Homeخبرونهطالبانو له ایران څخه په ټیټه بیه د تېلو او ګازو د...

طالبانو له ایران څخه په ټیټه بیه د تېلو او ګازو د رانیولو غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران د نفت وزارت له مرستیال سیدعلي‌محمد موسوي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې ایران دې افغانستان ته د تېلو او مایع ګازو په پلور کې ځانګړی تخفیف په پام کې ونیسي.

موسوي کابل ته له دې پیغام سره سفر کړی چې تهران غواړي افغانستان ته د سون‌توکو او مایع ګازو صادرات زیات کړي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ د عزیزي تر څنګ د طالبانو د کانونو وزارت له مرستیال عبدالرحمان قانت سره هم ولیدل.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د نفت وزارت مرستیال په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د تېلو د صادراتو د زیاتولو لپاره چمتووالی اعلان کړ. هغه همداراز ټینګار وکړ چې ایران چمتو دی د افغانستان د چاڼځایونو د کارکوونکو د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو لپاره همکاري وکړي.

په مقابل کې، نورالدین عزیزي د ایران د صادراتي سون‌توکو د کیفیت د ښه والي پر ساتلو ټینګار وکړ او د بیو د راکمولو او افغان پېرودونکو ته د ځانګړي تخفیف غوښتنه وکړه. هغه له ایراني لوري وغوښتل چې افغانستان ته د ایران له لارې د تېلو او مایع ګازو د ترانزیت لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

عبدالرحمان قانت وویل چې د کورنیو چاڼځایونو د کیفیت د ښه کولو او د تخنیکي ظرفیت د لوړولو لپاره لېوالتیا لري.

د کانونو په سکتور کې د پانګونې لېوالتیا

د طالبانو د چارواکو په وینا، موسوي اعلان وکړ چې ایراني خصوصي شرکتونه او پانګه‌وال د افغانستان د کانونو د سپړنې، استخراج او پروسس په برخو کې پانګونې ته لېوال دي.

د ایران د نفت وزارت مرستیال همداراز وویل چې هېواد یې چمتو دی افغان انجنیران د تېلو، ګاز، تصفیې او جامدو کانونو په برخو کې وروزي.

په مقابل کې، د طالبانو د کانونو وزارت مرستیال وویل چې د ایراني شرکتونو د پانګونې د جلب لپاره به نورې اسانتیاوې برابرې شي.

ایران د افغانستان له مهمو سون‌توکو برابرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. سره له دې چې افغانستان د مسو، وسپنې، لیتیوم او قیمتي ډبرو بډایه زیرمې لري، خو د زیربناوو کمښت، نړیوال بندیزونه او د طالبانو د حکومت نه رسمیت پېژندنه د پانګونې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...