دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د برېښنایي تذکرو د وېش پر چټکتيا ټينګار وکړ

ولسمشر غني د برېښنایي تذکرو د وېش پر چټکتيا ټينګار وکړ

تاند(يکشنبه، اسد3) – ولسمشر محمد اشرف غني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو سره په غونډه کې تر دې دمه د شپږو ميليونو برېښنایي تذکرو وېش وستايه او د دې بهير په لا چټکتیا يې ټينګار وکړ.

په ارګ کې جوړه شوې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس وویل، د بشري ځواک د زیاتوالي لپاره یې د کادري سیستم د طرحې برابرولو ترڅنګ نږدې شپږ میلیونه برېښنایي تذکرې وېشلي او د اتو میلیونه تذکرو د وېش غوښتنه موجوده ده.

ولسمشر غني د معلوماتو او مرکزې احصایې ادارې مسوولینو څخه د ظرفیت ایجاد، سیستمونو جوړولو او شپږ میلیونه تذکرو د وېش مننه او د دغه بهیر په لاچټکولو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، د ستونزو د حل او د چارو د لا چټکتیا په موخه دې په هیواد کې له شته ظرفیتونو څخه استفاده وشي.

وړلسمشر څرګنده کړه، د افغانستان بانک ډیجیټلي شوی، کورنیو چارو، ملي دفاع، پوهنې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا او فواید عامې وزارتونه د دغې پروسې په لومړیتوبونو کې دي، او د مالیې وزارت د خزاینو سیستم، بودجه او د معاشونو ورکړه بایدمطلق ډیجیټلي شي.

محمد اشرف غني د چارو ادارې عمومي رئیس او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ته د چارو د تکرار د مخنیوي په موخه کابینې ته د وړاندیزونو برابرولو او د مختلفو سیستمونو پر ځای د واحد دولتي سیستم رامنځته کولو او انکشاف لارښوونه وکړه.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان د ډیجیټلي کېدو په صورت کې به راکړې ورکړې اسانه، خدمات او د زیربنایي پروژو او چارو مدیریت په مراتبو اغېزناک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب