شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودټاکندویان| عزت الله نورزی

ټاکندویان| عزت الله نورزی

 په پښتو کې ورته ټاکونکي یا ټاکندویان او په انګلیسي کې ورته determiners وایي. هغه کلمې چې له نوم څخه مخکې راځي او نوم وټاکي، ټاکندوی بلل کېږي. دغه کلمې چې یو نوم ټاکي او دنوم ټاکونکی ګرځي، بحث بې ورسته راشي.
ټاکندویان د نوم هغه ستایونکي دي، چې د صفت د ځانګړینو پر خلاف د کمیت په ګډون په متن کې دنوم یا نومیز عبارت مرجع ښيي. دغه د نده د پېژند، داصلي او ترکیبي شمېرو، ناڅرګندو، اشاروي، ملکي اوپښتنیز ضمیرو، نوم په اضافي حالت کې، دندا کلمو او داسې نورو لخوا ترسره کېږي.
«ټاکندوی: هغه کلمه ده چې له مقصدي څیز «نوم» څخه د مخه راځي او د جملې په جوړښټ کې سمون رامنځته کوي او هغه بشپړوي.»
ټاکندویان: هغه کلمې دي، چې له نوم څخه مخکې راځي او تل له نوم سره یوځای کارول کېږي، ټاکندوی دجملې له فرعي اجزاو څخه یو جز دی چې له مبتدا او خبر سره یوځای راځي، د شیانوڅرنګوالی ټاکي. ټاکندوی تل تر نوم مخکې راځي او موږ ته روښانه کوي، چې جمله په کوم کس یا شي پورې اړه لري. موږ ځکه له ټاکندویانو څخه ګټه اخلو یا یې استعمالوو، چې زموږ اورېدونکی او لوستونکی په دقیق ډول پوه شي چې موږ څه ته اشاره کړې ده.
لکه: دغو ښکلي سړي ته وګوره. په دې جمله کې د «دغو» په واسطه د سړي کلمه وټاکل شوه. کولای شې دغه مالګه ماته راکړې. ستا مرسته وه. په دې جملو کې د «دغه» نومځری ټاکونکی دی، مالګه یې ټاکلې ده په همدې ځای کې موجوده مالګه ښيي، نوره مالګه یې نه ده پکار. په دویمه جمله کې ستا مرسته وه، د «ستا» په واسطه مرسته وټاکل شوه، یعنې د (ستا) نومځری ټاکونکی او مرسته یې ټاکلې ده. دبل چا مرسته نه وه ستا وه. که موږ دڅېزونو او اشخاصو په باره کې خبرې کوو، چې لوستونکي او اورېدونکي مو په پوه نشي چې موږ څه ته اشاره کړې ده، نو موږ هغه نومونه استعمالوو چې نه شمېرل کېږي، یا جمعه نومونه پرته له ټاکندویانوڅخه راوړوو.
لکه: صحت او تعلیم ډېر اړین دي.( نه شمېرېدونکي) نجونې له هلکانوڅخه په ښوونځي کې غوره دي. جمع دکمیت ټاکندویان موږ ځکه استعمالوو چې موږ دیو څیز په هکله یو چاته معلومات ورکوو. ټاکندویان کېدای شي، په جمله کې څو دانې راوړل شي.
لکه: دغه سپی دغو هلکانو ته غاپي. پوره خواړه بدن ته ګټه لري، دلته ډوډۍ دپوره په واسطه وټاکل شوه. که په اتاق کې څو نفره او به څښي او په بوتلو کې اوبه خلاصې شي، دکور څښتن ورته وایي: نورې اوبه راوړم. یا نور بوتل راوړم. دلته له د (نور او نورې) مبهم ضمیر له بوتلو او اوبو څخه مخکې راغلې، دواړې کلمې يې ټاکلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب