جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهامرخېل: د لسګونه وژل شويو طالبانو مړي پاکستان ته لېږدول شوي

امرخېل: د لسګونه وژل شويو طالبانو مړي پاکستان ته لېږدول شوي

تاند(يکشنبه، د اسد3) – ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، په دې ولايت کې وروستيو جګړو کې د وسله والو طالبانو په ليکو کې د ۳۹ وژل شويو پاکستانيانو جسدونه یې په رسمي ډول د سرې مياشتې له لارې او لسګونه نور یې د بېلا بېلو لارو څخه ياد هېواد ته لېږدولي دي.

نوموړی وایي، د ننګرهار ولس او مېړني ځواکونه په مېړانه د خپلې خاورې څخه دفاع کوي او هغه کسان چې دلته د جګړې، چور، چپاول، بې ګناه وګړو د وژنې او نورو ترهګریزو کړونو په موخه دې ولایت ته راځي، نو بېرته به یې جسدونه لېږدول کېږي.

ياده دې وي، چې له دې وړاندې هم افغان چارواکو د افغانستان په جګړه کې د طالبانو په ملاتړ د پاکستانيو وګړو د شتون خبره کړې ده.

1 COMMENT

  1. ATTENTION TO AFGHAN GOVERNMENT;
    KEEP ALL BODYS OF TERRORIST,OPEN ONE LARGE HOLE AND THROW ALL BODY IN ONE
    DEEP HOLE.COVE BY SOLE.
    AFTER ONE YEARS BECOME GOOD COMPOST,
    CAN USE THAT COMPOST IN AGRECALTURE
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب