگ خشونت وبه بار آمدن
    جوانان قسی القلب یکی از تأثیرات اینگونه سریال ها میباشد ضمنآ تأثیرروانی خشن درروحیات اطفال ونوجوانان ازین
    سریالها تبارز میتواند بناأ وزارت اطلاعات وفرهنگ مسوولیت دارد که ازنمایش چنین سریالها جلو گیری نماید حتی
    عزیزالله لودین ریسس مبارزه علیه ارتشاءوفساد اداری دریکی از بیانیه ها گفت که کردار باند های مافیایی در

    افغانستان به وادی گرگها می ماند وقتی بالای روحیه یک مو سفید ورکن دولت آنقدر موثرباشد پس بالای جوانان
    ما چی تأثیری خواهد داشت.
    عبدالرووف لیوال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب