له جګړې وروسته
د شهیدې خور
دلاس نښه
ما ته کټۍ
یوڅو
وچ کشمالي
د کوټې
د مات تیر
زوړند سیوری ته
باد ورپول
زه د ړنګ کور
انګړ کې
خپل تښتیدلې
خوب ته بستر لټوم
د خډل * روح
را ته په سترګو کې غاپي
د تناره ایرې
زنګ وهلې
د دادا د قلبې جغ
د سوي د یوال
غاړه کې زانګي
د مور د چرګو کوټنۍ کې
مار جامې ایستلې
او
ډوډۍ لکه مومیایې شوی مړی
مرګ لا هم نه ده وژلې
* خډل دسپي نوم دی
————————————
بل شر
په ښه او بد یې نه پوهیږم
وړاند وینه ډیره ګرانه
خو میاشت اخیرده
سپوږمۍ نه شته
شپې تیاره دې
عسکر د ماڼۍ مخ ته
د خپل پطلون په ځنځیر
لاس وهي
زه له خپلو سترګو ورک
د پښ دوکان ته ګورم
هلته له اوسپنو وینې څاڅي
ملا له خدایه بل شر د خیر
په بهانه غواړي
——————————-
رڼا
ډیر څه مې له یاده وتې
اوس دې دروح دسیورې بوئ ته
په شیبو کې پټ یم
خپلوسترګوکې تا لټوم
یخ وهلورنګو ته نه ګورمه نور
رڼا هم له یخه ریږدي
فکرونه یخ کرخت دي
ان زړونه په سینو کې یخ وهلې
خلکو خو ویل
رڼا له اوره پیدا کیږي
مودا ډیر کا لونه
په اور تیر کړه
خو تورتم کې اوسو
واه ! ګران تکل صاحب واه
مودې وروسته مې دشعر خوند بیا پروچو شونډو حس کړ! ستاسو انځورګري دستاینې وړ ده ، مبارک شه ، خپلې ورانې مېنې ته دې راګرځېدل مبارک شه
ستا
لېوال
Takal seab salamona deer pa zara poore sheroona
له څه مودې را هیسې د نوښتګر شاعر تکل صاحب شعرونه د مخکتاب او برښنالیکونو له لارې لولم
د تکل صاحب اوسني شعرونه ماته دده په شاعري کې یوه نوې مرحله ښکاري چط له پخوانو شعرونو سره جوت توپیر لري
د لا بریو هیله ورته کوم
اباد اوسې تکل صیب
Dirkha aw pa zra poori shirona