سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبشـــنه اسمان ته ګورم/ ښایسته سعادت

شـــنه اسمان ته ګورم/ ښایسته سعادت

شنه آسمان ته گورم. سینه یی څومره پراخه ده! څوک پکې هیلې او څوک هم پکې یأس گوري. ځیني پخپله هسکه غیږه کې د تلپاتې مینې په نور تودوي او د ځینو نورو دپاره د یوازیتوب د تنگو او کنگلو درو د لارې یاد تازه کوي.

شنه آسمان ته گورم. په نړۍ کې انسان د خپل ژوند د بیلو پړاونو ارمانونه پکې گوري. په ماشوموالي کې پکې پوکڼۍ ښکلې مومو. په پرواز، رنگ په رنگ، ښایسته د لوبو پوکڼۍ! تکې سرې، شنې او ژیړې پوکڼۍ!

تنکي ځوانان بیا د آسمان په شنه پراخه کې د خپلو ځوانو هیلو منزل د کاغذ بادونو په نڅاو کې لټوي. ځیني د نورو مزیو په پرې کولو، لوړه غاړه، خپل ارمان ته رسي. خو ځینې نور پرې شوي زړونه پکې سر ځوړنده دمه دمه راپرځي.

او پاخه، پاخه خو بیا همدا آسمان د تیر ژوند او تیرو تجربو هنداره بولي. ځینې یی سر اوچتوي او د خپل بشپړ ژوند شکر په دعا ادا کوي او د همدې آسمان لاندې ځینې نور، د شهیدو او نابشپړوهیلو په یاد، پاس په کتو، د ځیگر تاوده اسویلي وراستوي.

خو زما په جگړه ځپلې خاوره کې ماشومان، ځوانان او پاخه، ټول د ژوند په هر پړاو کې، د جنگي الوتکو د ویر له ډاره د سولې د شینکي سهار د باد په ارمان، د تورو لوگیو، خړ آسمان ته په ویره گوري او وایي ستا په غیږ کې د وسپنیزو ظالمو الوتکو پرځای د سپینو کفترو پراخ وزرونه رپانده غواړو!

بس دی نور اي خدایه! پخپل زور، له آسمانه د جنگ د بمونو دا اور، د سولې د باران په څاڅکو مړ کړه!
ښایسته سعادت لامع

3 COMMENTS

  1. آغلی خوری خدای د وکړی چی د غه خوبونه زموږ رښتیا شی او یو سپین سهار راوخیژی او دسولی کفتری خپله نڅا په کی وکړی

  2. خو زما په جگړه ځپلې خاوره کې ماشومان، ځوانان او پاخه، ټول د ژوند په هر پړاو کې، د جنگي الوتکو د ویر له ډاره د سولې د شینکي سهار د باد په ارمان، د تورو لوگیو، خړ آسمان ته په ویره گوري او وایي ستا په غیږ کې د وسپنیزو ظالمو الوتکو پرځای د سپینو کفترو پراخ وزرونه رپانده غواړو!
    _____________________

    زه يو بې وطنه ، بې کفنه لا وارثه افغان : دويمه پېښه
    مېونداشنا
    دونۍ د ١٤٣٢هـ کال د محرم ٢٨
    د ٢٠١١ز کال د جنورۍ ٣
    د قران له مخې اسمان په ځمکه کې مېشتو بندګانو لپاره يوچت دی او پدې مانا دی چې له بره نه کوم کاڼی ، تندر، يا د اور کوم پينډوسونه ځمکې ته راغورځېږي اسمان هغه رانيسي او ځمکې ته يې نه راپرېږي .
    همداشان الله تعالی په ځمکه کې مېشتو انسانانو ته واک او ځواک ورکړی دی چې د خپلو خپلو هېوادونو د پاسه اسمان لاندې فضا پاکه وساتي او پرې واکمن ووسي او دومره بې غېرته نه شي چې څوک يې فضا چټله کړي او پر هېواد يې بمونه راوغورځوي .
    لس کاله پخوا چې کله امريکا خپل ټوپکوال ،بمونه ، او جنګي الوتکې دکومو هېوادونو په فضا کې راتېرولې او تردې دمه يې لړۍ روانه ده نو هر هېواد ته په فضا کې د تېرېدو ټاکل شوې بيه ورکوي .
    د امريکا د ټوپکوالو يو زېږنتون په جرمني کې دی کله چې امريکا وغوښتل دغه ټوپکوال افغانستان ته راوړي د هغه وخت جرمني چارواکو په فضا کې د تېرېدو اجازه ور نه کړه امريکا بيا دغه ټوپکوال او جنګي توکي لومړۍ هالنډ ته په اورګاډي کې واړول او بيا يې افغانستان ته بار کړل .
    خو زما د هېواد دپاسه اسمان لاندې فضا چې په پشپړتوګه د امريکا په لاس کې ده د ګټې وټې خو يې له سره سوال نه پېداکېږي خو ما ته د خپل هېواد دپاسه اسمان لاندې فضا کې د ستورو، سپوږمۍ ،لمر ،ورېځو او د مارغانو پر ځای هم د وسپنې ګاډي ښکاري چې په ځينو کې امريکايي او روسي ټوپکوال سپاروي او ځيني يې بيا داسې دي چې ټوپکوال په کې نه وي خو کيمياوي بمونو په کې بار وي .
    دغه ګاډيو زما پر هېواد دومره زهرجن بمونه راغورځولي دي او لا لګيادي راغورځوي يې چې په انساني پېښليک کې يې هېڅ بېلګه نه ليدل کېږي او دغه زهرجنو بمونو د نورې وجاړۍ تر څنګ زما نارينتوب او زما د مېرمن ښځينتوب هم دومره زيانمن کړی دی چې زما په کور کې زما مېرمن اوس مات ګوډ او بدڅېره ماشومان زېږوي .
    د ١٣٨٩ ل کال د مرغومې ١٣

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب