شاید د عبدالغفور لېوال غوندې شاعران چې په شعرونو کې یې د قوي عاطفې راتګ له لرې څرکونه وهي، کم پيدا شي. د نوموړي د نظمونو اکثر پيغامونه د تصويرونو په جامو کې پټ وي.
راځو موږ يې دلته هغه نظم تحلیلوو چې د ژوند د مانا لټون پکې شوی دی:
ژوند یوه ورکه لاره ده:
کله دې لاره په ځنګله کې ورکه کړې مساپر جانانه؟
چې هره خوا ګورې بس د ونو او شنو بوټو پر اتڼ
پېښېږې
دومره پوهېږې چې لمر لوېږې را روانه ده شپه
یو ځل کوکو کړي او بیا کغ باسي مرغان ونو کې
باد شغهار کړي د شنو پاڼو او وښو په منځ کې
چېرته ډېر لرې د زړو څانګو یو خرپ پورته شي
باد ورته وششنېږي
وخاندي
چې ماته مې کړه
ځای ځای د بوټو منځ کې
یو ډنډ اوبه ولاړې
چې یې پر غاړه پلونه وګورې نو ورېږدېږې
څو شېبې مخکې دلته پړانګ راغلی
څو ګامه وړاندې چې ځې
پر تودو وینو د هوسۍ به پېښ شې
چې یې پر لیکو د ژوندون د شېبې پای لیکلی
او ته حیران یې چې شپه چېرې وکړې؟
کله دې لاره په ځنګله کې ورکه کړې مساپر جانانه؟
(نه)!
دا (نه) دې نه منمه
ته دې ټول ژوند کې راوهلې لاره بیا وګوره!
اوس هم حیران یې چې شپه چېرې وکړې؟
خليل جبران یو ځای لیکي: د ژوند په اړه د فکر کولو یوه لاره دا هم ده چې دا ټول منظرونه دې د کاغذ پر مخ انځور شي.
د استاد لېوال په دې نظم کې نه یوازې اکثر منظرونه د کاغذ پر مخ ژوندي او تمثیل شوي، بلکې د جبران دا وينا یې هم ښه پکې مکث کړې چې: ژوند یوه سوارلي ده. که یې کوم سست څوک تېز چلول وغواړي، نو ځان ترې بېل کړي او که یې کوم تېز چلنده کرار کرار چلول وغواړي، نو له هغه څخه هم ځان جلا کړي.
په دې نظم کې هم د يو مسافر د لارې ورکېدو داستان بيانېږي، خو دا لاره پکې اصلن د ژوند استعاره ده چې د ژوند مانا پکې په بېلابېلو لارو، لکه ورکېدنه، شک، خطر او بې باورۍ کې تمثیل او بيانېږي.
په نظم کې د ځنګل راتګ اصلن د ژوند مبهم، خطرناک او پېچلی حالت راښیي چې مسافر، یعنې انسان پکې روان دی، خو کله ناکله لار پکې ورکه کړي او دا ورکېدل د انسان شک، نابلده ژوند او بې هدفۍ ته اشاره کوي.
نظم دا هم راته وايي: چې هره خوا ګورې بس د ونو او شنو بوټو پر اتڼ پېښېږې.
مطلب طبیعت که څه هم ښکلی دی، خو له دې ښکلا ورهاخوا یو ډول ژوره خاموشي، ډار او خطر هم لري. طبیعت له رنګارنګیو مالامال دی، کله پکې د مرغانو غاړې اورې، کله پکې د باد شغا ځي و راځي، وخت ناوخت دې د ونو خرپ خروپ هم تر غوږو کېږي… دا ټول په اصل کې د ژوند د بدلونونو، خطرونو او ګونګو پېښو تمثيلونه راښیي.
د ژوند لاره له خطرونو ډکه ده. چې په ځنګل کې روان یې شاید پړانګ مخې ته درشي، شاید د هوسۍ په لاښ او وینو کې د سترګې خښې شي… دا ټول خطرونه مرګ او یو دم خطر ذهن ته درپیچکاري کوي، خو ژوند یوازې په دې لاره کې د فطرت د ښایستونو ننداره نه ده، بلکې یو دایمي جنګ دی، جګړه ده د پایښت او مصيبتونو پر وړاندې.
په نظم کې دا هم وینو چې ژوند لنډ دی. ترخې و خوږې دواړه شېبې يې فنا کېږي.
انسان کله ناکله د ژوند په همدغه لاره کې حیرانېږي چې شپه چېرې یوسي او وکړي؟ دا پوښتنه دې ته اشاره ده چې انسان چې کله ډېر بوخت او مصروف شي، نو د ژوند اصل مانا او سکون هم ترې ورک شي.
او په پای کې: دا (نه) دې نه منمه
ته دې ټول ژوند کې راوهلې لاره بیا وګوره!
لېوال صاحب دا نه مني چې د ژوند مسافر دې لاره ورکه کړې، بلکې باور لري چې مسافر پخپله بېخبره دی، نه دا چې لاره نشته. مطلب دا چې، ژوند کې لاره شته، هدف شته، مانا شته خو انسان یې ډېری وخت نه ويني.