پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeخبرونهامریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره...

امریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي

تاند (پنجشنبې، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته د پیسو ورکړه پیل کړې چې غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن هڅه کوي په قطر کې هغه کمپ وتړي چې افغانان پکې له کلونو راهیسې بند پاتې دي. دا خبره د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ قانون (د کانګریس د د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو فرعي کمېټې) جوړونکو ته وکړه.

له ۱۱۰۰ څخه ډېر کسان لږ تر لږه د تېر کال له پیل راهیسې د امریکا د پوځ په پخوانۍ اډه «کمپ اس‌سیلیه» (CAS) کې ساتل شوي دي. دا هغه مهال و چې د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو بهیر ودراوه چې د امریکا له پوځ سره د اړیکو له امله د طالبانو له غچ اخیستنې وېرېدل.

د مدافع ډلو په وینا، په دې کسانو کې ملکي کډوال، هغه ښځې چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال یې د امریکا لپاره ځانګړې دندې ترسره کړې، او د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي؛ داسې کسان چې که بېرته افغانستان ته ستانه شي، له جدي خطر سره به مخامخ شي.

له امریکا څخه د تېر ېدو پر پلان نیوکې

ډیموکراتانو د حکومت هغه پلان سخت غندلی چې غواړي د مارچ میاشتې تر پایه د یاد کمپ له تړلو مخکې هغو کسانو ته پیسې وړاندې کړي چې امریکا ته له تلو څخه تېرېدو ته غاړه کېږدي. د استازو جرګې د بهرنیو چارو د فرعي کمېټې مخکښې ډیموکراتې استازې، سیډني کاملاګر-دو، دا کار «له افغان متحدانو سره خیانت» وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سلاکار، ایس. پاول کپور، وویل چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو تر اوسه دا پیسې منلې دي، خو هغه نه پوهېږي چې له بېرته ستنېدو وروسته د دوی برخلیک څه دی.

کپور وویل:
«موږ افغانان په زور افغانستان ته نه ستنوو. ځینې کسان په خپله خوښه تللي، خو موږ هېڅوک نه اړ باسو.»

هغه زیاته کړه:
«موږ هڅه کوو هغوی درېیمو هېوادونو ته ولېږدوو. له څو هېوادونو سره په خبرو بوخت یوو. زموږ په اند دا به ښه حل وي. دا معقوله نه ده چې خلک تر نامعلوم وخته په کمپ کې وساتل شي.»

کپور د ورکړل کېدونکو پیسو په اړه جزییات ور نه کړل، او د بهرنیو چارو وزارت هم د رویټرز خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل.

د پیسو اندازه او د خپلې خوښې په اړه شک

شاون وانډایور، چې د #AfghanEvac ائتلاف مشر دی – یو ائتلاف چې پخواني سرتېري او د ملاتړ ډلې پکې شاملې دي – رویټرز ته وویل چې وړاندیز شوې پیسې د اصلي غوښتونکي لپاره ۴۵۰۰ ډالره او د هر اضافي غړي لپاره ۱۲۰۰ ډالره دي.

وانډایور وویل چې دا ستنول په رښتینې مانا رضاکارانه نه دي، ځکه د قطر په کمپ کې کارکوونکي افغانانو ته وایي چې دا وړاندیز ومني، په داسې حال کې چې درېیم هېواد ته د لېږد امکان لا هم نامعلوم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...