چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeکلتوریو شاعر او بن لادن ( رښتنی ناول) چاپ او خپور سو

یو شاعر او بن لادن ( رښتنی ناول) چاپ او خپور سو

دا ناول په وروستیو کي د هلمند میشت لیکوال اغامحمد قریشي په زیار پښتو سوی.

یو شاعر او بن لادن په ۲۰۱۲ کال کي د ازبکستان د نوم وتي لیکوال حامد اسماعیلوف لخوا ولیکل سو چي د یویشتمي پېړۍ د یوې برخي د اسلامي بنسټپالو د ژوند او کړنو انځور وړاندي کوي.

ناول کیسه کوي چي څنګه د تصوف د لاري یو لاروي د سنګر زلمی جوړیږي، کیسه له ازبکستانه پیل، تر قرغزستان، تاجکستان او افغانستان پوري رسیدلې ده، د ناول اصلي اتل بیلګي شاعر دی چي دی د خپلي تندلارۍ د سفر په ترڅ کي له اسامه بن لادین سره هم مخکیږي.

په ناول کي د ۲۰۰۱ کال کي د نیویارک  د نړیوال سوداګریز مرکز د پیښي یادونه هم سوې ده.

کتاب چي  ۲۸۰ مخه او ۵۷ څپرکي لري  په ښه کیفیت او غوره صحافت په روانه پښتو په ننګرهار کي د مهمند خپرندوی ټولني لخوا چاپ او خپور سوی دی

د کتاب پر پښتۍ دناول د کیسې د مهمي سیمي فرغانه تنګي یو انځور راغلی دی.

د کتاب ژباړن اغا محمد قریشي تر دې وړاندي هم یوشمېر کتابونه لیکلي او ژباړلي چي    ( د زوی د میني په پار) او ( د ډهلي شین اسمان) یې د بیلګي په ډول یادولای سو.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب