شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبد کيسې د استدلال وسايل /اجمل ښکلى

د کيسې د استدلال وسايل /اجمل ښکلى

په (کيسه او واقعيت) کې راغلي وو چې کيسه پر منطق ولاړه وي؛ خو منطق او استدلال په کيسه کې په درو څيزونو ولاړ وي: تصويرونه، پېښې او مکالمې.

په کومو کيسو کې چې بياني ژبه تر اړتيا زياته کارېږي، په هغو کې استدلال کمزورى وي او لوستونکى پرې نه قانع کېږي، ځکه چې د بيان ژبه خبره بيانوي، خو تصويرونه يې درباندې حس کوي، مکالمې يې درباندې اوروي او پېښې يې درته عملا ښيي.

که په کيسه کې يو کرکټر سخت پښتونپالى وي او ته يې په اړه ووايې، چې ”سخت ناسيونالست دى، پښتانه ممتاز قوم بولي او مرګ ته پرې تيار دى”؛ نو د لوستونکي زړه ته نه پرېوځي؛ ځکه چې يو خو د لوستونکي حواسو ته متوجه نه دي او بل، ستا احساسات پکې ښايي ګډ وي. مطلب د تصويرونو، مکالمو او پېښو بله ګټه دا شوه، چې کيسه د راوي له احساساتو راباسي او لوستونکى مطمينوي.

تصويرونه او پېښې په عيني او مکالمې په ذهني توګه د يوه کرکټر تمايلات راښيي. مثلا همدا د (پښتونپالې) خبره په تصويرونو کې کوو:

”د کوټې په ګرچاپېره دېوالونو د خوشال بابا، ميرويس نيکه، احمدشاه بابا، باچا خان، عبدالصمد خان او فقير ايپي تصويرونه لګېدلي. يو نيم انځور پکې د کوچيانو د کېږديو او پېغلو هم شته. د کوټې په بر ښي کونج کې پر درې ګوټيز مېز د افغانستان له بيرغ سره جوخت د پښتونستان ووړ بيرغ ولاړ دى. پر مخامخ دېوال د احمدشاه بابا تر انځور لاندې د (لوى افغانستان) نقشه ځړېږي، چې د ډيورنډ کرښه پکې په سره خط په نښه شوې”.

اوس نو ويلو ته اړتيا نشته، چې کرکټر څومره سخت پښتون دى.

د پېښو له لارې يې داسې ښيو:

”د هارون باچا په غږ يې د ملنګ جان شعر”دا زمونږ زېبا وطن، دا زموږ ليلا وطن، دا وطن مو ځان دى، دا پښتونستان” په سندرغاړي پسې جوخت په پېړ غږ غبرګاوه. کوچنيانو ته يې په لاس اشاره وکړه، چې د ترانې په احترام پر خپلو ځايو غلي ودرېږي. د پښتونولۍ په اړه يې ډېر کتابونه لوستي وو. د کلي له نويو تبليغي ځوانانو سره يې پر اسلام او پښتونولۍ مناظره وه. خلکو ويل چې اتل کافر شوى، باچا خان ته پېغمبر وايي…”.

اوس يې په مکالمو کې ښيو:

– د اسلام تاريخ د پښتنو تاريخ نه دى. پښتانه بايد په مکتبونو کې خپل تاريخ ولولي.

– خو د پښتنو تاريخ هم د اسلامي تاريخ ىو جز دى.

– نو بيا يې زمونږ بچو ته ولې نه وايي؟ تاسې په اسلامي تاريخ کې له موږ سره د هند د مغولو تاريخ هم راګډوئ؛ خو دا که مسلمانان هم وو، د پښتنو دښمنان وو او پښتنو يې پر ضد مبارزه کړې.

– د صدر اسلام تاريخ د پښتنو د تاريخ نه زر ځله ښه دى.

– خو پښتنو چې د اسلام لپاره څومره تورې وهلې، هغومره لا چا نه دي وهلي. د نړۍ ګوټ ګوټ ته يې اسلام رسولى.د پښتنو غوندې غيرتي قام لا په دنياکې نشته.

– رسول الله وايي، چې مسلمانان وروڼه وروڼه دي؛ په قومونو يې وېشل ګناه ده.

– خو د دې دا مطلب نه دى، چې د پښتنو حق دې خوړل کېږي او دوى دې ورته ګوري، چې هسې نه اسلامي ورورولۍ ته نقصان ورسېږي. د پښتنو تاريخ دومره مکمل دى، چې د نورو تاريخونو لوستو ته يې ضرورت نشته.

په کيسه کې د بياني ژبې اړتيا وي؛ خو که تر اړتيا زياته شي او د تصويرونو، مکالمو او پېښو پېټى هم ورپرغاړه شي؛ نو کيسه بې خونده کوي او لوستونکي يې نه لولي. په کيسه کې د بياني ژبې اړتيا د بېلابېلو صحنو ترمنځ د تړاو لپاره پيدا کېږي. په هغو جملو کې چې مشهورې او عيني وي او د استدلال اړتيا پکې نه وي، هلته هم له بياني ژبې استفاده کېداى شي، لکه په لومړۍ بېلګه کې د” د کلي له نويو تبليغي ځوانانو سره يې پر اسلام او پښتونولۍ مناظره وه. خلکو ويل چې اتل کافر شوى، باچا خان ته پېغمبر وايي…” جملې؛ خو چېرته چې د احساساتو او اخلاقو خبره راځي، ليکوال بايد استدلال وکړي.

2 COMMENTS

  1. استاده خدای دې توفیق درکړي نور دې په لاس او قلم برکت شه جې د پښتو ادب لمن نور هم ډکه شي
    امید الله د شپې پښتو د ادبیاتو محصل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب