شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسلمر/ ژباړه:کامران امیري

لمر/ ژباړه:کامران امیري

عالمانو(ساینسپوهانو) د لمر عمر د ۱۰ بلیونه کلونو په شاوخوا کې اټکل کړی دی چې تر دې مهاله يي د وړاونګو له امله نیږدي نیم عمر تیر شوی دی.

د لمر لویوالی(حجم)د ځمکې په پرتله ۱۳۰۰۰۰۰ زره زیات دی،او کتله يي د دې منظومې د ټولو سیارو او اقمارو د ۷۰۰ کتلو په اندازه او یا هم د ځمکې له ۳۳۳۴۰۰ کتلې سره برابره ده.

په دې اندازه ماده کولای شی د جاذبی ډیره قوي قوه تولید کړي، نو له همدې امله په لمر کې جاذبه ډیره قوي یا پياوړې وي او فوق العاده قوي حرارت تولیدوی ځکه چې د هیلیوم او هایدروجن له ګازونو څخه جوړه ده، او دا قوي فشار د دې سبب شوی چې د هایدروجن دوه اټومه د هیلیوم یو اتوم جوړ کړي.

همدا لړۍ دوام پیدا کوي چې په پایله کې یې په هره ثانیه کې څو میلیون ټنه هایدروجن په هیلیوم بدلیږي، او انرژي په حرارتي ډول وړانګې خپریږي. لکه څنګه مو چې ولیدل په لمر کې فعل او انفعالات رامنځته کیږي چې په پایله کې یې په ډیره اندازه انرژي د نور یا وړانګو په څير خپریږي چې له امله یې فضا کیهاني اشعې او الکترو مقناطیسي کیږي،چې یادې اشعې لږه برخه د ځمکې یوې برخې ته داخل(ننوځي) او د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو د ژوند په پروسه کې ډیر مهم او اساسي رول لري.

د ځمکې رڼا چې په یوه ثانیه کې د ۳۰۰۰۰۰ زره کیلومټره په چټکتیا سره ځمکې ته رسیږي،ژوند یا ژوند کولو ته یې زمینه برابره کړې ده او یا یې هم ژوند ممکن کړی دی.

پر دې سربیره چې انرژي تولیدوي د اجسامو د ودې لامل هم کیږي،او د ژوندیو اجسامو د حجرو د جوړونې په برخه کې ډیر مهم او اساسي رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب