تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۳مه) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، دمګړۍ په اقتصادي او صنعتي برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوې دي.
هغه زیاتوي چې، د دې هڅو پر دوام د راتلونکو کلونو لپاره ۲۳۲ بېلابېلې پروژې پلان شوې دي.
عزیزي د افغانستان د ودانیزو چارو، رغونې او بیارغونې او صنعت درېیم نړیوال نندارتون او کنفرانس په پرانېستغونډ کې زیاته کړې چې، د صنعت او ودانیزو توکو نندارتونونه د کورنیو تولیداتو او صنعتي ظرفیتونو په پېژندنه کې مهم رول لري او دوی هڅه کوي افغانستان له وارداتي اقتصاد څخه صادراتي اقتصاد ته واړوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، د مشرتابه د حکم له مخې په ټول هېواد کې د پانګونې لپاره ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د نوموړي په وینا بهرنیو پانګوالو ته به د پنځو کلونو لپاره ماليهيي معافیت او د اقامت اسانتیاوې هم برابرې شي.
عزیزي زیاتوي چې، لسګونو راستانه شویو کډوالو خپلې پانګې افغانستان ته لېږدولي، چې دا کار د هېواد پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري.