پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeخبرونهامریکا د افغانستان په اړه پر نوې تګلارې کار کوي

امریکا د افغانستان په اړه پر نوې تګلارې کار کوي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سلاکار ایس. پاول کپور (S. Paul Kapur)، وايي چې د دغه هېواد بېلابېل حکومتي بنسټونه د افغانستان په اړه د واشنګټن پر یوې نوې تګلارې کار کوي.

هغه دا خبره پرون (چهارشنبې) د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د جنوبي او منځنۍ اسیا فرعي کمېټې ته وکړه، ویې ویل د دې تګلارې د اعلان کره نېټه لا نه ده ټاکل شوې او نهايي کېدا یې لا نورو ارزونو او اقداماتو ته اړتیا لري.

د هغه خبرې ښيي چې د ټرمپ اداره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په اړه خپل دیپلوماتیک او امنیتي لومړیتوبونه او تګلارې له سره ارزوي، خو کپور د استازو پوښتنو ته د احتمالي بدلونونو په اړه له جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.

هغه چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د جنوبي او مرکزي اسیا د فرعي کمېټې په استماعیه غونډه کې خبرې کولې، وویل چې په مناسب وخت کې به د کمېټې غړي د افغانستان په اړه د ټرمپ له نوې تګلارې خبر کړي.

د افغان کډوالو د ایستلو موضوع

کپور له افغانستان څخه د ایستل شویو افغانانو په اړه وویل چې د ټرمپ حکومت تر اوسه هېڅ افغان بېرته افغانستان ته نه دی استولی. خو هغه تایید کړه چې امریکا له نورو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده څو «له ۱۱ تر ۱۲ سوه افغانان» ومني؛ هغه کسان چې دا مهال د امریکا تر ملاتړ لاندې په قطر او ځینو نورو هېوادونو کې ژوند کوي او د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته هلته لېږدول شوي وو.

د پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه اندېښنې

په دې غونډه کې یو شمېر استازو د افغان ښځو او د امریکا د پخوانیو همکارانو د برخلیک په اړه اندېښنه وښوده. د فرعي کمېټې مشر، بیل هویزینګا، وویل چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د غچ اخیستنې اقدامات کړي، په ځانګړي ډول د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر ضد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...