یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهپاکستان او چين د‌افغانستان پر وړاندې پر ګډې سټراټېژۍسره سلا شوي

پاکستان او چين د‌افغانستان پر وړاندې پر ګډې سټراټېژۍسره سلا شوي

تاند(یکشنبه اسد ۳) چين او پاکستان د افغانستان په تړاو پر يوې پنځه ماده ييزې سټراټېژۍ سلا شوي دي.
د دواړو هېوادونو د‌بهرنيو چارو وزيرانو د‌دوه اړخیزو سټراټېژيکو خبرو په دريمه غونډه کې چې د چين په سيچوان کې جوړه شوې وه،پر نورو مسايلو سربېره د‌افغانستان پر مساله هم خبرې کړي دي.
بېجينګ او اسلام آباد له‌ ښکېلو لورو غوښتې دي چې سراسري اوربند ته غاړه کېږدي.
د جګړې د زياتېدو د مخنیوي لپاره د سولې په برخه کې د‌ګامونو اوچتول،د افغانانو ترمنځ د خبرو له پرمختګ سره مرسته، له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې مرسته،له افغانستانه د بهرنیو ترهګرو اېستل، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو زیاتېدل او دغه راز له امریکا متحده ایالتونو نه دا غوښتنه چې د افغانستان د سولې او بیارغاونې په برخه کې خپل رول په سمه توګه ترسره کړي، د افغانستان په تړاو د چین او پاکستان د دغې سټراټېژۍ پنځه برخې دي.
په دې غونډه کې د‌چين د‌ بهرنيو چارو وزير وانګ يي له افغانستانه د‌ امريکايي ځواکونو وتل غيرمسوولانه بللي دي.
چين چې د پاکستان له سټراټېژيکو ملګرو دی د افغانستان په سولې بهير کې يې رول مهم بلل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب