دوشنبه, دسمبر 29, 2025
Home+نقد او دلیل / نعمت الله صدیقي

نقد او دلیل / نعمت الله صدیقي

معاصره کره کتنه اوس تقریباً په ټوله نړۍ کې یو ډول فني او عملي اوج ته رسېدونکې ده؛ البته په دومره توپیر چې ممکن تر کره کتنې لاندې پنځونه یې په موضوعي اساس خپل بحث ولري او نور یې د فن، اصولو او ځانګړنو لار، میتود او یا هم د سپړنې د هنر نظري او عملي مکاتب هغه یې افاقي او نړېوال وي او ممکن ټولې ژبې د نقد او ادبیاتو تلې د همداسې یوډول اصولو په اساس سره په نقد او کرکتنې پابندې او کلف دي؛ مثلا زه که د یو غزل او نظم او یا هم په بله کومه فنپاره نقد کوم؛ نو د یوه نقاد په توګه د دې فنپارې فکري او موضوعي یا په بله مانا د موضوعي هیئت خبره یې یوه خبره ده او که همدا خبره د یوه ادبي کوډ یا تیورۍ په نظریه یا تطبیق پرانیزم دا بیا بله خبره ده؛ یعنې د یوې پنځونې په اړه نقدي اصول او فکري یا موضوعي خبره دوه بېلا بېلې خبرې دي، چې د اصولو او قوانینو خبره یې ټوله شموله ده او موضوعي هغه یې د خپلې ژبې په اساس خپله یا د همغې ژبې اړوند خاصه خبره ده.

 

خبره دا ده، چې زموږ په پښتو کره کتنه کې خصوصاً د عملې نقد په برخه اوس اوس یو نوی تمایل دا دی، چې که یو نیم نقاد خبره هم کوي، د خپلې ژبې د ادبي پنځونې په اړه خو یې خبره سمه روانه کړي وي؛ خو مشکل یې دا وي، چې د نقد د ځینو افاقي اصولو او لوازمو درک یې نشي پلي کولای؛ مثلاً موږ وایو دا غزل یا دغه او هغه شعر د فلاني مکتب فکر او طرز تمایل لري؛ خو کله چې د دلیل یا استدلال خبره شي؛ بیا نه پوهېږو، چې دا او هغه مکتب فکر یا طرز څه مانا؟ دا هغه نېمګړتیا ده، چې موږ یې د نقد لپاره د دلیل او استدلال په نیمګړتیا کې وینو.

 

دا نیمګړتیا له دوه ډوله نقادانو او کره کتونکیو سره مله ده، یو هغه چې له نقد سره د سراسري چلند په اساس نه خپله ډېره جدي او علمي لیولتیا لري او نه یې د نورو په اړه د پوهېدنې یا د یوې پنځونې اصل سپړنه هدف وي، یوازې د حافظ د غونډاري غوندې چې په هر چا وربرابر شو په مصدق غږ او خبره کوي او دویم ډول یې هغه دی، چې نقد که کولای هم شي او په موضوعاتو او اصولو یې هم پوهېږي؛ خو بېغوري او تعصب یې دا هر څه ور صفر کړي وي، روغه خبره ناروغه ثابتوي او ثابته خبره هغسې غلطوي، چې په خپل ناسم استدلال هم شکي وي، چې دا اوس سم او که ناسم دی.

 

د دې دواړو ډوله نقادانو هیڅ بله توجیه نه کېږي؛ بغیر له دې چې زیان یې د ژبې او فرهنګ په برخه کې حتمي دی؛ خو د ورستي هغه یې ځکه نقصان زیات دی، چې په خپل ټول هوش او حواصو پر دلیلو او اصولو داسې پښې ږدي، چې دلایلو او استدلالي اصولو ته یې د شکست زړه او روحیه ورسره وي، دا ډول نقادان که د ژبې په برخه کې ډېرې ښې او علمي خبرې هم کوي، خو خپلو تعصباتو یې اکثر ترکستان ته روان کړی وي؛ که څه هم دای پوهېږي، چې لار او دلیل یې دواړه سره غلط کړي دي؛ خو ضد او انانیت یې نه پرېږدي، چې روغه او افاقي لاره خپله کړي.

 

خبره دا ده، چې په یوې فنپارې د نقد عملي خبرې نه یوازې باید له تعصباتو پاکې او شفافې وي؛ بلکې د ټاپو، لیبلونو او تور تهمتونو غوندې یوازې توجیه یې هم باید چې پکې نه وي؛ دا د معاصر نقد او کرکتنې یو ډېر لوړ او عظیم اصل دی، چې پر یوه فنپاره او پنځونه نقد او خبره باید دلیل او استدلال ولري؛ کنه هسې خو یوازې خبرې، قضاوتونه او توجیه هسې هم ډېرې کېږي، چې نه یې ادب او فرهنګ ته کومه ګټه رسېږي او نه یې په ژبه او ادب کوم مستقل او مستقبل اثرات شته.

 

د دغه نقادانو دا ډول چلن چې په شعوري ډول رڼا په تیارو پټول غواړي د دوی خپل ادبي زیان هم دا دی چې دوي به خپلې دغسې ليکنې د راتلونکي تاريخ له سترګو هم پټې کړي؛ يعني اینده ته به یې په وراثت کې هيڅ ثبوت پاتې نشي؛ خو که يې اینده ته یې سپاري هم؛ نو دا ویره به یې هم ورسره وي، چې ګنې د اینده نقاد به زما په باره کې کوم ډول قضاوت راسره کوي؛ نو په دې توګه له دغه دواړه ډوله چلن سره دوي په ادبي خساره کې دي؛ خو د معاصر عصبيت له کبله یې په سترګو تورتم راخور دی او په دغسې تورتم د ژبې او ادب سره سره د خپل ځان او خپل صلاحيت زیان یې هم حتمي او ضروري دی.

 

خلاصه دا چې نقد او دلیل دوه هغه افاقي او نقدي لازم اصول دي، چې که کومه کره کتنه یې نه لري؛ نور چې هر څه وي؛ خو نقد به نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې افسانوي سینمايي ستورې، بریژیت باردو مړه شوه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد نامتو سینمايي لوبغاړې«بریژیت باردو بنست»...