شنبه, مې 11, 2024
Home+امريکا طالبانو ته: که جګړې ته دوام ورکړئ هوايي بريدونه زياتوو

امريکا طالبانو ته: که جګړې ته دوام ورکړئ هوايي بريدونه زياتوو

تاند (دوشنبه د اسد )د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که تاوتريخوالي ته دوام ورکړي نو د امريکا پوځ به پر دغې ډلې خپل بريدونه زيات کړي.

مک کنزي چې اوسمهال په افغانستان کی د امريکايي ځواکونو د چارو مسووليت پر غاړه لري، د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل چې«: امريکا په وروستيو ورځو کې د‌افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره خپل هوايي بريدونو زيات کړي دي او موږ چمتو يو چې که طالبان خپلو بريدونو ته دوام ورکړي په راتلونکو ورځو کې پر دې ډلې خپل بريدونه نور هم زيات کړو.»

دغه امريکايي چارواکي ويلي چې امريکا به د خپلو ځواکونو تر اېستلو وروسته هم د افغان ځواکونو تخنيکي او لوژسټيکې ملاتړ ته دوام ورکړي،د‌نوموړي په وينا امريکا به له بهره په افغانستان کې پر داعش ډلې، القاعده شبکې او طالبانو د‌خپلو بريدونو ظرفيت وساتي.

که څه هم د مک کنزي دغو خبرو ته طالبانو تازه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې د امريکا له لوري هوايي بريدونه د دوحې له موافقې سره په ټکر کې بللي دي. امريکا په داسې حال کې پر طالبانو د بريدونو د زياتېدو خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د‌ پاتې امريکايي ځواکونو د حضور وروستۍ شپې او ورځې دي او تر راروانو څو ورځو به په افغانستان کې ددغو ځواکونو حضور پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب