پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeخبرونهد کانګرس د ډیموکرات استازو نیوکه: د افغانانو د لېږد درول «غیراخلاقي»...

د کانګرس د ډیموکرات استازو نیوکه: د افغانانو د لېږد درول «غیراخلاقي» دي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳مه) د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې ډیموکرات استازو د ټرمپ د حکومت په دې پرېکړه نیوکه وکړه چې امریکا ته په شرایطو برابر افغانانو  لېږد یې درولی او دا کار یې غیراخلاقي او د امریکايي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف وباله.

سره له دې چې ډیموکراتان په کانګرس کې فشار راوړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ حکومت لسګونه افغان پناه غوښتونکي درېیمو هېوادونو ته لېږدوي چې ډېری یې په افریقا کې موقعیت لري.

«د همکارانو پرېښودل د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې دي»

د ډیموکرات ګوند په مشرۍ د کانګرس یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه غونډه کې وویل چې په افغانستان او سیمه کې د زرګونو پخوانیو همکارانو او کارکوونکو پرېښودل یو «غیراخلاقي» اقدام دی او د امریکا له اساسي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

دیموکراتې استازې کاملاګر-دو، چې د غونډې کوربنه وه، ټینګار وکړ:
«له افغان همکارانو او پخوانیو سرتېرو سره د شویو ژمنو درناوی حزبي موضوع نه ده، بلکې د امریکا له ملي اعتبار سره تړاو لري.»


هغې خبرداری ورکړ چې د دغو کسانو د ملاتړ په برخه کې پاتې راتلل به د امریکا پر ژمنو د نړۍ باور زیانمن کړي.

یوه بل استازي هم په شرایطو برابر افغانانو د دوسیې د څنډې ته کېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل هغه کسان چې یو وخت یې د امریکايي سرتېرو ژوند ژغورلی، اوس تر بل هر وخت عاجلې مرستې او لېږد ته ډېره اړتیا لري.

هغه د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د محدودیتونو یادونه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دغو پناه غوښتونکو جبري ستنول به هغوی د شکنجې او مرګ له مستقیم خطر سره مخ کړي.

درېیمو هېوادونو ته د لېږد پلان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سلاکار پاول کپور، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې په غونډه کې وویل چې قطر او اماراتو ته لېږدول شوي افغانان به درېیمو هېوادونو ته انتقال شي.

دا تګلاره د ټرمپ د حکومت د هغې پالیسۍ په چوکاټ کې ده چې له اسیا او افریقا څخه د پناه غوښتونکو د منلو کچه راکموي. دا مهال د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو وګړي امریکا ته د سفر د بندیز په لېست کې شامل دي، هغه بندیز چې د افغانستان د پخوانیو امریکايي همکارانو پر وړاندې هم عملي کېږي.

زرګونه افغانان په نامعلوم حالت کې

جسیکا برډلي راشینګ، چې د «افغان‌اواک» سازمان مسؤله او پخوانۍ امریکايي سرتېرې ده، وویل چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې امریکا ته د افغان همکارانو د لېږد بهیر په بشپړه توګه درېدلی دی.

هغې زیاته کړه:
«په تېرو څلورو کلونو کې (د ټرمپ له حکومت مخکې) نژدې ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول، خو اوس دا بهیر په بشپړ ډول بند شوی دی.»

د دې سازمان د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲۱۲ زره په شرایطو برابر کسان په افغانستان کې دننه او ۶۰ زره نور په څه باندې ۹۰ هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

د پخوانیو همکارانو د امنیت اندېښنې

په غونډه کې ضیا غفوري، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی ژباړن دی، د افغان همکارانو وضعیت «غمبز» وباله او ویې ویل چې ډېری یې له دوامداره ګواښونو سره مخامخ دي. ده زیاته کړه، هغه کسان چې د طالبانو له وېرې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي، د اخراج په صورت کې د نیول کېدو او شکنجې له خطر سره مخ کېږي.

 پخوانۍ امریکايي سرتېرې کایلین هنټر د افغان همکارانو پر وړاندې د واشنګټن ژمنتیا «ژوره، اخلاقي او نه معامله کېدونکې» وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغو کسانو د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې او باید په دې سختو شرایطو کې یوازې پرېنښودل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...