Homeخبرونهسره صلیب د لسګونو پاکستاني وسله والو مړي د هغه هېواد مقاماتو...

سره صلیب د لسګونو پاکستاني وسله والو مړي د هغه هېواد مقاماتو ته وسپارل

تاند (دوشنبه د اسد ۴) د سره صلیب نړۍ والې کمېټې د هغو لسګونو پاکستاني وسله والو مړي د پاکستان حکومتي مقاماتو ته وسپارل چې په وروستیو څو ورځې کې د افغانستان په جنګ کې وژل شوي ول.

افغان مقامات وایي چې د وژل شویو پاکستانیانو جسدونه تېره ورځ په رسمي توګه په تورخم کې د پاکستان حکومتي چارواکو ته وسپارل شول.

د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو قول اردو بېګا ناوخته د رسمي مقاماتو له قوله په خپله رسمي فیسبوک پاڼه ولیکل، «نن د ۳۹ پاکستاني طالبانو جسدونه چې د افغانستان زړورو دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په جنګ کې هلاک شوي ول د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې له خوا په رسمي توګه په تورخم کې د پاکستان حکومت ته تسلیم شول.»

دا لا معلومه نه ده چې وژل شوي وسله وال د پاکستان د حکومت نظامي منسوبین وو که هغه عام پاکستاني اتباع وو چې د هغه هېواد د مذهبي ګوندونو او د جوماتونو د امامانو له خوا د تبلیغ په نتیجه کې د «جهاد» په نامه د افغانستان د حکومت پر ضد د جنګ لپاره افغانستان ته رالېږل کیږي.

4 COMMENTS

  1. ZHWANDEY DEE WEE AFGHAN KUMANDO/SPECIAL FORCE AOW AFGHAN ZWAKONAH POLICE.
    KHUDAYEE MO BARYALEE LARAH/DUSHMAN MO KHUDAYEE TABAH KA.
    amin

  2. عمران خان او د پاکستان د پوځ بې شرمه او مرتد رهبران به اوس ووایي چې دوی پاکستانیان نه دي. خدای چې مړی وشرموي نو غول یې د مرده شوی په تخته ځي. خو پاکستاني مشران شرم کله لري. افغان دولت باید ددې پاکستانیانو مړي د ملګرو ملتونو سر منشي ته سپارلي وای چې هغه په دې پوه شوی وای چې د افغانستان جګړه کورنۍ جګړه نه ده او دا د پاکستان د پوځ جګره ده او دا چې ملګري ملتونه که واقعا سترګې لري او ړانده نه دي باید پر پاکستان واقعي فشار راوړي. افغان ولس نور د خالي او بې معنا تقبیح کولو نه نور په تنګ شوي. ژوندي دې وي با شهامته افغان امنیتي ځواکونه.

  3. حالی زور باشه که گلبدین ره از گوشش کش کده و یک سوته ره در کون کون ای غول زده بری و بریش بگویی اینه شویایی …… !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...