یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهپاکستان له افغان وسله والو څخه د ملاتړ د منلو پر ځای...

پاکستان له افغان وسله والو څخه د ملاتړ د منلو پر ځای ادعا وکړه چې خاورې ته یې ترهګر ور اوړي

تاند (یکشنبه د اسد ۳) پاکستان د دې پرځای چې ومني هېواد یې په وروستیو میاشتو کې له افغان وسله والو مخالفینو څخه ملاتړ کوي، ادعا وکړه چې نور هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر خلاف کار اخلي.‌

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د افغان حکومت له خوا خپاره کړي شواهد ښیي چې یوازې په وروستیو څو اونیو کې د لسګونو وژل شویو پاکستاني اتباعو مړي پاکستان ته ور اړول شوي دي.

معید په خپله وینا کې په هندوستان تور پورې کړی چې خپل وګړي افغانستان ته د کار په پلمه را استوي خو هغوی ته په پټه دنده ورکړل شوې ده چې ترهګر پاکستان ته واړوي.

که څه هم معید یوسف د دغې ادعا په هکله کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی خو ټینګار یې کړی دی چې د هند دا کار اسلام اباد ته د منلو نه دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دغه راز د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرته طالبان په زور واک ته ورسېږي نو د دوی غبرګون به څه وي وویل، دوی په دې هکله د نړیوالې ټولنې تر غبرګون مخکې څه نه شي ویلی.

تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د طالبانو پر وروستیو څرګندونو چې ویلي یې دي تر هغه چې ولسمشر غني په واک کې وي دوی به جګړه جاري ساتي غبرګون ښودلی دی.

نوموړې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او طالبانو ته په کار ده چې د جګړو له لارې نه؛ بلکې د سولې او مذاکراتو پر مټ واک ته د رسېدو لارې چارې ولټوي.

پاکستان دا ادعا په داسې حال کې کړې چې بې شمېره شواهد ښیي پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افغانستان د مرکزي حکومتونو پر ضد وسله وال جنګیالي روزي او وخت په وخت ورسره خپل اتباع هم ملګري کوي چې افغانان پرې ووژني او د افغانستان بیخبناوې پرې ړنګې کړي.

1 COMMENT

  1. افغانانو د خدای لپاره سره يو شي او په متحد دول د پاکستاني دجال په ضد مبارزه وکړئ.
    دوی تر شيطان هم پلید او بد سترګي دي او په رڼا ورځ د ټولې دنیا په سترګو ورننوځي. ما په يوه مقاله کې چې تاند ویبپانې څو کاله د مخه نشره کړه و، داسې یو څه لوستلي و چې د نړۍ څه باندې تر سلو ډېرې تروریستي ډلې يا په پاکستان کې دي او یا هم له پاکستاني چارواکو سره مستقیم او یا غیر مستقیم اړیکې لري. له ناند وپپانې نه هیله کوم چې که اوس هم هغه مقاله به اختیار کې لري نو د مهربانې له مخه دې نشر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب