جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد وېښتو د تویېدو او ګنجي توب د مخنیوي چاره وشوه

د وېښتو د تویېدو او ګنجي توب د مخنیوي چاره وشوه

تاند- د جنوبي کوریا د یونسي پوهنتون څېړونکو د نارینه وو د وېښتو د تویېدو او ګنجي کېدو درمل وموندل.

دوی وايي چې پر موږکانو یې دا درمل ازمویلي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د ساینس ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، دا درمل، پر دې سربېره چې د وېښتو د تویېدو بهیر دروي، د نویو وېښتو د راشنه کېدو سبب کېږي.

د نارینه وو د سر د وېښتو تویېدا ډېره عامه ده او ډېر ګنجي کېږي.

د جنوبي کوریا د یونسي پوهنتون څېړونکي وايي، د دوی له لوري جوړ شوي درمل د ښځو د وېښتانو له ودې سره هم مرسته کوي.

دوی وايي، د څېړنو په ترڅ کې یې د (CXXC5) په نوم پروتین وپېژندل. کله چې دا (CXXC5) پروتین له یوه بل پروتین سره، چې (Dishevelled) نومېږي، یوځای شي، د نویو وېښتو د راشنه کېدو مخه نیسي او په نتیجه کې یې وېښته وده نه کوي.

د جنوبي کوریا څېړونکو د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي لپاره د (PTD-DBM ) په نوم ماده جوړه کړې چې د یادو شویو دوو پروتینونو د یوځای کېدو مخه نیسي.

څېړونکو په لومړي ګام کې دا ماده د بې وېښتو یا پکو موږکانو پر پوستکي د ۲۸ ورځو لپاره وازمویله چې مثبته نتیجه یې لرله.

دا طریقه سربېره پر دې چې د ګنجي توب درملنه کوي، د پوستکي زیانمن شوي نسجونه هم ترمیموي او د وېښتو وده پیاوړې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب