پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+ښایسته/اجمل پسرلی

ښایسته/اجمل پسرلی

طلایي ونې ته تلم. تیرکال اوړی مې دې ونې ته ورپام شوي وو چې د نورو شنو ونو ترمنځ تکه زیړه ښکاریده. بیا مې ویل چې ورځم به ورځم به خو وخت داسې ځغلي لکه شمال چې پر ځنګله تیریږي.

اوړی تیر شو، منی تیر شو، ژمي تیر شو، پسرلی شو، دا دی بیا اوړی     دی. د ځنګله په خوله کې د شمال غږ هیبتناک دی. د ونو تت سیوري تور رنګه نه دي خو تک تور ښکاري. د ځنګله په منځ کې داسې غږ دی لکه سیل چې بهیږي، سیل نه دی شمال دی چې د ونو ترمنځ لار کوي.

شاوخوا مې سترګې وغړولې چې د طلایي ونې خواته لار راښکاره شي. تر یوه ځایه ولاړم لاره بنده وه، بیرته راوګرځیدم، پر بلې کږې وږې لاره ورسیخ شوم دا هم تر یو ځایه تللې وه بیا د ټیټو ونو ګورو څانګو  مخه نیولې وه.

له ځنګله راووتم له بهره مې ورته وکتل، طلایی ونه مې په نښه کړه د ځنګله له بل اړخه سیخ ورغلم. له لاندې تر پورته داسې وچه شوې وه لکه د ونې تیر چې یې لا ترکاڼ پوست کړی او د اوړي له لمره یې ایستلی وي.

د ونې پر ډډ سرې کرښې تیرې شوې وې. نه پوهیږم چې ښاروالي به کله وهلو ته په نښه کړې وي. پورته پرې مرغۍ کښناسته، دستي والوته ترڅنګ یې شنې ونې ته ورغله. له نژدې په شاوخوا شنو ونو کې، طلایي ونه طلایي نه ښکاریده، ګلیټي ښکاریده:

« ښاروالي یې باید ژر غم وخوري»

له ونو راووتم د ځنګله د شمال غږ ورو ورو کمیده. له لرې مې شاته پر ونو نظر تیر کړ. وچه ونه له لرې بیا هم طلایي ایسیده. زړه مې کیده چې ورشم. د ښاروالي هاغه سرې کرښې پاکې کړم چې څوک یې ونه وهي.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب