پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودکتاب پېژندنه؛ د مینې رازونه

کتاب پېژندنه؛ د مینې رازونه

 مينه هغه کلمه ده چې هېڅ مخالف نه لري او هر څوک په درنه سترګه ورته ګوري، د ټولو خوښېږي، د هر چا پر ذهن ښه لګېږي او په ټوله کې مينې ته ښکلا، ښايست، ظرافت، اخلاق او ان ښه انسانيت ویلای شو. نو چې مينه دومره له ښکلاوو ډکه او دومره د ښو اخلاقو ټوټه ده، بايد چې يو څه برخه یې ولرو.

 مینه د ژوند دویم نوم دی، ښکلا او مینه بیا یو له بل سره ډېرې نږدي اړیکې لري، هسې خو هره طبیعي پدیده په خپل ذات کې یو نه یو ډول ښکلا او جذابیت لري چې سترګې مو د ځان پر لور راکاږي. له بل پلوه ذوقونه او ذهنیتونـه هم د ښکلا د رازونو په پوهېدو کې توپیر کوي.

هغه داسې چې یو چا ته یو څه ډېر ښکلی ښکاري، خو د بل چا په سترګو کې کېدای شي، هغه څه بیا دومره ښکلي نه وي.

یوه مشهوره خبره ده چې وایي: «لیلا ته د مجنون په سترګو ګوره». یانې ښکلا او ښایست له سترګو سره کار لري، کله کله یو چا ته وایو چې نن ډېر ښکلی ښکارې، په ځواب کې اورو، سترګې دې ښکلې دي.

 ژباړن وايي: «دا چې مینه د انسان په ژوند کې دومره ارزښت لري، نو ما هم هڅه کړې چې د نړۍ د اوسنیو او پخوانیو نامتو پوهانو «ګاري چاپمن، اشفاق احمد، پروین شاکر، اېلف شافاک، ډاکټر علي شریعتي، جبران خلیل جبران، اپلاتون، ژان ژاک روسو، سيدجمال الدين افغان، ډاکټر سیموېل الکساندر، والټر لېپمن، مامون رشید، الکساندر، پوپ ټوماس، جای اورډ، وونارګ، شانفور، کوسټېن، رابوټن، امیل زولا، مارسل ټېنر، اندره ټوریه، ایوانز، ګراټس، کرني، مارکوس بېکل، ژرژسان، بکت، فرېبر راستګو، ارنسټ همینګوې، سفوکل، اېډنر او نورو» له لوري د مینې په اړه سپړل شوي رازونه پښتو ته را وژباړم.

پوره هڅه مې کړې، هغه خبرې چې ستر رازونه پکې پراته دي، په ساده او لنډو ټکو بيان کړم. د هېواد جګړه ييزو او خونړيو حالاتو ته چې ګورو، زموږ ماشوم، ځوان، بوډا، ښځينه، نارينه او هر پاړکی (طبقه) مينې ته سخته اړتیا لري، دلته هره ورځ جګړه، تورتم، بدبختي، لوږې او تندې دي، نو په داسې يوه حالت کې مې د داسې يوه کتاب تشه حس کړه چې لږ تر لږه خلکو ته مينه ور وپېژني او له بدبختيو يې يو څه په ارام کړای شي».

 هغه اړیکې، راشه درشه، ملګري او په ټول کې ژوند چې د مینې پر اساس یې حرکت نه وي پیل شوی، اصلاً به بې خونده او بې مانا وي. مینه هغه پدیده ده چې ژوند ته رښتینې مانا ورکوي او تاسې ته د ژوند کولو اصلي لارې ښيي. مینه مو د نفرت او کینې خلاف ژوند ته رابولي او ستاسې پر مخ د خوښیو ور پرانیزي.

 مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب